آرشیف له پاره د

مقالې

د مهمند د مرمرو مختلف رنګونه په پاکستان او نړۍ کې مشهور دي.

سیمه ییز چارواکي ژمنه لري چې د ترکمانستان - افغانستان- پاکستان- هند پروجيکټ پای ته ورسوي، په داسې حال کې چې ایران په سیاسي توګه یا له تاوتريخوالي سره د دې پروجيکټ د ګډوډولو لپاره زياتې هڅې کوي.

د سپريم کورټ پخوانی چيف جسټس ناصر الملک به د جولای په ۲۵ مه د عمومي ټاکنو نه وروسته د نوي حکومت تر جوړيدو پورې د نګران وزير اعظم په توګه کار کوي.

داعش، چې په افغانستان کې د هوایي بریدونو او د ټیټ مورال له امله د ویجاړتیا په حال کې دی، خپل ډېر نهیلي حالت ته د ټولنې له کمزورو غړو -- ماشومانو،‌ څخه په ناوړه استفادې سره ځواب ورکوي.‌

چارواکو په دې میاشت کې په تخت بهایۍ کې د ساتنې او کهدايۍ کار تيز کړو چې موخه يې د خیبر پښتونخواه اهميت د آثار قديمه په توګه په ګوته کول دي.

څارونکي وايي چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان- پاکستان کاري پلان (ای پاپس) د اړیکو، په ځانګړي توګه د دوه اړخیزو امنیتي او اقتصادي مسلو په اړه، د پیاوړتیا لپاره چوکاټ جوړوي.

که چیرې دا فيصله تصویب شي، نو نوی آيني ترميم به فاټا په قامي بهير کې شامل کړي او د خیبر پښتونخواه سره به يې یوځای کړي.

چارواکي وايي، امنیتي تدابیر نیول شوي چې په ځانګړي توګه د روژه ماتې او د مانځه په وختونو کې د خلکو ساتنه وکړي.

دې ټيوب ويلونو، چې د شمسي انرژۍ په ذريعه چليږي، په سیمه کې لویه ستونزه حل کړې، او د اعتماد وړ سیسټم د اتو ګهنټو لپاره په اسانۍ سره کار کولی شي.

چارواکي وايي چې نوې جوړه شوې د خیبر پښتونخواه د خوراکي توکو د خوندیتوب او حلال خوراکي توکو ادارې په ښار کې د چهاپو په دوران کې د سرغړونکو کاروبار بند کړې او په هغوی يې جرمانه لګولې ده.

طالبانو د دې کانفرنس نه بايکاټ وکړو، خو يو شمير ملانو او عالمانو وسله وال نظر اندز کړل او يوه اعلاميه يې خپره کړه او ويې ويل چې 'ترهګري د اسلامي قانون خلاف عمل' دی.

آی ايس پي آر وويل، د چاودېدونکو توکو ډک يو ګاډی، چې پنځه ځانمرګي بريد کوونکي يې وړل، د ايف سي مرکز ته د ننوتلو هڅه وکړه، خو سرتيرو هغوی ودرول او ويې وژل.

سلمان بدیني د پولیسو افسرانو او د هزاره ټولنې د ۱۰۰ نه د زياتو غړو په وژلو کې مطلوب و. چارواکي وايي چې هغه د داعش سره هم تړاو لرلو.

د طالبانو تش په نامه قاضي القضات مولوي عبدالحکیم په یوه لیک کې، چې ادعا کېږي د هغه دی، لیکلي چې دا د طالبانو مسؤلیت دی چې د سولې لپاره د افغانانو د هیلې درناوی وکړي.‌

ښه امنيت د روغتيا ټيمونو ته توان ورکړې چې ماشومانو ته واکسين ورکړي او په ټول پاکستان کې د دې وايرس د ختمولو لپاره کار وکړي.

د سیند د ځنګلونو د ریاست چارواکو په تیره میاشت کې په ۱۳ ګهنټو کې لږ تر لږه د ۱.۱ میلیونو څخه زیات د مينګرو ونې وکرلې، چې د دغه ډیپارټمنټ د ګینیس ورلډ خپل زوړ ریکارډ مات کړو.

چارواکي خبرداری ورکوي چې وسله وال د دين وفادران دهوکه کوي او يا هغوی مجبوروي چې جعلي خيراتي ادارو ته زکات او فطرانه ورکړي -- دا فنډونه وروسته د ضرورت مندو خلکو سره د مرستې په ځای د وسلو او بمونو د اخيستلو لپاره کارول کيږي.

د دې پالیسۍ له مخې، ټولو پبلک او پرايويټ سکولونو له ضروري ده چې د طالب علمانو لپاره د لوبو فعالیتونه او سهولتونه برابر کړي.

چارواکي وايي چې دا باړ به د پولې دواړه غاړو ته د وسله والو تګ راتګ کم کړي او د ښه اړیکو لپاره به لاره هواره کړي.

د ۱۳۵ پخواني وسله والو وروستۍ ډلې، چې زياتره په کې ځوانان دي، په تیره میاشت کې په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرۍ نه د راوړيدلو ټريننګ پای ته ورسولو او د سوداګرۍ پرانیستلو یا له پوځ سره د یوځای کيدلو پلان لري.

بريد کونکی، چې د تحريک لبيک يا رسول الله پاکستان سره تړاو لري، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د زخمي کولو نه وروسته ونيول شو.

کرېملین د تهران د فرقه ییزې اجندا ملاتړ کوي او په دې توګه هڅه کوي چې په منځني ختیځ، افغانستان، منځنۍ اسیا او اخوا خپلې اړیکې بیا قوي کړي.

چارواکو وویل چې دوی د مخدره توکو پر وړاندې د روان عملیاتو د برخې په توګه په سیمه کې د کوکنارو فصلونو ۹۵٪ برخه لرې کړې ده.

د پاکستان امنیتي ځواکونو دوه ځله د دغه فاونډيشن په مرکز باندې چهاپه ووهله او څلور غړي یې د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ قول (آی آر جي سي) سره د اړیکو لرلو او په سوریه کې د جګړې لپاره د پاکستاني شیعه ګانو په دوامداره توګه د ګومارلو له کبله ونیول.

د پاکستان د رسنیو کارمندانو او سازمانونو په کابل کې د دوو وژونکو بمي چاودونو غندنه کړې ده. په دغه چاودنه کې نهه افغان ژورناليستان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

لنډ خبرونه