عباسي غواړي چې د می په پای کې د فاټا اصلاحات پلي کړي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- د ډان خبرې اژانس له مخې، د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي د چهارشنبې په ورځ ( د می په ۲ مه) په قومي اسمبلۍ کې وويل، د پاکستان حکومت غواړي چې د می په ۳۱ مه د حکومت د ختميدو نه مخکې په قامي بهير کې د فاټا شاملول پای ته ورسوي.

عباسي وويل، د فاټا د اصلاحاتو په اړه د ملي تطبیق کمیسون، چې د دغې ورځ په لومړيو کې یې يوه غونډه وکړه، یو شمیر پریکړې وکړې او د اصلاحاتو لپاره يې وخت وټاکلو.

دا اصلاحات به فاټا له خیبر پښتونخواه سره یوځای کړي او دغه سیمه به د هیواد د قانوني او حکومتي جوړښت سره سمه کړي.

عباسي وويل، هغه به په خصوصي توګه د پريکړو په اړه پارلماني مشرانو ته خبر ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500