په بلوچستان کې د سکارو په کان کې د ګيس د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل شول

ای ايف پي

کويټه -- چارواکو د یکشنبې په ورځ (د می په ۶ مه) وويل، د کویټې ښار ته نږدې د سکارو په دوو کانونو کې د ګيس د چاودنې له کبله ۲۳ کسان ووژل شول او ۱۱ نور ژوبل شول.

د شنبې په ورځ (د می په ۵ مه) د غرمې نه لږ وخت مخکې، د کويټې په ختيځ کې په مارواړ کې په يو کان کې د میتهين ګيس له کبله يوه چاونه وشوه چې له کبله یې کان راوغورځیدلو.

جاويد شاه واني، چې د کويټې ډويژن کميشنر دی، وویل، په دغه وخت په کان کې دننه په ۲۵ کسانو کې ۱۶ پر ځای مړه شول، په داسې حال کې چې پاتې کار کونکي وژغورل شول او په هسپتال کې داخل کړی شول.

تقريباََ درې ګهنټې وروسته، لويديځ اړخ ته ۱۵ کيلو ميټره لرې په سپين کاريز کې په ورته حالاتو کې يو کان راوغورځید او نهه کسان په کې دننه ووژل شول.

د کانونو صوبايي وزیر صالح بلوچ ای ايف پي ته وویل چې په دواړو پیښو کې ټول کارکوونکي راويستل شوي او د ژغورنې عملیات پای ته رسیدلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500