د پاکستان قانون جوړونکي متحد دي چې د کورنیو چارو وزیر باندې د برید غندنه وکړي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان خبرې اژانس د دوشنبې په ورځ (د می په ۷ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان د پارلمان غړي يو ځای شول چې د کورنیو چارو د وزیر احسن اقبال د وژلو د هڅې غندنه وکړي او خبرداری يې ورکړو چې دا د راتلونکي انتخاباتو د ځنډولو هڅه کيدی شي.

ااقبال، ۵۹، د یکشنبې په ورځ (د می په ۶ مه) هغه وخت په ښي لاس وويشتل شو کله چې هغه خپل ښار نارووال ته نږدې د يوې عامې غونډې لپاره وتلو. د دوشنبې په ورځ د آپريشن نه وروسته د هغه حالات ښه وو.

د قومي اسمبلۍ او سنيټ غړو د تحقیقاتو او د مرتکبینو د نیولو غوښتنه وکړه.

د قومي اسمبلۍ سپيکر آياز صادق اعلان وکړو چې هغه د ټولو صوبو چيف سيکريټريانو او د پولیسو انسپکټر جنرالانو ته امر کړی چې د ټاکنو نه مخکې د پارلمان د غړو امنیت ډاډمن کړي.

هغه وويل، دا پېښه ډېره بدمرغه وه. هغه زياته کړه چې د مذهب په نامه بريدونه بايد پای ته ورسي.

د اپوزيشن غړو نه يوازې د دغه بريد غندنه وکړه بلکې د حکومت يې هم غندنه وکړه چې د افراطيانو په وړاندې یې د عمل ملي پلان په بشپړ ډول نه دی پلي کړی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500