سياست

پاکستان فاټا د خیبرپښتونخواه سره يو ځای کوي

ای ايف پي

د پاکستان ننداره کونکي د سپتمبر په ۲۱ مه د شمالي وزيرستان په ميران شاه کې د پاکستان اليون او يو کې ميډيا اليون ترمنځ د کرکټ ميچ په دوران کې پلې کارډونه لري. شمالي وزيريستان يو ځل د القاعدې او طالبانو پخوانی مرکز و. نیشنل اسمبلۍ د می په ۲۴ مه د خيبر پښتونخواه سره د فاټا د يو ځاکيدو لپاره يوه مسوده تصویب کړه. [عامر قريشي/ای ايف پي]

د پاکستان ننداره کونکي د سپتمبر په ۲۱ مه د شمالي وزيرستان په ميران شاه کې د پاکستان اليون او يو کې ميډيا اليون ترمنځ د کرکټ ميچ په دوران کې پلې کارډونه لري. شمالي وزيريستان يو ځل د القاعدې او طالبانو پخوانی مرکز و. نیشنل اسمبلۍ د می په ۲۴ مه د خيبر پښتونخواه سره د فاټا د يو ځاکيدو لپاره يوه مسوده تصویب کړه. [عامر قريشي/ای ايف پي]

اسلام آباد --- پاکستان د پنجشنبې په ورځ ( د می په ۲۴ مه) يوه مسوده منظوره کړه چې د فاټا لپاره يې لاره هواره کړه چې په سیاسي بهير کې برخه واخلي او د استعمار دور هغه نظام ختم کړي چې د ډله ايزو سزاګانو اجازت يې ورکوو او اورپکۍ ته يې هوا ورکوله.

د دولتي رسنيو له مخې، په قومي اسمبلۍ کې دننه، ۲۲۹ غړو د دې ترميم په حق کې او يو د دې خلاف رايه ورکړه. ۱۰ غړو په ووټ کې برخه وانه خيستله.

د دې قانون لپاره د سنيټ آخرنۍ منظوري او د صدر دستخط ضروري دی -- چې دا هغه اقدامات دي چې په قومي اسمبلۍ کې د اکثریتي ووټ ترلاسه کولو نه وروسته ضروري ګڼل کيږي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې سنيټ به د دوشنبې په ورځ (د می په ۲۵ مه) د دې مسودې بیاکتنه وکړي.

د دې ترميم مطلب دا دی چې په فاټا کې د استعماري دور قوانین پای ته ورسوي او د دې په ضلعو کې د پاکستان عدالتي نظام قايم کړي او د دې د خلکو لپاره پرمختیایي مرستې زیاتې کړي. که چیرې دا عملي شي، نو فاټا به په رسمي توګه د خیبر پښتونخواه سره يو ځای شي.

نوی ترمیم په پراخه کچه په فاټا کې ولمانځل شو.

د خیبر ایجنسۍ ملک زرنور آفریدي وویل، "دا یوه تاریخي ورځ ده؛ زه ډير زيات خوشحاله يم."

د جنوبي وزيرستان ايجنسۍ سميع الله جان وويل، هغه هيله لري چې په فاټا کې به د پرمختيا په برخه کې زياتوالی وليدل شي.

جان وویل، "دوی به يو شان تعليم، ښه روغتیایي پاملرنه، سړکونه، بجلي، ګيس او اقتصادي فرصتونه ترلاسه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

فاٹا پہ خیبر پختون خواہ کی انظمام د خوش آئند دے۔۔پاکستان حکومت فاٹا دخلقو لپارہ تاریخی فیصلہ اغیستی دہ

ځواب

د فاټا نښلول به خیبر پښتون خوا ته سه ګټه ورسوی

ځواب

مونږ د خيبر پښتونخواه سره د فاټا يو ځای کيدو ته هرکلی وايو

ځواب