پي ايم ايل-اين د فاټا ا و خيبر پښتونخواه د يو ځای کيدو فيصله راتلونکي حکومت ته پريښوده

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د می په ۱۷ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان حکومت د چهار شنبې (د می په ۱۶ مه) پریکړه وکړه چې د خیبر پښتونخواه سره د فاټا د يو ځای کيدو فيصله وځنډوي.

د پاکستان مسلم ليګ - نواز لخوا دا فيصله دا معنا لري چې د خيبر پښتونخواه سره د فاټا يو ځای کيدل به راتلونکی حکومت د عمومي ټاکنو نه وروسته ترسره کړي. د پاکستان مسلم ليګ - نواز حکومت چمتو دی چې د می په ۳۱ مه حکومت پريږدي. عمومي ټاکنې د جولای په مياشت کې ټاکل شوې دي.

د دولتونو او سرحدي سیمو وزیر لیفټننټ جنرل (ريټايرډ) عبدل قادر بلوچ قومي اسمبلۍ ته وویل چې راتلونکی حکومت به دا يوځای کيدل ترسره کړي.

هغه وويل، "په دې اړه هيڅ يو قانون نه دی جوړ شوی، او د فاټا اوسنۍ حالت به قايم پاتې شي."

داسې ښکاري چې دا فيصله د پاکستان مسلم ليګ - نواز د متحدینو جمعیت علماء اسلام (فضل) او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په خوښه رامنځته شوه. دغه دواړه پارټو په کلکه د خيبر پښتونخواه سره د فاټا د يو ځای کيدو غندنه کړې ده او که چيرې دا فيصله مخکې شوې واې نو کيدې شي چې دغه دواړو پارټو په عمومي ټاکنو کې زيان ترلاسه کړې وې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500