کويټه -- ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې په بلوچستان کې د جمعې په ورځ په موټرسايکلو سپارو نامعلومو وسله والو (د اپريل په ۴ مه) شپږ کاراګران په ډزو ووژل او یو کس یې ټپي کړو.
امنيتي سرچينو وويل، بريد کوونکو له تښتېدو څخه مخکې د خاران ډسټرکټ په ليجۍ سيمه کې د ټليفون په ټاور کې په کار کوونکو کارګرانو ډزې وکړې.
سرچينو زياته کړه، دغه ټولو کارګرانو د پنجاب صوبې سره تعلق لرلو.
هیڅ يوې ډلې د دې پیښې مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
په تیرو وختونو کې وسله والو د پنجاب او سيند هغه کارګران په نښه کړې دي کوم چې د بلوچستان په مختلفو سیمو کې کار کوي.