رسنۍ

پاکستاني ژورناليستان د هغه ډلې سره يو ځای کيږي کومه چې د افغانستان د رسنیو په وړاندې د داعش د برید غندنه کوي

د جاويد خان لخوا

ماتم کونکي د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۳۰ مه) په کابل کې د Agence France-Presse د ستر فوټوګرافره شاه مري د جنازې په مراسمو کې راټول شول. نوموړی هغه وخت ووژل شو کله چې هغه د داعش د ځان وژونکي چاودنې په اړه راپور ورکولو. [نصر الله عطار/ای ایف پي ټي وي/ ای ايف پي]

ماتم کونکي د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۳۰ مه) په کابل کې د Agence France-Presse د ستر فوټوګرافره شاه مري د جنازې په مراسمو کې راټول شول. نوموړی هغه وخت ووژل شو کله چې هغه د داعش د ځان وژونکي چاودنې په اړه راپور ورکولو. [نصر الله عطار/ای ایف پي ټي وي/ ای ايف پي]

پیښور -- په پاکستان کې خبریالان د نړیوالې ټولنې سره یو ځای شول چې په کابل کې د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۳۰ مه) د دوو غبرګ ځان وژونکو چاودنو غندنه وکړي. په دغه چاودنو کې لږ تر لږه کې ۲۶ کسان، د نهه ژورناليستانو په شمول، وژل شوې ول.

لومړي ځانمرګي برید کوونکي په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست دفتر ته نږدې ځان ته چاودنه ورکړه. دويمه چاودنه ۲۰ منټه وروسته هغه وخت وشوه کله چې خبریال دغه ځای ته راغلل.

په وژل شوي کسانو کې د ای ايف پي، د آزادۍ ريډيو او د افغانستان خپرونکو ژورنالستانو طلوع نیوز او ۱ ټي وي ژورناليستان شامل ول.

د بې سرحده خبريالانو موسسې دا پیښه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د شکست نه وروسته په افغان رسنیو باندې تر ټولو لويه وژونکي حمله وبلله.

داعش دویم ځانمرګی برید د اپريل په ۳۰ مه په داسې وخت ترسره کړو کله چې ژورناليستان او لومړی غبرګون ښودونکي د برید ځای ته ورسيدل. په لومړۍ چاودنه کې زياتره ملکي خلک وژل شوې ول. [فیسبوک]

داعش دویم ځانمرګی برید د اپريل په ۳۰ مه په داسې وخت ترسره کړو کله چې ژورناليستان او لومړی غبرګون ښودونکي د برید ځای ته ورسيدل. په لومړۍ چاودنه کې زياتره ملکي خلک وژل شوې ول. [فیسبوک]

د اپريل په ۳۰ مه هغه وخت لږ تر لږه ۹ تنه ژورناليستان ووژل شول او شپږ نور سخت ژوبل شول کله چې دوی په کابل کې د داعش له خوا د ادعا شوي ځانمرګي برید په اړه راپور ورکولو. [بې سرحده خبريالان]

د اپريل په ۳۰ مه هغه وخت لږ تر لږه ۹ تنه ژورناليستان ووژل شول او شپږ نور سخت ژوبل شول کله چې دوی په کابل کې د داعش له خوا د ادعا شوي ځانمرګي برید په اړه راپور ورکولو. [بې سرحده خبريالان]

ژورناليستانو د می په لومړۍ نيټه په اسلام آباد کې په نيشنل پريس کلب کې د کلب جهنډا نيمه ښکته وساتله چې د هغه ژورنالستانو په مرګ ماتم وکړي کوم چې په کابل کې د اپريل په ۳۰ مه په ځانمرګي برید کې وژل شوې ول. [د مبارک زيب د فیس بک پيج]

ژورناليستانو د می په لومړۍ نيټه په اسلام آباد کې په نيشنل پريس کلب کې د کلب جهنډا نيمه ښکته وساتله چې د هغه ژورنالستانو په مرګ ماتم وکړي کوم چې په کابل کې د اپريل په ۳۰ مه په ځانمرګي برید کې وژل شوې ول. [د مبارک زيب د فیس بک پيج]

په ورته وخت کې، د دوشنبې په ورځ په بله پیښه کې، د بي بي سي پښتو خبریال، احمد شاه، په خوست صوبه کې په موټر سايکل سپاره د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وويشتل شو، چې په دغه ورځ د وژل شويو ژورنالستانو شمیر ۱۰ کسانو ته ورسېدو.

په نړیواله ټولنه کې ملګرو ملتونو او نورو هيوادونو په کابل کې د دې ظلم، چې داعش يې ادعا کړې ده، غندنه وکړه.

"د ملګرو ملتونو سيکريټری آنټونيو ګوټیرس وویل چې هغه د دې ځانمرګي بریدونو، چې ۴۹ کسان په کې ژوبل شوې ول، له امله "ډير خفا" شو. هغه وويل، "ژورنالیستان قصداََ په نښه کول ... یو ځل بیا هغه خطرونه په ګوته کوي د کومو سره چې د رسنیو مسلکي کارمندان د خپلو اړین کارونو په ترسره کولو کې مخ دي."

د متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو همدا رنګه د دې "ناوړه او وحشيانه برید" غندنه وکړه.

يوه 'غمجنه او د خفګان ورځ'

په ټول پاکستان کې ژورناليستانو د دغه قتل عام، چې د بشري حقوقو د څار سازمان د "جنګي جرم" په توګه ګڼلی دی، غندنه وکړه.

آمنه خان، چې په پېښور کې یوه ځوانه ښځینه ژورنالیسته ده، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا د افغانستان لپاره یوه غمجنه او د خفګان ورځ وه."

آمنه وويل، "موږ په تيرو کې ورته درد زغملی دی، نو ځکه موږ د هغو درد محسوسوو."

حامد مير، چې په اسلام آباد کې يو ژورناليست او د جيو ټي وي اينکر دی، وويل، "دا په افغانستان کې د ژورناليستانو لپاره ډيره غمجنه ورځ ده. الله تعالی دې د ميډيا د ټولو شهيدانو روح ته سکون ورکړي. الله دې په ټوله سیمه کې سوله راولي."

په پاکستان کې د مسلکي ژورنالیزم موسسې، په پاکستان کې د ژورناليستانو د فدرالي اتحادیې په ګډون، په دغه غندنه کې برخه واخيستله او په سیمه کې يې د ټولو ژورنالستانو د زيات امنیت غوښتنه وکړه.

په راولپنډۍ او اسلام آباد کې د ژورنالستانو اتحادیې د دوشنبې په ورځ د يو پروګرام انتظام وکړو چې په افغانستان کې وژل شويو ژورنالستانو ته باج ورکړي.

اقبال خټک، چې په اسلام آباد کې د فريډم نيټ ورک ايګزيکيټيو ډايريکټر دی، وويل، "فريډم نيټ ورک د ډیرو زړورو افغان ژورنالستانو د وژلو له امله صدمه ترلاسه کړه ... او د آزاد افغان ميډيا په خفګان او درد کې شريک دي." فريډم نيټ ورک په پاکستان کې د ژورنالستانو د خوندیتوب او حقونو لپاره کار کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، دغه دوه غبرګ ځان وژونکي چاودنې هر چا ته دا خبره رايادوي چې نه يوازې په افغانستان بلکې په پاکستان کې ژورناليزم څومره خطرناک کار دی.

زيات امنیت ته ضرورت دی

د پیښور پریس کلب پخواني جنرل سيکريټري، یوسف علی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ، پاکستاني ژورناليستان په مساوي توګه غمجن یو او په افغانستان کې د ژورنالستانو د وژلو په اړه اندیښمن یو."

علي وویل، "پکار ده چې د ژورنالستانو لپاره د زيات خونديتوب او د مسلکي زدکړو انتظام وکړې شي. د رسنیو د سازمانونو مالکانو له پکار ده چې په پاکستان او افغانستان کې، چيرته چې ژورناليزم آسان کار نه دی، د رسنیو کارمندانو ته امنیت او بیمې چمتو کړي.

اسلام الدين ساجد، چې په اسلام آباد کې د تلویزیون ژورنالست او امنیتي خبریال دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ په کابل کې د ژورناليستانو پر وړاندې د وحشيانه او ظالمانه برید غندنه کوو او د افغان ملګرو سره د پيوستون څرګندونه کوو."

ساجد وويل، "موږ په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په بهير کې يو شمېر همکاران له لاسه ورکړي، او لا تر اوسه پورې په دواړو هېوادونو کې د ژورناليستانو لپاره امنيت نشته."

ساجد وویل، "سیمه ایز او نړیوال ميډيا له پکار ده چې د عادي او ورځپاڼو د خبريالانو او د هغوی د کورنیو لپاره ډیر څه وکړي، په داسې حال کې چې په هغوی باندې برید وشي او يا هغوی د ګواښ سره مخامخ شي."

اظهار الله، چې په پېښور کې يو ژونالست دی او د نړیوالو رسنیو سازمان لپاره کار کوي، پاکستان فارورډ ته وویل، "دولتونه باید په خپلو سيمو کې د ژورنالستانو خونديتوب او امنيت یقیني کړي او هغه کسان دې ښکاره کړی شي او هغوی ته دې سزا ورکړل شي کوم چې د ژورنالستانو په ګواښونو او وژنو کې ښکیل دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډيره شه تبصره ده پکار دي چي په پاکستان او باالخصوص په بلوچستان او پشتونخواه کي د پاکستان امنيتې ځواکونو او استخباراتي اداروں لخوا چي و خبريالانو ته کومي ستونځي پښي دي او خبريالان هره ورځ ورسره مخ وي په هکله هم يوه تبصره خپره کړي

ځواب