واشنګټن، ډي سي -- "د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، هيتر ناورټ، د سه شنبې په ورځ (د می په ۲۹ مه) په یوې مطبوعاتي اعلاميه کې وویل، "متحده آیالات په ټول هیواد کې د آزاد، عادلانه، شفاف او اعتماد وړ ټولټاکنو ملاتړ کوي، لکه څنګه چې مونږ په ټوله نړۍ کې په نورو هيوادونو کې کوو."
هغې په پاکستان کې د راتلونکي عمومي ټولټاکنو، چې د جولای په ۲۵ مه به ترسره کيږي، په اړه د جیو ټي وي د يو خبریال د سوال په ځواب کې دا خبرې وکړې.
هغې وويل، متحده ايالاتو د نړيوالو همکارانو سره د پاکستان د ۲۰۱۷ کال د ټاکنيزو اصلاحاتو د قانون په پلي کولو کې مرسته کړې ده.
هغې وویل، "زما پوهه دا ده چې دا به لومړی ځل وي چې دا قانون به د دې ټاکنو لپاره په اغیزمن ډول پلي شي. موږ هیله لرو چې نوی جامع او شفاف قانوني چوکاټ به په جمهوري توګه متخب شوې حکومت ته د ملکي واک په سوله ايز انتقال کې مرسته وکړي."