د ښځو حقوق

پاکستانۍ ښځې په جمهوريت کې په زياتيدونکې رول کې دلچسپي اخلي

د جاويد خان لخوا

یوه ښځه د اکتوبر په ۲۶ مه په پیښور کې د اين ای -۴ لپاره په ضمني ټاکنو کې خپله رایه ورکوي. [جاوید خان]

یوه ښځه د اکتوبر په ۲۶ مه په پیښور کې د اين ای -۴ لپاره په ضمني ټاکنو کې خپله رایه ورکوي. [جاوید خان]

پیښور -- پاکستانۍ ښځې په ټاکنیز بهیر کې زیاته ونډه ترلاسه کوي، چې په دې کې د ټاکل شویو پوستونو لپاره مبارزه او د کمپاینونو انتظام کول شامل دي.

د ۲۰۱۳ کال په ټولټاکنو کې، د ټول پاکستان څخه ۱۴۷ ښځو د ملي شورا د سيټونو لپاره مقابله کړې وه، او له ۳۰۰ څخه زیات کسانو د ولايتي شورا د سيټونو غوښتنه کړې وه. په دې کې، شپږ ښځې د ملي شورا لپاره وټاکل شوې او د ولايتي شوراګانو لپاره لس نورې ښځې وټاکل شوې.

د ښځینه نوماندانو شمیر په زیاتيدو دی: ۷۳ ښځو په ۲۰۰۸ کال کې د سيټونو غوښتنه کړې وه او ۵۷ ښځو د ۲۰۰۲ په ټولټاکنو کې برخه اخيستې وه.

دا پرمختګ د هغه قانون له کبله رامنځته شو کوم چې په ځانګړي ډول په ملي شورا، سينيټ او ولايتي شوراګانو کې د ښځو لپاره یو شمیر سيټونه ځانګړي کوي. يو شمير ښځې د مرکزي او ولايتي حکومتونو په کابینه کې کار کوي.

ښځې په کمپاین کې مخکې دي

سږکال په لاهور کې د اين ای -۱۲۰ سيټ لپاره په ټاکنو کې، دوه ښځو د سپتمبر په ۱۷ مه په ټاکنو کې وروسته له هغې له يو بل سره مقابله وکړه کله چې ميا محمد نواز شریف، نا اهل شوی وزيراعظم، د وزيراعظمۍ نه لرې کړی شو.

د پاکستان مسلم لیګ نواز بیګم کلثوم نواز شریف، د پخواني وزيراعظم مېرمن، د ۶۱،۷۴۵ ووټونو سره کاميابي ترلاسه کړه. د پاکستان تحریک انصاف، د هغې مخالفه کانديده، ډاکټر یاسمین راشد، ۴۷،۰۹۹ ووټونه ترلاسه کړل.

د کلثوم نواز لپاره کمپاین د هغې لور، مریم نواز، ترسره کړو.

په ځانګړې توګه، په دغه ټاکنو کې په نارینه کانديدانو کې هيڅ يو کس هم د ۷۲۰۰ نه زيات ووټونه نه و ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د ښځو لوی شمیر په فعاله توګه د اکتوبر په ۲۶ مه د پېښور اين ای -۴ د ضمني ټاکنو لپاره په کمپاینونو کې برخه اخیستې وه.

پلوشه عباس، چې سياسي کارکوونکي ده، وويل: "په دې بهير کې د ښځو ونډه ډېره مناسبه وه، او يوازنۍ مسله دا وه چې زياتره ښځو خپل شناختي کارډونه نه لرل کوم چې د رايې ورکولو لپاره اړين دي. "

هغې او نورو ښځو د خپلو کاندیدانو لپاره د رایې ورکولو نه مخکې کمپاین ترسره کړو.

عباس پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د سپتمبر په ټاکنو کې دوه ښځينه کانديدانې وليدلې چې د این ای -۱۲۰ لپاره يې د يو بل سره مقابله وکړه، او موږ باور لرو چې موږ به ژر په خپله صوبه کې داسې سیالي وګورو." هغه زياته کړه، ښځو له پکار ده چې ښه تعليم ترلاسه کړي چې د رایې ورکولو اهمیت وپیژني.

اشرف خان، چې د اين ای -۴ پيښور يو سیاسي کارکونکې دی، پاکستان فارورډ ته وویل: "نه یوازې ښځینه رایه ورکوونکي د اکتوبر په ۲۶ مه په ضمني ټاکنو کې د پیښور په ټاکنیزه حوزه کې د رایې ورکولو ځايونو ته راغلل، بلکې ډيرې میرمنو د خپلو کاندیدانو لپاره کمپاینونه هم ترسره کړل."

هغه زياته کړه، ځينو ښځو په روايتي بورقو کې کمپاين ترسره کړو چې زياتې ښځينه رايه ورکوونکي راجلب کړي.

اصلاحاتو او نورو هڅو ته ضرورت دی

په پاکستان کې ښځو د اګست په مياشت کې د هغه ستر نوښت هرکلی وکړو کوم چې په ټول ټاکنو کې د ښځو په ګډون باندې زور ورکوي. ملي شورا د اګست په مياشت کې د ټولټاکنو د اصلاحاتو قانون منظور کړې و.

دا قانون يو شمير اقدامات لري چې موخه یې په ټاکنو کې د ښځو ګډون ته وده ورکول دي او په دې کې د سیاسي ګوندونو لپاره دا اړينه ده چې د عمومي څوکیو لپاره لږ تر لږه ٪۵ ټکټونه ښځو ته ورکړي.

دا قانون په ۲۰۱۴ کال کې د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ۳۳ غړو پارلماني کمیټې د وړاندیزونو پر اساس جوړ کړی شو. دغه کمیټۍ ۱۱۸ غونډې ترسره کړې او د ټاکنو په بهیر کې يې د ۱۰۵ ترميمونو وړاندېز وکړو.

د نوښار شاهده شاه کاکاخېل، چې د ښځو د حقونو لپاره يوې موسسې 'خور' بنسټ ايښودونکې ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "پکار ده چې نه يوازې رايه ورکوونکي، کارکوونکي، حکومتي ادارې بلکې د سياسي پارټو مشران هم د هغه ښځو حوصله افزايي وکړي کوم چې د خپلو مسلو په اړه ښه پوهیږي او کوم چې په فعال ډول د ښځو د حقونو لپاره کار کوي."

هغې وويل: "په ټاکنيز بهير کې د ښځو ګډون يوازې د اصلاحاتو او د سياسي ګوندونو او حکومت د ښه هڅې له لارې ښه کيدی شي."

هغې وویل: "د رايې ورکولو حق او د سیالۍ حق او د رايې ورکولو په مرکزونو کې د ښځو د رايې ورکولو لپاره سهولتونه چمتو کول به نور هم د ټاکنو په بهير کې د هغوی رول د رايې ورکوونکو او نوماندانو په توګه پیاوړی کړي."

سربیره پردې، حکومت له پکار ده چې د رجسټريشن او د نوم لیکنې فورمه نوره هم ساده کړي چې په ټول ټاکنو کې د قبایلي سیمو او د خیبر پختونخواه د لرې پرتو سیمو د میرمنو ونډه زياته کړی شي.

په سياست کې د ښځو رول ته وده ورکول

شاد بيګم، چې په دير کې د ښځو د حقونو يوه فعاله او د چلند او پوهې د بدلون ټولنې بنسټ ايښودونکي ده، پاکستان فارورډ ته وويل، د ټاکنیزو اصلاحاتو په بل کې، چې ټولو سياسي ګوندونو منظور کړی دی، د ښځو لپاره لږ تر لږه ٪۵ ټکټونه خوندي کول ډيره د حوصله افزايۍ خبره ده او دا به په سیاست کې د میرمنو رول ته وده ورکړي.

بيګم وويل، حکومتي ادارو او مدني ټولنو له پکار ده چې د ټاکنو نه مخکې د پوهاوي کمپاينونه ترسره کړي، په ځانګړي توګه په لرې پرتو قبايلي او ښاري سيمو کې، چې خلک د کانديدانو او رايه ورکوونکو په توګه د ښځو د فعال رول په اړه خبر کړي.

هغې وويل، په لېرې پرتو سيمو او ښارونو کې د ښځو لپاره د رايې ورکولو بيل ځايونه، چې ځانګړي دروازې لري، کولی شي چې په ټاکنو کې د ښځو ګډون زيات کړي.

هغې وويل: "د ټاکنو کميسیون له پکار ده چې په سيمه ييزو عناصرو باندې نظر وساتي چې دوی په محافظه کارو سيمو کې د رايو ورکوونکو مخه ونه نيسي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500