زده کړه

'د هېڅ شي اجازه نشته': افغان میرمنې د ملګرو ملتونو په استیناف کې د تعلیم د حقونو غوښتنه کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

په بورقه کې پټو افغان ښځو د اګست په ۱۲مه په مزارشریف کې د زده کړې د حق لپاره په يوې مظاهره کې پلی کارډونه نیولي دي. [عاطف آریان/ای اېف پي]

په بورقه کې پټو افغان ښځو د اګست په ۱۲مه په مزارشریف کې د زده کړې د حق لپاره په يوې مظاهره کې پلی کارډونه نیولي دي. [عاطف آریان/ای اېف پي]

ملګري ملتونه -- د انجینرۍ زده کونکي سمیه فاروقي دوه کاله وړاندې خپلو زده کړو ته د دوام ورکولو لپاره تېښتې ته اړه شوه وروسته له هغې چې له ۱.۱ میلیونو څخه ډېرې جينکۍ او میرمنې له سکولونو او يونيورسټو څخه منع شوې.

ياده ۲۱کلنه جينۍ، چې اوس په متحده ایالاتو کې ژوند کوي، د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۱۵مه) د دغه بحران سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو (يو اېن) زده کړې لخوا د پېل شوي کمپاین، تعليم انتظار نشي کولی، يوه مهمه برخه ده.

د AfghanGirlsVoices# تر شعار لاندې، دا کمپاين په نړېواله کچه غوښتنه کوي چې د ټولو افغان جينکو او ښځو د زده کړې د حق درناوی وشي.

بې شمېره جينکۍ او میرمنې د مخکې نه خپلو زده کړو ته د دوام ورکولو لپاره له هېواده تللو ته مجبورې شوې دي.

سمیه فاروقي، چې د افغان جينکو د روبوټیک ټیم پخوانۍ کپتانه ده، اوس د ملګرو ملتونو د کمپاين "تعليم انتظار نشي کولی" يوه مهمه برخه ده چې دغه کمپاین د اګست په ۱۵مه د AfghanGirlsVoices# تر شعار لاندې پېل شوی دی. فاروقي د فبرورۍ په ۱۸مه په ټولنیزو رسنیو کې د خپور شوي عکس لپاره تصوير اوباسي. [سمیه فاروقي/اېکس (پخوانی ټویټر)]

سمیه فاروقي، چې د افغان جينکو د روبوټیک ټیم پخوانۍ کپتانه ده، اوس د ملګرو ملتونو د کمپاين "تعليم انتظار نشي کولی" يوه مهمه برخه ده چې دغه کمپاین د اګست په ۱۵مه د AfghanGirlsVoices# تر شعار لاندې پېل شوی دی. فاروقي د فبرورۍ په ۱۸مه په ټولنیزو رسنیو کې د خپور شوي عکس لپاره تصوير اوباسي. [سمیه فاروقي/اېکس (پخوانی ټویټر)]

فاروقي، د بیلګې په توګه، په قطر کې هايي سکول پای ته ورسولو وروسته له دې چې هغې او د هغې د روبوټکس ټیم نهه نورو جيبنکو، "د افغان ډریمرز،" افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې پریښودو.

اوس، هغه د قطر په سکالرشپ سره د کالیفورنیا په ساکرامنټو سټېټ يونيورسټۍ کې د انجینرۍ په دوهم کال کې زده کړه کوي.

فاروقي د ټیلیفون له لارې ای اېف پي ته وویل، "دا کمپاین د دې لپاره دی چې په افغانستان کې جينکو او د هغوی د تعليم مسلو ته بيا د نړۍ پام راواړوي."

هغې زیاته کړه، "داسې ښکاري چې افغانستان هېر کړل شوی دی."

'د جنسیت تبعیض'

د زده کړې او کارموندنې په ګډون، د افغان عامه ژوند څخه د ښځو په بشپړه توګه ویستل یوه لویه مسله جوړه شوې چې لامله یې نړېواله ټولنه د افغانستان واکمنان د مرستې او په رسمي توګه د پیژندلو څخه منع کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، "د نړۍ په لسګونو هېوادونه دا څرګند نظر لري-- چې د نورو عادي اړیکو لپاره به لاره بنده شي... که چیرې د جينکو او ښځو او نورو حقونو په حقيقت کې ملاتړ ونه شي."

د ملګرو ملتونو یو راپور په تېره میاشت کې وموندل، په افغانستان کې د ښځو او جينکو لپاره حالات "په نړېواله کچه تر ټولو بدتره دي." په دې راپور کې ويل شوي چې موجوده پالیسۍ ممکن "جنسیتي توپیر" رامنځته کړي.

د برتانیې پخواني وزیر اعظم ګورډن براون د سه شنبې په ورځ د ویډیو غونډې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، په حقیقت کې، په افغانستان کې د ښځو د حقونو حالت "باید د بشریت پر ضد جرم په توګه وګڼل شي، او دا باید د نړېوالې جنایي محکمې لخوا محاکمه شي."

'د آزادۍ لپاره تعلیم مهم دی'

د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر میاشت کې، چارواکو جينکۍ سيکنډري سکول ته له تلو څخه منع کړې مخکې لدې چې دوی د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې د دوی لپاره د يونيورسټۍ دروازې بندې کړې او بیا يې په کاري ځواک کې د دوی په ګډون په سختۍ سره بندیز ولګوو.

هغې ای اېف پي ته وویل، د فاروقي لپاره، دا حالات د زغملو وړ ندي: "موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې [جينکۍ او میرمنې] مساوي فرصتونو ولري، زده کړې ته لاسرسي ولري، ځکه چې تعلیم د ازادۍ لپاره مهم دی."

هغې د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په یو بیان کې وضاحت وکړو، "جينکۍ له عامه ځایونو څخه منع شوي دي: سکولونه، جیمونه، پارکونه، د دوی لپاره د هېڅ شي اجازه نشته، یوازې په کور کې د پاتې کېدو اجازه لري."

هغې ای اېف پي ته وویل، د ډېرو کورنیو لپاره، د دوی د لوڼو لپاره یوازینۍ لاره واده دی، "د دوی رضایت په پام کې له نیولو پرته." هغې زیاته کړه چې د هغې د ټولګي ډېرې ملګري واده کولو ته اړ شوي دي.

هغې په يو بیان کې وویل، خپګان په پراخه کچه شتون لري. په تېرو دوو کلونو کې د جينکو لپاره د ځان وژنې کچه ډېره لوړه شوې ده. دا یوه غمجنه خبره ده."

د تعليم انتظار نشي کولی په نوم کمپاین موخه لري چې د ټولنیزو رسنیو له لارې په راتلونکې میاشت کې د دې مسلې په اړه نړېواله پوهه لوړه کړي، چې د افغان جينکو او ښځو غږونه به پورته کړي، پداسې حال کې چې د نړۍ مشران به د سپتمبر په ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لپاره راټول شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500