تجزيه

افغانانو یوازې په دوو کالو کې د لسیزو پرمختګونه له لاسه ورکړل

د حمزه لخوا

افغان میرمنې د جولای په ۱۹مه د کابل په شهرنو سیمه کې د ښکلا په سیلون کې د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي. [ای اېف پي]

افغان میرمنې د جولای په ۱۹مه د کابل په شهرنو سیمه کې د ښکلا په سیلون کې د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي. [ای اېف پي]

کابل -- کتونکي وایي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان اقتصادي، سیاسي او تعلیمي لاسته راوړنې ټولې په تېرو دوو کلونو کې له منځه وړل شوي دي.

په اجراییوي کچه د ستراتیژیک اقتصادي پلان نشتوالی له هېواد څخه غربت او د مادي او بشري شتمنیو وتلو لامل شوی، چې افغانستان یې په دوامداره توګه د بشري او اقتصادي بحران سره مخ کړی.

په کابل کې د اقتصادي چارو یو تجزيه کار شاکر یعقوبي سلام ټایمز ته وویل، "افغانستان په تېرو دوو کلونو کې په مختلفو برخو کې -- په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې -- په ودې او پرمختګ کې زوال ترلاسه کړی دی."

یعقوبي وویل، "اقتصاد په څو برخو کې د زوال سره مخ شوی، پداسې حال کې چې په لوږه، فقر او بیکارۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د ملګرو ملتونو له مخې، له ۲۸ ملیونه څخه ډېر خلک بشري مرستې ته اړتیا لري، او له شپږ ملیونو څخه ډېر نور د قحط سره مخ دي."

افغان میرمنې د اپرېل په ۱۳مه په کابل کې د روژې په مبارکه میاشت کې له یوې خیریه موسسې څخه وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان میرمنې د اپرېل په ۱۳مه په کابل کې د روژې په مبارکه میاشت کې له یوې خیریه موسسې څخه وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

نړېوال بېنک اټکل کوي چې د هېواد ټول نفوس په ۲۰۲۲ کال کې ۴۱.۱ ملیونه و.

هغه وویل، "ډېرې اقتصادي او پراختیایي پروژې چې د نړېوالې ټولنې په مالي مرستې پلي کېدې... یا د بجټ او ظرفیت د نشتوالي له امله لغوه شوي یا ځنډول شوي دي."

"د هېواد د پرمختګ، ودې او اقتصادي پرمختګ لپاره هېڅ پلان شتون نلري."

هغه وویل، "د ستراتیژیکو اقتصادي او سوداګریزو پروګرام نشتوالی... د ٪۹۷ څخه ډېره د بې وزلۍ لامل شوی. سرمايه کاري او تجارت کم شوی او سوداګرۍ یې مجبوره کړې چې له هېواد څخه خپله سرمايه کاري وباسي او په بهر کې سرمايه کاري وکړي."

په جرمني کې د افغانستان د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ خونې مخکیني غړي او اقتصادي شنونکي عذرش حافظي وویل، "په تېرو دوو کلونو کې بې وزلي او بیکاري زیاته شوې ده."

حافظي وویل، "موږ د خوارځواکۍ او لوږې بې ساري کچه لیدلې... خلکو حتی خپلو کورنیو ته د خوراک چمتو کولو لپاره خپلې ګردې او ماشومان خرڅ کړي دي. حالات له دې څخه بدتره نشي کېدې. "

"که دا نړیوالې مرستې نه وې، نو یو بشري بحران به ممکن "د ملیونونو خلکو د ژوند د ضايع کېدو لامل شوی و."

حافظي وویل، "د افغانستان جي ډي پي او د سړي سر عاید په ترتیب سره [د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې] د ۳۵ او ۵۰ فيصده پورې کم شوی دی." هغه زیاته کړه چې د پیرودلو ځواک هم کم شوی دی.

لاسته راوړنې له لاسه ورکړل شوي

په کابل کې د يونيورسټۍ یو پروفيسر فهیم چکري سلام ټایمز ته وویل، بې کاري د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې له ٪۵۰ څخه تر ٪۷۴ پورې لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې ډېر تعليم يافته افغانان هڅه کوي چې له هېواده وتښتي.

هغه وویل، "په تیرو دوو کلونو کې د يونيورسټۍ څلور سوه پروفیسوران یوازې له هېواده تښتیدلي دي."

"له بده مرغه، نن ورځ افغانستان په چټکۍ سره د کارپوهانو د هیواد پریښودلو لامله خپل مالي او بشري شتمنۍ له لاسه ورکوي. د نن ورځې برعکس، دوه کاله مخکې، دغه کارپوهانو د افغانستان د پراختیا لپاره سختې هڅې کولې."

چکري وویل، "یو هېواد کولی شي وده او پرمختګ ترلاسه کړي کله چې دا پرمختیایي بودیجه ولري. اوسنی حکومت یوازې عملیاتي بودیجه لري خو د پراختیایي پروژو لپاره هېڅ بودیجه نلري."

په جرمني کې د يونيورسټۍ یو پروفيسر او سیاسي تجزيه کار اسحاق اتمر وویل، دوه کاله مخکې، "عامه خدمتونه په منظم ډول وړاندې کېدل، او هر افغان سړي او ښځې حق لرلو چې په جمهوري پروسو کې رايه ورکړي او وټاکل شي، او حکومت د حساب ورکولو وړ و."

اتمر وویل، "له بده مرغه، نن ورځ داسې نه ده."

هغه زیاته کړه، "هلکانو او جينکو دواړو تاریخي او ښه فرصتونه لرل چې د ملیونونو ځوانانو سره خپلې زده کړې تعقیب کړي چې سکولونو او يونيورسټو ته ځي، پداسې حال کې چې د ټولنې د تعلیمي غړو شمېر خورا ډېر شو."

"زموږ په ټولنه کې یو بې ساري او تاریخي بدلون رامنځته شوی، خو نن ورځ موږ د هغې بېرته ګرځیدل ګورو، او زموږ ټولې تاریخي او طلايي لاسته راوړنې له منځه تللي."

میرمنو ډیرې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي.

په ترکي کې مېشت د ښځو د حقونو یو فعالې او د لوړو زده کړو پخواني معاونې سوریا پیکان وویل، "په تېرو دوو لسیزو کې [د ۲۰۲۱ کال د اګست څخه مخکې]، افغان میرمنو په لومړي ځل خپلو طبیعي، بشري او اسلامي حقونو ته لاسرسي وموندله."

"افغان ښځو او جينکو ته د تعلیم او کار حق ورکړل شوی و... له لسو میلیونو څخه ډېر هلکان او جينکۍ سکولونو ته تلې، او په زرګونو جينکۍ له يونيورسټو څخه فارغې شوې."

هغې وویل، "افغان ښځو او جينکو په ټولنه کې یو مشهور حضور لرلو او د وزیرانو، ګورنرانو، مرستیالانو، نايب وزیرانو، ډايريکټرانو او ججانو په توګه وګمارل شول او په پارلمان کې وټاکل شول، خو له بده مرغه، تاریخ خپل ځان په تېرو دوو کلونو کې تکرار کړو او د ښځو ټولې لاسته راوړنې له لاسه ورکړل شوې."

پیکان وویل، نن ورځ افغانې جينکۍ د زده کړې د خپل حق څخه محرومه دي، چي په پايله کي دوی جلا شوي او په کور کې بند پاتې شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500