د ښځو حقوق

ځوانې افغان ښځې د طالبانو 'د تیارې وخت' ته د بيرته ستنيدو احتمال ردوي

د عمر له خوا

د هغه نسل برعکس چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی شوی او دې ته اړ شوی و چې د هغې د شريعت سخت تفسیر ومني، دغه نوې نسل د جنډر د مساواتو لپاره په کلکه مبارزه کړې او لوی پرمختګ یې کړی دی. [عمر]

هرات -- له هغه وخت راهيسې کله چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبان رانسکور شول، د تعلیم یافته افغانانو يو نوی نسل راپورته شوی چې هیڅکله یې د دغه ډلې لاندې ژوند نه دی تير کړی او يوازې يې د هغه څه له لارې پيژني کوم چې دوی په تلویزیون کې اوریدلي یا لیدلي دي.

د دغه نسل برعکس چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی شوی او دې ته اړ شوی و چې د هغې د شريعت سخت تفسیر ومني، دغه نوي نسل د جنډر مساواتو لپاره په کلکه مبارزه کړې او د پام وړ پرمختګ یې کړی دی.

نن ورځ، جينکۍ سکولونو ته تللی شي او د يونيورسټۍ سندونه ترلاسه کولی شي، او ښځې د کور څخه بهر کار کولی شي. ښځې د وزیرانو او ګورانرانو په توګه دنده هم لري او د قاضیانو، پولیس افسرانو او سرتیرو په توګه دنده ترسره کوي.

خو د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض تاریخ اوس هم د اندیښنې لامل دی. ځینې کسان وېره لری چې که طالبان د حکومت یوه برخه جوړه شي نو د ښځو حقونه د افغانستان د سولې د خبرو اترو له کبله زيانمن کيدی شي.

افغانې میرمنې د فبرورۍ په ۱۵ مه په هرات ښار کې د تکواندو په مشق کې برخه اخلي. [عمر/ سلام ټایمز]

افغانې میرمنې د فبرورۍ په ۱۵ مه په هرات ښار کې د تکواندو په مشق کې برخه اخلي. [عمر/ سلام ټایمز]

د افغانو جينکو د روباټیک ټیم غړي د فبرورۍ په ۱۱ مه په هرات ښار کې په یوې پروژه کار کوي. [عمر/ سلام ټایمز]

د افغانو جينکو د روباټیک ټیم غړي د فبرورۍ په ۱۱ مه په هرات ښار کې په یوې پروژه کار کوي. [عمر/ سلام ټایمز]

سوميه فاروقي، ۱۷ کلنه، چې د افغان روبات جوړونکو جينکو د ټیم غړي ده، وويل، که چیرې داسې وشي، نو طالبان باید [مونږ] د خپلې واکمنۍ د تیارې وختونو ته بیرته ستانه نه کړي."

هغې وویل، "افغانستان بدل شوی دی، او دغه هیواد په تیرو ۲۰ کلونو کې ډیرې لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي."

د روبات جوړونکو ټیم په دې وروستیو کلونو کې نړیوال شهرت ترلاسه کړی دی، او د ټیم غړو، چې د "ټیکنالوژۍ سفیر" په توګه ستايل شوي دي، د نړۍ له مشرانو سره ولیدل کله چې دوی په نړیوالو سیالیو کې د برخې اخیستلو لپاره سفر کولو.

سومیه وویل، کله چې طالبان افغان ټولنې ته بیا ننوځي، نو روبات جوړونکی ټیم چمتو دی چې د طالبانو لوڼې ومني او دوی ته وښيي چې څنګه روبات جوړ کړي او څنګه د کمپیوټر لوبې ډیزاین کړي.

فرزانه خاوري، ۱۹ کلنه، چې د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم غړي ده، وویل، د طالبانو سوچ او فکر نن په افغانستان کې هیڅ ځای نه لري.

هغې وویل، "کله چې زه وزیږیدلم، نو د دوی قانون ختم شوی و او زموږ په سیمه کې هیڅ طالب جنګیالي نه وو." "ما دوی یوازې په تلویزیون کې لیدلي دي."

هغې زیاته کړه، "ما په خپل ژوند کې د ودې لپاره ښه فرصتونه لرل." "اوس، زه يونيورسټۍ ته ځم او لوبې کوم. زه هيله لرم کله چې طالبان بیرته راشي، دوی به زموږ شرطونه ومني او دا چې موږ به د تیارې وختونو ته بیرته لاړ نه شو. "

متحده ایالاتو د مارچ په ۲۳ مه ژمنه وکړه چې په تیرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د شويو پرمختګونو ساتنه وکړي، په داسې حال کې چې په هیواد کې د سولې لپاره هڅې کوي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیر لینډا تومس ګرینفیلډ د افغانستان په اړه د یوې بحث په دوران کې د ملګرو ملتونو امنیتي شورا ته وویل، "که چیرې افغانستان غواړي چې د نړیوالې ټولنې دوامداره سیاسي او مالي ملاتړ يقيني کړي نو هره موافقه باید د دوی لاسته راوړنې وساتي . موږ به په دې مسله کې خپل دريځ هيڅکله بدل نه کړو."

طالبان باید 'نوی حقیقت' ومني

افغانې تعليم يافته جينکۍ چې د خپلو ټولنو په بدلون کې يې رغنده رول لوبولی دی ټینګار کوي چې طالبان، که چيرې دوی د سولې پروسې له لارې له حکومت سره یو ځای شي، په ټولنه کې د ښځو لاسته راوړنې او د هغوی رول له پامه ونه غورځوي.

زکيه خدادي، ۱۸ کلنه، چې د افغانستان د تکواندو د نيم ملي ټیم غړي ده، وویل چې جينکۍ به هیڅکله هغه ډول سوله ونه مني چې دوی بیرته تیر وخت ته ستانه کوي او د خپلو کورونو پورې يې محدود ساتي.

هغې وویل، "د افغانستان خلکو، په ځانګړي توګه میرمنو، په مختلفو برخو کې لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي، او دوی لا ډیر پرمختګ کوي." "له همدې امله، طالبان باید د ښځو او جينکو د محدودولو پرځای اوسني حالات ومني."

هغې وویل، ټول افغان ځوانان د اوږد مهاله سولې هیله لري چې دوی د ذهني سکون سره زده کړه وکړي او لوبې وکړي.

الهام منصوري، ۱۷ کلنه، چې د روبات جوړونکي ټيم یوه غړي ده، وویل، "که چيرې طالبان غواړي چې د سولې په بهانه بیرته واک ترلاسه کړي او د جينکو پرمختګ ودروي، نو دا ډول سوله زموږ لپاره د منلو وړ نه ده."

هغې وویل، "موږ به د خپلو لاسته راوړنو لپاره مبارزه وکړو."

"سوله به یوازې هغه وخت دوام ولري که چيرې دا د ښځو حقونه او لاسته راوړنې خوندي کولی شي. هغې زیاته کړه چې طالبان د دې نوي حقيقت د منلو پرته بله چاره نه لري.

فلورنس پويا، ۱۶ کلنه، چې د روبات جوړونکي ټيم یوه بله غړي ده، وویل، "ما هیڅکله طالبان نږدې نه دي لیدلي، خو هیله لرم که زه يې وينم، نو دوی به زما د تعلیم او کار مخه ونه نيسي."

هغې وویل چې افغانستان او نوره نړۍ په تیرو ۲۰ کلونو کې بدله شوې ده. هغې یادونه وکړه، که چیرې په طالبانو کې بدلون نه وي راغلی، "نو دوی به ناکامه شي."

په لاسته راوړنو 'جوړجاړی نه شي کيدی'

د هرات صوبې سیمه ایز چارواکي ټینګار کوي چې د جينکو او ښځو لاسته راوړنو ساتل له طالبانو سره په خبرو کې د حکومت "مهمه نکته" ده او په دغه لاسته راوړنو جوړ جاړی نه شي کيدی.

د هرات د ګورنر مرستیال مونيسا حسن زاده وویل، "د هرات په صوبه او ټول هیواد کې میرمنې د سولې په خبرو کې د خپلو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره خپل غږ پورته کړی او هیڅ څوک یې غلی کولی نه شي."

هغې وویل، د ښځو لاسته راوړنې او حقونه خوندي کول د حکومت او د افغانستان د خلکو لخوا د سولې په خبرو کې "مهمه نکته" ده.

هغې زیاته کړه، طالبانو ته باید اجازه ور نکړل شي چې د ښځو د کار، زده کړې او سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو مخه ونيسي.

د هرات د صوبايي شورا غړي سکینه حسیني وویل، "په تیرو دوو لسیزو کې په مختلفو برخو کې د میرمنو لاسته راوړنې بايد حتی د سولې په خبرو اترو کې د بحث موضوع نه وي."

هغې وویل، "هیڅ څوک حق نه لري چې د ښځو په برخلیک باندې جوړجاړی وکړي او د هغوی د فعالیتونو مخه ونیسي."

هغې زیاته کړه، "په تیرو ۲۰ کلونو کې د افغان میرمنو د لاسته راوړنو لپاره موږ ډیر زيان ترلاسه کړی دی." "موږ د دې لاسته راوړنو لپاره خپل په زرګونو امنیتي پرسونل له لاسه ورکړي دي."

هغې وويل، "زموږ په زرګونو خويندې کونډې شوي او په زرګونو ماشومان يتيمانان شوي دي." "زموږ په شان میرمنو زموږ د امنیتي ځواکونو د زړورتیا له امله پرمختګ کړی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500