د ښځو حقوق

ښځينه اميدواران او ووټ ورکوونکي تياری کوي چې د خيبرپښتونخواه په تاريخي ټولټاکنو کې ووټ واچوي

د جاويد خان لخوا

په پېښور کې د انتخاباتو کارکوونکی د یوې ښځینه ووټ ورکوونکي په ګوته باندې وروسته له هغې نښه لګوي چې د تیر جولای په ۲۵ مه هغې په ټولټاکنو کې رایه ورکړه. تمه کيږي چې د مخکې په پرتله به زياتې ښځې د خیبر پښتونخواه اسمبلۍ د سيټ لپاره د جولای په ۲۰ مه رايه ورکړي. [جاوید خان]

په پېښور کې د انتخاباتو کارکوونکی د یوې ښځینه ووټ ورکوونکي په ګوته باندې وروسته له هغې نښه لګوي چې د تیر جولای په ۲۵ مه هغې په ټولټاکنو کې رایه ورکړه. تمه کيږي چې د مخکې په پرتله به زياتې ښځې د خیبر پښتونخواه اسمبلۍ د سيټ لپاره د جولای په ۲۰ مه رايه ورکړي. [جاوید خان]

پیښور -- تمه کيږي چې د پخوانۍ فاټا ګڼ شمير ښځينه ووټ ورکوونکي به د جولای په ۲۰ مه د هغه سيټونو په اړه د انتخاباتو لپاره راوځي کوم چې د خیبر پښتونخواه (کی پي) په اسمبلۍ کې د نويو ضم شويو ضلعو استازیتوب کوي.

دغه ټاکنې به په ۲۰۱۸ کال کې د صوبې سره د ضم کيدو نه وروسته پخوانيو قبایلي سیمو ته په اسمبلۍ کې په لومړي ځل استازيتوب ورکړي.

دا ټولټاکنې په اصل کې د جولای په ۲ مه ترسره کيدې، خو د پاکستان د ټاکنو کمیشن د صوبايي حکومت په غوښتنه وځنډولې.

نږدې ۲.۷ ملیونه ووټ ورکوونکي، چې یو ملیون کسان په کې ښځې دي، وړتيا لري چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د ووټ اچولو خپل حق استعمال کړي. باجوړ د ۵۲۲،۴۸۰ وړ ووټ ورکوونکو سره ترټولو لوړه شمېره لري، چې ورپسې په خيبر ضلع کې ۵۱۹،۲۹۰ ووټ ورکوونکي دي.

ملاتړي د جون په ۲۰ مه په خیبر ضلع کې د ای اين پي په اميدوارې ناحيد آفريدي (په منځ کې) باندې د ګلونو پاڼي شيندي، په داسې حال کې چې هغه د ووټونو لپاره کمپاین ترسره کوي. آفريدي د پي کی-۱۰۶ د استازیتوب لپاره انتخاباتو ته ولاړه ده. [شهباز بټ]

ملاتړي د جون په ۲۰ مه په خیبر ضلع کې د ای اين پي په اميدوارې ناحيد آفريدي (په منځ کې) باندې د ګلونو پاڼي شيندي، په داسې حال کې چې هغه د ووټونو لپاره کمپاین ترسره کوي. آفريدي د پي کی-۱۰۶ د استازیتوب لپاره انتخاباتو ته ولاړه ده. [شهباز بټ]

د پي کی-۱۰۶ اميدواره ناحيد آفریدي (ښي اړخ ته دويمه) د جون په ۲۰ مه د خیبر ضلعې په جمرود کې په يوې حجره کې ووټ ورکوونکو ته خطاب کوي. [شهباز بټ]

د پي کی-۱۰۶ اميدواره ناحيد آفریدي (ښي اړخ ته دويمه) د جون په ۲۰ مه د خیبر ضلعې په جمرود کې په يوې حجره کې ووټ ورکوونکو ته خطاب کوي. [شهباز بټ]

په مستقیمه توګه ټولټاکنې به د ۱۶عمومي سيټونو لپاره ترسره شي، په داسې حال کې چې د ښځو لپاره دوه سيټونه او د اقليت لپاره يو سيټ به د عمومي سيټونو د شمیر د مساوي استازيتوب له لارې ډک شي کوم چې يوې سياسي پارټۍ ګټلي وي.

په مجموعي توګه ۳۰ ښځینه اميدوارې د څلورو ټاکل شويو سيټونو لپاره په انتخاباتو کې برخه اخلي. په دوی کې د شمالي او جنوبي وزیرستان، کرم، اورکزۍ، خیبر، مهمند او باجوړ ضلعو او د فاټا پخواني شپږو ذيلي سب ډويژونو نه ښځې شاملي دي.

درې ښځې هم د عمومي سيټونو لپاره انتخاباتو ته ولاړي دي، چې په خیبر، مهمند او اورکزۍ په قبایلي سيمو کې یو یو سیټ دی. نهه اميدوارانو، د یوې ښځې په شمول، د هغه يو سيټ لپاره د ټاکنې کاغذونه جمع کړي دي کوم چې د اقليتونو لپاره ساتل شوي دي.

د عوامي نیشنل پارټۍ (ای اېن پي) يوه ښځینه اميدواره انتخاباتو ته ولاړه ده چې په خیبر ضلع کې د عمومي سيټ لپاره به مقابله کوي.

ايمل ولي خان، چې د پارټۍ صوبايي صدر دی، په يو بيان کې وويل، ای اين پي ویاړ لري چې د پارټۍ ښځینه کارکونکي، ناحيد آفریدي، يې د پي کی-۱۰۶نه د خيبر پښتونخواه په قبايلي ضلعو کې په راتلونکو انتخاباتو کې د اميدوارې په توګه ودرولې ده."

ښځې هڅول

سوريه خان، چې د خيبر ضلعې د لنډي کوتل سب ډويژن نه د جمعیت علماء اسلام (فضل) اميدواره ده، په يو ویډیو پیغام کې وویل، "زه به د ښځو او عامو خلکو د بهبود لپاره، په ځانګړې توګه د تعلیم او روغتیا په برخو کې کار وکړم."

هغې د قبایلي سیمو ښځو څخه وغوښتل چې د انتخاباتو په بهير کې په بشپړه توګه ګډون وکړي.

ټولنیز او فرهنګي رواجونو پخوا په خیبرپښتونخواه او په عمومي توګه په پاکستان کې ووټ ورکوونکي د ووټ ورکولو نه منع کړي ول.

نيلم ګيګياني، چې د قومي وطن پارټۍ يوه سينير سياستدانه ده، په يوې مرکه کې وويل، "دا د حوصله افزايۍ خبره ده چې ښځینه اميدوارانو ته ټکټونه ورکړل شوي دي او دوی به نه يوازې په مستقیم ډول د سيټونو لپاره بلکې د قبایلي سیمو لپاره د ټاکل شويو سيټونو لپاره هم سيالي وکړي."

هغې وويل، بيا هم، پکار وه چې زياتو ښځينه اميدوارانو د راتلونکو ټولټاکنو لپاره ټکټونه ترلاسه کړې وې او چارواکي بايد زياتې هڅې وکړي چې ښځې د ووټ اچولو لپاره وهڅوي.

ګیګیاني وویل، "دا به څه وخت واخلي چې د قبايلي ضلعو نه ډیرې ښځې په سياست او پارلمان کې شامل کړی شي."

هغې وويل، ډېرو پارټو له پکار وه چې د عمومي سيټونو لپاره او د هغه ځايونو نه يې ښځينه اميدوارانې ودورولې وې چيرته چې دوی ډير ووټونه لري.

ګیګیاني وویل، "زه هیله لرم چې ډیرې ښځې د پخوانۍ فاټا نه پارلمان ته راشي او زياتې ښځې خپل ووټونه واچوي."

حکيم خان شينواري، ۴۵ کلن، چې په خيبر ضلع کې د لنډي کوتل يو سوداګر دی، وويل، "ټوله پروسه د پخوانۍ فاټا اوسيدونکو لپاره يوه لويه لاسته رواړنه ده."

شینواري وویل، "دا به لومړی ځل وي چې د قبایلي ضلعو نه به ښځې د ټاکل شويو او عمومي سيټونو له لارې په پارلمان کې استازیتوب وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500