نوازشریف د ممبۍ د بریدونو په اړه د خبرو کولو له کبله يوه شخړه رامنځته کړه

ای ايف پي

اسلام آباد -- د پاکستان پخواني وزير اعظم میاں محمد نواز شریف په پاکستان او هند کې وروسته له هغې يو طوفان رامينځته کړو کله چې هغه وويل چې په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ بريدونو په شا د پاکستان وسله وال ول. په داسې حال کې چې د پاکستان د ملي امنیت شورا (اين ايس سي) د دوشنبې په ورځ (د می په ۱۴ مه) د هغه د تبصرو غندنه وکړه.

نواز شريف د دې هفتې په پای کې ډان ورځپاڼې ته وويل، "وسله والې موسسې فعال دي. دوی د غیر دولتي عناصرو په نامه هم پيژندل کيږي، آیا موږ دوی ته اجازه ورکړو چې دوی د سرحد نه هاخوا لاړ شي او په ممبۍ کې ۱۵۰ کسان ووژني؟ ما ته د دې تفصيلات راکړئ. ولې موږ دغه مقدمه بشپړه نه کړه؟" هغه د يو شمير شکمن کسانو په وړاندې د عدالت مقدمو ته اشاره وکړه او دا يې څرګنده کړه چې پاکستان د دغه وژلو اجازه ورکړې وه.

په ممبئی حملو کې، چې د درې ورځو لپاره جاري وې، ۱۶۶ کسان مړه شوې ول. د هند پوځیانو په ۱۰ ترهګرو کې ۹ ترهګر وژلي ول. لسم ترهګر په ۲۰۱۲ کې پهانسې شوی و.

د پاکستان پر بنسټ لشکر طيبه په دې قتل عام کې تورن دی.

د نواز شریف د تبصرو د خپریدو وروسته، پاکستاني پوځ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه کړه -- چې د پوځ په لوړ پوړو چارواکو او د کابینې په کلیدي وزیرانو باندې مشتمله ده، چې د نواز شريف په تبصرو باندې خبرې اترې وکړي.

شورا وویل، "ګډونوالو په اتفاق سره دا تورونه رد کړل او د غلطو تبصرو يې غندنه وکړه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500