اسلام آباد -- د سه شنبې په ورځ (د می په لومړۍ نيټه) د پاکستان د رسنیو د څار د آزادۍ شبکې له خوا د يو خپور شوي راپور له مخې، اسلام آباد په پاکستان کې د خبریالانو لپاره ترټولو خطرناک ځای دی.
د آزادۍ شبکې د پريس د آزادۍ بيروميټر ۲۰۱۸ په نامه يو راپور، چې د ۲۰۱۷ کال د می لومړۍ نيټې نه د دې کال د اپريل د لومړۍ نيټې پورې په پيښو باندې مشتمل دی، خپور کړو چې د پنجشنبې په ورځ د رسنیو د آزادۍ نړیواله ورځ ولمانځوي.
ايف اين په یو بیان کې وويل چې دغه ډلې د خبریالانو په وړاندې لږ تر لږه ۱۵۷ د برید کولو او د حقوقو د سرغړونې پیښې ثبت کړې، چې په هره میاشت کې اوسطاََ ۱۵ کيسونه ثبت کیږي.
د دغه بیان له مخې، "په دغه سرغړونو کې ژورنالیستان وژل، تښتول، اغوا کول، فزيکي بریدونه او ټپي کول، نیول، ګواښل او د ځورونې ځانګړي پیښې" شاملې دي. په تير کال کې لږ تر لږه پنځه خبریالان د خپلو دندو له کبله وژل شوې ول.
په اسلام آباد کې پینځه پنځوس پیښې ترسره شوې، چې له دې امله دا په هیواد کې د رسنیو د کارکوونکو لپاره ترټولو خطرناک ځای وګڼل شو.
په دغه بيان کې راغلي، دا پیښې "د ويرې او ځورنې يو انديښمن چاپيريال" په ګوته کوي چې د بیان آزادۍ او د معلوماتو لاس رسۍ ته زيان رسوي."