تروريزم

کمزوری شوی داعش د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره د ماشومانو مغز وینځنې ته ورټیټیږي

د سلیمان راپور

ماشومان د داعش په یوه ویډیو کې، چې د کب په ۱۳مه خپره شوې، د وسلو روزنه ترلاسه کوي. [آرشیف]

ماشومان د داعش په یوه ویډیو کې، چې د کب په ۱۳مه خپره شوې، د وسلو روزنه ترلاسه کوي. [آرشیف]

کابل -- افغان چارواکي او د ماشومانو د حقونو فعالان وایي، داعش په افغانستان کې په «یوه نهیلي حالت» کې دی، ځکه لیدل کیږي چې دغه ترهګر ګروپ د خپلو غیرانساني او غیراسلامي عملونو د ترسره کولو لپاره له ماشومانو څخه استفاده کوي.

د ماشومانو د حقونو فعالانو او د بشري حقونو سازمانونو په داعش باندې، په جبر سره د ماشومانو د استخدام، هغوی ته د جنګي روزنې ورکولو او د وژونکیو په توګه له هغوی څخه د ناوړه استفادې له امله، انتقاد کړی دی.

د دغو عملونو وروستي شواهد -- چې د اسلامي اساساتو، جنګي اصولو او نړیوالو بشري قوانینو پر ضد دي -- په یوه۲۵ دقیقه یي ویډیو کې، چې د داعش د خراسان څانګې له خوا د کب په ۱۳مه خپره شوه،څرګند شول.

دغه ویډیو، چې د ادعاوو په اساس په ننګرهار ولایت کې د پاکستان سرحد سره نژدې جوړه شوې، په لسګونو ماشومان ښیي چې اکثر یې په زور سره استخدام شوي، مغزونه یې وینځل شوي، په وسلو سمبال شوي او د داعش بیرغ یې پورته کړی دی.

د داعش له یوې ویډیو څخه، چې د کب په ۱۳مه خپره شوې، اخیستل شوی یو سکرین شاټ په لسګونو ماشومان ښیي، چې اکثر یې په زور سره استخدام شوي، مغزونه یې وینځل شوي، په وسلو سمبال شوي او د داعش بیرغ یې پورته کړی دی. [آرشیف]‌

د داعش له یوې ویډیو څخه، چې د کب په ۱۳مه خپره شوې، اخیستل شوی یو سکرین شاټ په لسګونو ماشومان ښیي، چې اکثر یې په زور سره استخدام شوي، مغزونه یې وینځل شوي، په وسلو سمبال شوي او د داعش بیرغ یې پورته کړی دی. [آرشیف]‌

یوه ۱۰ دقیقه یي تبلیغاتي ویډیو، چې داعش تېر کال خپره کړې، یو شمېر داسې صحنې لري چې ماشومانو په کې په لاسونو کې تمانچې نیولي او د داعش په بندیانو باندې ډزې کوي. د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د ماشومانو بې رحمانه استخدام جاري ساتلی دی. [آرشیف]

یوه ۱۰ دقیقه یي تبلیغاتي ویډیو، چې داعش تېر کال خپره کړې، یو شمېر داسې صحنې لري چې ماشومانو په کې په لاسونو کې تمانچې نیولي او د داعش په بندیانو باندې ډزې کوي. د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د ماشومانو بې رحمانه استخدام جاري ساتلی دی. [آرشیف]

د ۱۳۹۵ په مرغومي کې د خپرې شوې یوې ویډیو سکرین شاټ یو اورپکی ښیي چې یوه کوچني ماشوم ته تمانچه په لاس ورکوي. په ویډیو کې څو شېبې وروسته ماشوم په یوه 'مرتد' باندې ډزې کوي او وژني یې. [آرشیف]‌

د ۱۳۹۵ په مرغومي کې د خپرې شوې یوې ویډیو سکرین شاټ یو اورپکی ښیي چې یوه کوچني ماشوم ته تمانچه په لاس ورکوي. په ویډیو کې څو شېبې وروسته ماشوم په یوه 'مرتد' باندې ډزې کوي او وژني یې. [آرشیف]‌

نور ماشومان لیدل کیږي چې په زور سره د وسلو په روزنه کې برخه اخیستنې ته مجبوریږي او د ودرېدلو پر وخت د څېرې نا ارام حرکتونه کوي.

داعش د زوال د کندې پر غاړه

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش وویل، داعش په افغانستان کې ناکام شوی او د خپلو ظالمانه عملونو د ترسره کولو لپاره یې د ماشومانو کارولو ته لاس اچولی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې داعش مات کړای شوی او له بشپړ زوال سره مخامخ کېدونکی دی. له دې امله، هغوی بې ګناه افغانان نیسي او وژني چې وښیي چې هغوی اوس هم په افغانستان کې یو څه حضور لري.»

هغه وویل، «داعش د افغانستان په ډېرو برخو کې، تر ډېره د هغو غیرانساني وحشتونو له امله، چې هغوی د افغانانو پر ضد ترسره کړي او هغه ماتې چې هغوی د تېر یوه کال په ترڅ کې ورسره مخامخ شول، خپل موقف او کنټرول په بشپړ ډول له لاسه ورکړی،»

رادمنش وویل،‌«اوس هغوی په یوه نهیلي حالت کې دي. له دې امله، هغوی له ماشومانو څخه کار اخیستنې ته مخه کړې ده،»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند بلال صدیقي وویل، «د داعش له خوا د عسکرو په توګه د ماشومانو استخدام او د وژونکیو په توګه د هغوی روزل، او همدارنګه د داعش له خوا د نیول شویو کسانو اعدامول، له اسلامي اساساتو، د جنګ اصولو، د افغانستان قوانینو، د بشري حقونو د ارزښتونو او نړیوالو بشردوستانه قوانینو پر ضد دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون (ای آی اېچ آر سي)‌ «د ترهګرو ډلو له خوا د ماشومانو استخدام او هغوی ته د ترهګریزو فعالیتونو ورښودل او برابرول په کلکه غندي،»

د افغانستان د ډېرو معصومو خوندي کول

د ماشومانو او ځوانانو لپاره د افغانستان د ټولنیز خوندیتوب د مرکز یوه غړي فیض فرهمند وویل، «په افغانستان کې ماشومان په کاواک حالت کې دي. په ډېرو مواردو کې د هغوی له حقونو څخه سرغړونه شوې او هغوی اکثر د ترهګرو ګروپونو له خوا ژوبل کړای شوي دي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«د داعش، یا نورو ډلو له خوا د عسکرو په توګه د ماشومانو استخدام،او هغوی ته د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره روزنه ورکول، له نړیوالو قوانینو او د ماشومانو د حقونو په هکله کنوانسیونونو څخه ښکاره سرغړونه ده،»

هغه وویل، «د هېواد د اساسي قانون،‌ او د ماشومانو د حقونو په هکله د ملګرو ملتونو د کنوانسیون په اساس، ماشومان د نورو حقونو تر څنګ هغوی ته د ټولنیز امنیت، ښوونې او روزنې او یوه خوندي چاپېریال د برابرولو حق لري. له بده مرغه، ترهګرو ګروپونو د هغوی په استخدام سره په بې شرمانه توګه د ماشومانو له حقونو څخه سرغړونه کړې ده.»

فرهمند په مقاماتو غږ وکړ چې په دې هکله اطمینان ترلاسه کړي چې افغان ماشومانو ته دغه حقونه ورکول کیږي.

هغه وویل، «افغان حکومت دې ته ژمن دی چې د ترهګرو ګروپونو له خوا د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونې مخه ونیسي او همدارنګه د ټولو ممکنه ګامونو په اخیستلو سره د دغو ترهګرو ګروپونو له خوا د ماشومانو د استخدام مخه ونیسي،»

په افغانستان کې د سیف دي چایلډرن موسسې ویاندې مریم عطایي وویل، «د ترهګرو ګروپونو له خوا د ماشومانو بې لارې کول او استخدامول د ماشومانو له اساسي حقونو څخه د بې شرمانه سرغړونې یوه څرګنده بېلګه ده، او دا عمل مونږ په کلکه غندو،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «ماشومان په جګړو کې د ښکېلو ګروپونو بې ګناه قربانیان دي. مونږ د جګړې په ټولو لوریو غږ کوو چې د نښتو او جنګونو په وخت کې ماشومان خوندي کړي او له هغوی څخه استفاده ونه کړي.»

د داعش له خوا له ماشومانو څخه د ناوړه استفادې تاریخچه

تېر کال، داعش داسې یوه ټکان ورکوونکې ویډیو خپره کړه چې په کې دوه ماشومانو، چې باور کېده د ۷ او ۱۲ کالونو تر منځ ول، دوه نور ماشومان ووژل.

د هغې ۱۰ دقیقه یي ويډیو په یوه وروسته صحنه کې، یوه بل ماشوم چې نظامي لباس یې اغوستی، د یوه سړي مخ ته چې د هغه په مخکې یې ګونډې وهلې دي، تمانچه نیولې ده.

د افغان چارواکو او تحلیلګرانو په وینا،‌دا ماشومان، چې تش په نامه «د خلافت بچیان»‌ بلل کیږيپه بېلابېلو جبري طریقو سره د داعش له خوا استخدام کیږي، مغزونه یې وینځل کیږي او روزنه ورکول کیږي.

د کونړ او هرات ولایتونو یوه پخواني والي فضل الله وحیدي سلام ټایمز ته وویل، «د داعش فعالان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې دا ماشومان یا استخداموي یا یې تښتوي او روزنه ورکوي. سربېره پر دې، هغوی د افغانانو له بې سوادۍ او غریبۍ څخه استفاده کوي او د هغوی د ماشومانو مغز ورته وینځي.»

دا داسې یو تکتیک دی چې داعش ترې په سوریه او عراق کې هم کار اخیستی دی.‌

یوه ويډیو چې د ۱۳۹۵ د مرغومي په ۱۹مه خپره شوې، درې ماشومان ښیيچې یو یې ایله ۴ کاله عمر لري، او د سوریې د دیر الزورپه کلیواله سیمه کې درې سړي وژني.‌

د عراق په موصل کېداعش له دماغي پلوه مریض، له فزیکي پلوه معلول کسان او ماشومان پیدا کړياو د هغوی له معلولتیا او کمزورتیا څخه په استفادې سره یې هغوی د انساني سپرونو یا ځانمرګو بمي بریدګرو په توګه کارول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500