په نوښار کې په امنيتي ځواکونو باندې په ځانمرګي برید کې ۱۲ کسان ژوبل شول

پاکستان فارورډ

نوښار -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د پنجشنبې په ورځ (د می په ۱۷ مه) په نوښار کې د فرنټير کور په ګاډې باندې په يو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان، د شپږو امنیتي کارکوونکو په ګډون، ژوبل شول.

د ډسټرکټ پوليسو افسر شهزاد نديم بخاری وويل، په موټر سايکل سور يو ځانمرګي بريد کوونکی ګاډې ته نږدې هغه وخت ځان ته چاودنه ورکړه کله چې دغه ګاډی د راولپنډۍ نه پېښور ته روان و.

هغه د ژوبل شويو د شمېر تاييد وکړو.

يو بل چارواکي وويل، په دغه بم کې ۵ کلو ګرامه چاودېدونکي توکي استعمال شوې وې.

هیڅ يوې ډلې د دې پیښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500