انرجي

ایران د ټاپي پایپ لاين خرابولو لپاره نورې هڅې پیل کړي دي

د نجيب الله لخوا

ټاپي ۱۸۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري او دا به د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د ترکمنستان د ګلکینیش د ګيس میدان نه د طبیعي ګيس پمپ کول پیل کړي.‌ ایران د دې پروجيکټ سخت مخالف دی. [الیستایر همیلټون]

ټاپي ۱۸۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري او دا به د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د ترکمنستان د ګلکینیش د ګيس میدان نه د طبیعي ګيس پمپ کول پیل کړي.‌ ایران د دې پروجيکټ سخت مخالف دی. [الیستایر همیلټون]

کابل -- که څه هم، د دې متوقع پروجيکټ څلورواړه برخه وال د دې پروجيکټ په اړه توافق لري، خو ایران د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان- هندوستان (ټاپي) طبیعي ګيس پایپ لاين ته د زيان رسولو او کمزوري کولو لپاره خپل پلان جاری ساتي.

د څو میلیارده ډالرو د ګيس پایب لاين د پروجيکټ لپاره د ایران تخریبي پلانونه ډېر پخوا پیل شول او په دې وروستیو میاشتو کې تيز شوي دي، او په دې پروجيکټ باندې د کار ودرولو لپاره يې په سیاسي توګه او له تاوتریخوالي د لارې هڅې کوي.‌

ټاپي ۱۸۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري او دا به د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د ترکمنستان د ګلکینیش د ګيس میدان نه د طبیعي ګيس پمپ کول پیل کړي.‌ تمه کيږي چې دا به په جنوبي ايشيا کې د انرژۍ د کمي په له منځه وړلو کې مرسته وکړي او هغه څلورو هېوادونو ته به ګټه ورسوي د کومو نه چې دا پایپ لاين تېرېږي.

سبوتاژ او تخریبي پلانونه

په ټاپي کې برخه اخيستونکو د څلورواړو هېوادونو چارواکو، د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په شمول، د فبرورۍ په مياشت کې د افغانستان د برخې پايپ لاين پرانيسته وکړه.‌

دا نقشه د ترکمنستان نه د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته د ټاپي پایپ لاين پلان شوي لاره ښیي. [آی اېس جي آر]

دا نقشه د ترکمنستان نه د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته د ټاپي پایپ لاين پلان شوي لاره ښیي. [آی اېس جي آر]

د هرات صوبايي ګورنر محمد آصف رحیمي د فبرورۍ په ۲۱ مه په هرات ښار کې وروسته له هغې پخواني طالب وسله والو ته هرکلی وايي کله چې هغوی د ټاپي په مراسمو باندې د برید کولو لپاره د ایران حکمونه رد کړل. [فايل]

د هرات صوبايي ګورنر محمد آصف رحیمي د فبرورۍ په ۲۱ مه په هرات ښار کې وروسته له هغې پخواني طالب وسله والو ته هرکلی وايي کله چې هغوی د ټاپي په مراسمو باندې د برید کولو لپاره د ایران حکمونه رد کړل. [فايل]

د اپريل په ۲۲ مه، د طالب جنګیالیو یو دویم ګروپ چارواکو ته تسلیم شو چې د ایران خلاف یې ورته تورونه لرل. [د هرات پولیس]

د اپريل په ۲۲ مه، د طالب جنګیالیو یو دویم ګروپ چارواکو ته تسلیم شو چې د ایران خلاف یې ورته تورونه لرل. [د هرات پولیس]

دوه ورځې مخکې، د طالب وسله والو یوه ډله په هرات صوبه کې چارواکو ته تسلیم شوه. دغه ډلې وويل چې ایران هغوی ته ټريننګ او وسلې ورکړې وې، او هغوی ته يې لارښوونه کړې وه چې په مراسمو او پایپ لاين باندې برید وکړي.‌

د طالبانو د ۱۰ کسیزه ګروپ کمانډر، محمد ایوب علیزي، سلام ټایمز ته په ورته وخت وویل، "ایران مونږ ته پیسې، وسلې او آلات راکړل چې مونږ د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه وکړو."

هغه وویل،‌ "د حقیقت په اړه د پوهې نه وروسته او د ټاپي د ملاتړ لپاره، مونږ جنګ پرېښودو او تسلیم شو."

د اپريل په ۲۲ مه،‌ د طالب وسله والو یو دویم ګروپ ځايي چارواکو ته تسلیم شو چې د ایران پر ضد یې ورته تورونه لرل.‌

د ۷ کسیزه ګروپ مشر فیروز احمد په هرات کې په يو نيوز کانفرنس کې وویل، "ایران زمونږ کمانډرانو ته وسلې او مهمات ورکړل او امر یې ورته وکړو چې په ټاپي برید وکړي او تباه یې کړي."

هغه وویل، "خو مونږ د هغوی امرونه ونه منل، ځکه چې ټاپي زمونږ ټول ملت ته ګټه رسوي. د دې پرځای، مونږ د امنیتي چارواکو سره اړيکه ونيوله او د سولې پروسې سره یوځای شو."

افغانستان نظر اندازول

د دې پلانونو ناکامۍ ايران د دې پروجيکټ د مخنيوي لپاره د نورو وسیلو د کارولو څخه منع نه کړو.‌

حامد رضا عراقي، چې د ایران د تېلو د ملي کمپنۍ منجينګ ډايريکټر دی، د اپريل په ۲۹ مه افغانستان او د ټاپي نور برخه وال نظرانداز کړل او ترکمانستان ته يې تجويز ورکړو چې دا به د ترکمنانستان نه پاکستان ته ګيس د ايران له لارې منتقل کړي.

عراقي د امنیتي وېرې او د خپلو عايدو په چټکۍ سره د زياتولو لپاره د ترکمنستان د خواهش پوره کولو په اړه وويل، "په غوره حالاتو کې، ټاپي په ۱۰ کالو کې جوړيدې شي؛‌ او دا لا معلومه نه ده چې کوم هيواد به د دې پروجيکټ لپاره امنیت او پیسې برابروي."

د آزادۍ ريډيو د راپور له مخې، هغه وویل، "مونږ کولی شو چې په لنډ‌ وخت کې او په ډېر کم قيمت سره ګيس ترلاسه کړو." هغه د دې په اړه تفصيلات ورنه کړل چې ایران به څومره د ترکمنستان نه ګيس ترلاسه کول وغواړي.‌

عراقي د اپريل په ۲۹ مه په يو بيان کې وويل، "مونږ ترکمنستان د خپل چمتووالي په اړه خبر کړی دی، چې مونږ چمتو یو چې د هغوی ګيس پاکستان ته صادر کړو، خو مونږ د هغوی نه څه ځواب نه دی ترلاسه کړی." هغه زياته کړه چې دا وړاندیز مخکې شوی وو.‌

ایران د ټاپي په مقابله کې د خپل پروجيکټ برخه مکمل کړې ده چې موخه يې د ایران ساحلي ګيس میدانونه د پاکستان او په پای کې د هندوستان سره منسلک کړي.

پاکستان د ایران نه د ګيس اخیستل او دغه پروجيکټ رد کړی او د ټاپي سره د ملاتړ لپاره ژمن دی.‌

ټاپي په ښه لور روان دی

زيفنون صافي، چې په افغان ولسي جرګه کې د لغمان استازی دی، د عراقي وروستیو خبرو ته په اشارې سره وویل، "د ټاپي معاهده لاسلیک شوې ده، او په دې پروجيکټ باندې کار پیل شوی دی. نو د ایران هڅې به ناکامه پاتې شي."

په کابل يونيورسټۍ کې د اقتصادياتو کارپوه، سیف الدین سیحون، وویل، "ترکمنستان د ګيس یو سیمه ییز صادروونکی دی. "ټاپي ته د زيان رسولو پر ځای، دا د ایران لپاره ښه خبره ده چې د داسې منفي سیالۍ نه ډډه وکړي او بل يو پروجيکټ پیل کړي."

هغه سلام ټایمز ته وویل، "کله چې ګاونډیان کوشش کوي چې د همکارۍ فرصتونه برابر کړي، نو ایران له پکار ده چې دا سيالي د اقتصادي پروجيکټونو په تطبيق کې د خنډ رامنځته کولو له لارې بدله نه کړي."

[د هلمند نه ضيا ثمر د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه، مهرباني وکړئ دا وکړئ دا يو ډير مهم پروسس دی مونږ له دې سره موافقه کوو. پاکستان زنده باد

ځواب