په پنجاب کې د اټامک کميشن په بس باندې په ځانمرګي برید کې دوه کسان ووژل شول

پاکستان فارورډ

اټک -- ډان خبرې اژانس د ځايي پوليسو له خولې راپور ورکړ، نامعلومو بريد کوونکو د پنجشنبې په ورځ (د می په ۳ مه) په پنجاب صوبه کې په يو بس باندې په برید کې دوه کسان ووژل او ۱۳ کسان يې ټپيان کړل. دغه بس د پاکستان اټامک انرژۍ کميشن (پي اي ای سي) ملازمين وړل.

ترهګر په اټک ښار کې په بس باندې هغه وخت ډزې وکړې کله چې دا په بیسال روډ باندې رو شو.

پوليسو وويل، هغه وروسته خپل ځان ته چاودنه ورکړه کله چې ډريور د هغه د کنټرولولو هڅه وکړه. دغه بريد کوونکي خپل ځان، ډريور او يو لاروي زده کونکی ووژلو.

ټول ژوبل شوي کسان د پي اي ای سي کارمندان ول، چې په دوی کې دوه په سخت حالت کې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500