انرجي

د شمسي بجلۍ ټيوب ويلونه باجوړ ایجنسۍ ته پاکې اوبه برابروي

د حنيف الله لخوا

یوه جينۍ د می په لومړۍ نيټه په باجوړ ایجنسۍ کې د شمسي ‌بجلۍ ټيوب ويل نه اوبه وړي. [حنیف الله]

یوه جينۍ د می په لومړۍ نيټه په باجوړ ایجنسۍ کې د شمسي ‌بجلۍ ټيوب ويل نه اوبه وړي. [حنیف الله]

خار -- چارواکي هڅه کوي چې په باجوړ ایجنسی کې د شمسي بجلۍ ټيوب ويلونه نصب کړي، چې دا په ټوله فاټا کې د پاکو اوبو برابرولو په لور يو ګام دی.

په دې هڅه کې په غير فعال ټيوب ويلونو باندې د شمسۍ بجلۍ سیسټمونه نصب کول شامل دي، چې دا هغه کوهيان دي چې په ځمکه کې دننه ښخ کړې شوې اوږد پایپونه کاروي او اوبه راوباسي.

رفيع الله، چې په باجوړ ايجنسۍ کې د عامې روغتیا د څانګې یو افسر دی، وويل، "په باجوړ ايجنسۍ کې د بجلۍ د کموالي له امله، د اوبو زياتره ټیوب ويلونه کار نه کوي، او موږ د دې مسلې د حل کولو لپاره کار کوو." هغه زياته کړه، چې دا نوښت د ۲۰۱۶-۲۰۱۷ کال لپاره د فاټا د کلنۍ پراختیا پروګرام يوه برخه ده.

هغه وويل، د دې پروجيکټ نتيجې ډيرې ښه دي.

هدايت الله خان ( چې تار يې په لاس کې نيولی دی)، د فاټا سینیټر، او ځايي مشران د تير اګست په ۲۰ مه د باجوړ ایجنسۍ په مومند سيمه کې د شمسي بجلۍ ټیوب ويلونو پرانيسته کوي. [حنیف الله]

هدايت الله خان ( چې تار يې په لاس کې نيولی دی)، د فاټا سینیټر، او ځايي مشران د تير اګست په ۲۰ مه د باجوړ ایجنسۍ په مومند سيمه کې د شمسي بجلۍ ټیوب ويلونو پرانيسته کوي. [حنیف الله]

یو امنیتي افسر د تير اګست په میاشت کې د باجوړ ایجنسۍ په مومند سیمه کې هغه شمسي تختو ته نږدې روان دی کومې چې يو ټيوب ويل ته بجلي برابروي. [حنیف الله]

یو امنیتي افسر د تير اګست په میاشت کې د باجوړ ایجنسۍ په مومند سیمه کې هغه شمسي تختو ته نږدې روان دی کومې چې يو ټيوب ويل ته بجلي برابروي. [حنیف الله]

هغه د می په لومړۍ نيټه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د جولای ۲۰۱۶ کال راهيسې په باجوړ ايجنسۍ کې ۳۲ ټيوب ويلونو ته شمسي بجلي چمتو کړې ده."

په پایله کې، په ۳۲ کلیو کې نږدې ۶،۲۸۴ کورونو پاکې اوبه ترلاسه کړي، او کله چې په جون ۲۰۱۸ کال کې اوه پروجيکټونه پای ته ورسي، نو ۵۰۰ نورې کورنۍ به دغه خدمت ترلاسه کړي .

هغه وويل، "د ټيوب ويلونو د چلولو لپاره د شمسي بجلۍ سیسټمونه هم اغیزمن دي ځکه چې دا د کم يا زيات ولټيج مسلې نه لري."

په دوامداره توګه اوبه برابرول

د باجوړ ايجنسۍ د مومند سيمې يو قومي مشر، ملک شعيب، پاکستان فارورډ ته وويل، "مخکې به موږ د څو څو ورځو لپاره د بجلۍ د نشتوالي سره مخامخ و، چې له دې امله به اوبه نه وې. "اوس دغه حالات بدل شوې دي."

هغه وويل، دې ټيوب ويلونو، چې د شمسي انرژۍ په ذريعه چليږي، په سیمه کې لویه ستونزه حل کړې ده. هغه زياته کړه چې د اعتماد وړ سیسټم د اتو ګهنټو لپاره په اسانۍ سره او په دوامداره توګه کار کولی شي.

په باجوړ کې د رحمان آباد د سيمې اوسيدونکي، عبدل ولي، وويل، نږدې ۴۰۰ کورنو په دې سيمه کې د شمسي ټيوب ويلونه نه ګټه پورته کړې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، دا سیسټم "د ۲۰۱۷ کال راهیسې کار کوي، او هیڅکله هم د ترمیم لپاره نه دی ودريدلی." د دې ټيوب ويل اوبه په کورونو او په اوبه خور کې استعماليږي.

هغه وویل، د شمسي بجلۍ د سیسټم نصبولو نه مخکې، د ټيو‌ب ويل لپاره د بجلۍ سیسټم به يو څو میاشتې وروسته خرابيدو او خلکو به د دې د جوړولو لپاره پيسې راټولولې.

د شمسي بجلۍ لپاره غوښتنه زياته شوې ده

د ټيو‌ب ويل نه د اوبو د راويستلو لپاره د شمسي بجلۍ سیسټمونو کارول د شمسي انرژۍ د کارولو لپاره د زياتيدونکي رجحان يوه برخه ده.

حافظ الله، چې په باجوړ ایجنسۍ کې په عنايت کلي مارکيټ کې یو سوداګر دی، وویل، د شمسي بجلۍ تجارت په سيمه کې د ډیرو خلکو لپاره د عاید يوه ګټوره سرچینه جوړه شوې ده.

هغه وويل، د ټکنالوجۍ په اړه د پوهاوي سره د شمسي بجلۍ غوښتنه زياته شوې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زه په میاشت کې د ۵۰۰،۰۰۰ روپو (۴،۳۰۰ آمريکايي ډالره) شمسي تختۍ خرڅوم ځکه چې په باجوړ کې په تيرو څو کلونو کې د دې غوښتنه زياته شوې ده. "دا تختۍ نه یوازې زمونږ د اوبو ضروريات پوره کوي بلکې په کور کې نور آلات هم چلوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه مقاله، د شمسي ټيوب ويلونو نصبولو لپاره طريقه کار درست نه دی. په زياتو موقعو کې یو کس یا یوه کورنۍ دا د يو شخصې تحفې په توګه ګڼي او نور کورونه د دې سکيم نه محرومه وي. د دغو ټیوب ويلونو نه کنيکشن اخيستل ناممکنه خبره ده، حتی هیڅ څوک اجازه نه لري چې د دې سکيم نه یوه پيالې اوبه وڅښي. ځايي انتظاميه باید ګام پورته کړي، د دې مسلې تحقیق وکړي او د غلطو کړنو مخه ونیسي.

ځواب