چاپیریال

د مينګرو د کرلو کمپاین د پاکستان ساحلي ایکو سیستمونه ښه کوي

د آمنه ناصر جمال لخوا

د سیند د مدني ټولنې غړي د اپریل په ۱۸ مه د کیټي بندر ټولنې لخوا د مينګرو کښت لمانځوي. [آمنه ناصر جمال]

د سیند د مدني ټولنې غړي د اپریل په ۱۸ مه د کیټي بندر ټولنې لخوا د مينګرو کښت لمانځوي. [آمنه ناصر جمال]

ټهټه -- د سیند حکومت يو کمپاين ترسره کوي چې د پاکستان د ساحل په اوږدو کې د مينګرو ونې نهالې کړي چې د سمندري چاپیریال او ساحل ساتنه وکړي او سیمه ایز اقتصاد ته وده ورکړي.

جيو ټي وي راپور ورکړو چې د پاکستان بحري ځواک د می په ۳ مه د مینګرو د کښت کمپاین ۲۰۱۸ پرانيسته وکړه، چې موخه يې د يو کال په موده کې د سیند او بلوچستان په ساحلي سیمو کې د مينګرو دوه میلیونه ونې نهالې کړي.

د بحري ځواک ايډميرل ظفر محمود عباسي په شاه بندر کې په افتتاحی مراسمو کې وویل، د ۲۰۱۶ کال راهیسې، بحري ځواک د شاه بندر نه تر جیواني پورې د ساحل په اوږدو کې د دوو میلیونو نه زياتې د مينګرو ونې نهالې کړې دي.

ريکارډ ماتول او پوهاوی رامينځته کول

د بحري ځواک وروستی کمپاين وروسته له هغې ترسره شو کله چې په تیره میاشت کې د ټهټه ضلعې په کیټي بندر کې په يوې جزيرې باندې د مینګرو ونې وکرل شوې او نړيوال ريکارډ يې مات کړو.

د سیند وزیر اعلی مراد علی شاه د اپریل په ۱۸ مه د سیند صوبې په ټهټه ډسټرکټ کې کيټي بندر ته نژدې په يوې جزيره کې د مینګرو د کښت کولو د کمپاین په افتتاحي مراسمو کې خطاب کوي. [آمنه ناصر جمال]

د سیند وزیر اعلی مراد علی شاه د اپریل په ۱۸ مه د سیند صوبې په ټهټه ډسټرکټ کې کيټي بندر ته نژدې په يوې جزيره کې د مینګرو د کښت کولو د کمپاین په افتتاحي مراسمو کې خطاب کوي. [آمنه ناصر جمال]

يو پاکستانی کب نيونکی طالب کاچي په کراچۍ کې د ۲۰۱۴ کال د اپريل په ۲۹ مه د عرب سمندر په اوږدو کې مينګرو بوټو ته ګوري. ککړتيا، د اوبو خورا خراب نظام او غیر قانوني کټايۍ دا قدرتي باړ د یو خطرناک حالت سره مخامخ کړی دی. [آصف حسن/ای ايف پي]

يو پاکستانی کب نيونکی طالب کاچي په کراچۍ کې د ۲۰۱۴ کال د اپريل په ۲۹ مه د عرب سمندر په اوږدو کې مينګرو بوټو ته ګوري. ککړتيا، د اوبو خورا خراب نظام او غیر قانوني کټايۍ دا قدرتي باړ د یو خطرناک حالت سره مخامخ کړی دی. [آصف حسن/ای ايف پي]

د ايکسپريس ټريبيون له مخې، د سیند د ځنګل ډیپارټمنټ د اپريل په ۱۹ مه د سهار د ۶.۳۰ بجو نه د ماښام د ۷.۰۰ بجو پورې ( ۱۲.۵ ګهنټې) د مينګرو ۱،۱۲۹،۲۹۴ ونې نهالې کړې، چې هغه خپل ريکارډ (د ګينس نړيوال ريکارډ) يې مات کړو کوم چې یې په جون ۲۰۱۳ کال کې د ټهټه ډسټرکټ په خارو چان کې د ۸۴۷،۲۷۵ ونو په کرلو سره جوړ کړی و.

د ځنګلاتو د محکمې له مخې، د ګینیس نړيوال ریکارډونه د داسې هڅو لپاره څه شرطونه لرل: د کروندګرو شمېر به د ۳۰۰ څخه زیات نه وي، او دوی له پکار ده چې په ۲۴ ګهنټو کې د ورځې په رڼا کې خپل کار بشپړ کړي.

د سیند وزیر اعلی مراد علی شاه د اپريل په مياشت کې د مينګرو د کښت د کمپاين په افتتاحي مراسمو کې وویل، "د سیند حکومت ژمن دی چې د مينګرو سیمې پراخه کړي."

هغه وويل، "د مينګرو ځنګلونه مهم دي ځکه چې دا ساحلي سيمې د سمندر نه خوندي ساتي او د ځایي ټولنو لپاره اقتصاد ته وده ورکوي. دا د خاورې د شړيدلو مخه نیسي او د ساحل ساتنه کوي."

د سیند حکومت د دې هڅو لپاره مالې مرستې او د پاکستان بحري ځواک لوژستيکي او مادي مرستې برابر کړې وې.

د سیند د ځنګلاتو سيکريټري، سهيل اکبر شاه، پاکستان فارورډ ته وویل، "د دې نوښت موخه دا وه چې هغه بوټې خوندې وساتي کوم چې د ماحول د پاره مهم دي او د مختلفو سمندري ځناورو لپاره د زيږيدو د ځای په توګه کار کوي او د سمندري طوفانونو اثرات کموي."

هغه وويل، "په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کې د ګینیس نړيوال ریکارډونو ترلاسه کولو سره، ساحلي سیمې ښکاره شوې دي، او ټولنیز- پرمختیایي فعالیتونه په دې سیمو کې مخ په زیاتیدو دي."

هغه وويل، "موږ غواړو چې په خلکو کې پوهاوی رامينځته کړو چې دوی پوهه شي چې دا نباتات د چاپیریال لپاره څومره مهم دي."

د مينګرو ځنګلونه بیا بحالول

د طبيعت د ساتنې لپاره د نړیوال سازمان له مخې، دريايې سیند ډیلټا -- چیرې چې د پاکستان ۹۷٪ مينګرو موجود دي -- د مينګرو غټ ځنګلونه لرل.

د آی يو سي اين تحقيق ښيې چې د ۱۹۳۰ په عشره کې، په پاکستان کې په ۶۰۰،۰۰۰ هيکټره ځمکه باندې د مينګرو ځنګلونه موجود ول، خو د ۲۰۰۵ پورې، د اوبو د کمي له کبله دا سيمه ۹۶،۰۰۰ هيکټرو ته راټیټه شوه.

بابر خان، چې د ورلډ وايلډ لايف فنډ (سیند او بلوچستان) ځايې مشر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په پاکستان کې د مينګرو ځنګلونه د ډیرو فکتورونو له امله د زيات خطر سره مخامخ دي چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د مينګرو ونې متاثره کوي."

هغه وويل، "دې فکټورونو نه يوازې دا پیچلي ايکو سيسټم په ګوته کړو بلکې سخت ماحولياتي او ټولنيز-اقتصادي فشار يې د استوګنې د ځايونو او د ژوند د تنوع د ختميدو په شکل کې، د کبانو د تولید د کمې په شکل کې، او د ساحلي ټولنو لپاره د ټولنیزو ستونزو په شکل کې ښکاره کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مهرباني وکړئ په نرسریو کې د منګرو د کښت نوي طريقې شریکې کړئ

ځواب