پیښور -- د پاکستان د وفاق تر انتظام لاندې قبایلي سیمې (فاټا) د ۲۱ میاشتو راهيسې د پولیو نه پاکې پاتې شوې دي، چې دا په هغه سيمه کې، چې يو ځل د اورپکۍ سره مخامخ وه، د امنیتي ځواکونو او روغتیایی کارکونکو لپاره يو بریالیتوب دی.
ډاکټر نديم جان، د فاټا د بیړني عملیاتو د مرکز (اي او سي) تخنیکي فوکل پرسن، پاکستان فارورډ ته وویل، "فاټا يو ځل په پاکستان کې د پوليو يو مرکز و، خو اوس تقريباََ د دوو کلونو راهيسې دا د دې ناوړه ناروغۍ نه پاک پاتې شوې دی."
هغه وويل، "دا برياليتوب به نه يوازې پاکستان د دې وايرس نه پاک کړي بلکې دا به نړۍ د دې خطرناکې ناروغۍ نه په پاکولو کې هم مرسته وکړي."
پاکستان د افغانستان او نایجیریا سره په نړۍ کې په هغه دريو هيوادنو کې يوازې هيواد دی، چیرې چې پوليو موجود دی.
نديم وويل، "د دې لاسته راوړنې کریډیټ امنیتي ځواکونو ته ځي چې دغه سیمه يې د وسله والو نه پاکه کړه او زموږ روغتیایی کارکونکو، چې د هغوی ژمنې زمونږ هيوادوال د دې ناوړه ناروغۍ نه خوندي وساتل، د دې موخې په ترلاسه کولو کې زمونږ سره مرسته وکړه."
هغه وويل، د ټولنې اغېزمن غړو د هغه والدينو په قانع کولو کې مهم رول لوبولی دی، چې مخکې يې د واکسينو څخه انکار کړی و.
هغه وويل، "موږ امامان په دې کار کې بوخت کړې دي ... چې د جمعې په خطبو کې او د ټولنې په کچه د پوليو وایرس د زيان په اړه خلکو ته معلومات ورکړي." "اوس د پوليو نه د انکار کولو کيسونه خورا لږ دي، حتی والدين هم د روغتیایی کارکونکو سره اړيکه نيسې چې د واکسين ورکولو د راتلونکي نیټې په اړه پوښتنه وکړي."
د پوليو کيسونه کمول
د ندیم له مخې، په فاټا کې د پوليو وروستی کيس په جولای ۲۰۱۶ کې راپور شوی و. د پاکستان په نورو برخو کې هم د پوليو کيسونه کم شوي دي.
نديم وويل، په فاټا کې د پوليو د زياتيدو لويه وجه دا وه چې د روغتیا ټیمونو توان نه لرلو چې د وسله والو له کبله دغه سيمې ته لاړ شي. وسله والو به د واکسين ورکولو د کمپاين مخه نيوله."
د قبيلو غړي مجبوره ول چې ماشومانو ته د واکسين ورکولو نه انکار وکړي ځکه چې دوی به د طالبانو او نورو وسله والو د بریدونو نه ويريدل. په تيرو کې د پوليو د ختمولو هڅې هم هغه وخت کمې شوې کله چې وسله والو د واکسين ورکولو د ټيم غړي وتښتول او يا يې ووژل.
د فاټا اي او سي ویاند، عقيل احمد خان، د وینا له مخې، په ۲۰۱۴ کال کې د پوليو کيسونه زيات شول، چې په دې کې ۱۷۹ نوي کيسونه په فاټا او ۳۰۶ نوي کيسونه په پاکستان کې راپور شول.
هغه پاکستان فارورډ ته وويل، په راتلونکي کال کې، د پوځ لخوا د ضرب عضب عملیاتو سره، په پاکستان کې د نویو کسيونو شمیر ۵۶ ته راټيټ شو، چې په دې کې ۱۹ کيسونه په فاټا کې شامل ول.
هغه وویل، په ۲۰۱۷ کال کې په ټول پاکستان کې اته نوي کيسونه راپور شول، او سږ کال تر اوسه پورې ډاکټرانو یوازې یو کيس راپور کړی دی.
د پوليو نه پاک پاکستان
د عقيل له مخې، په سیمه کې د پوليو د له منځه وړلو لپاره په نوې ستراتیژۍ کې په پاکستان او افغانستان کې همغږيز او په يو وخت د پولیو ضد کمپاينونه ترسره کول شامل دي.
د آزادۍ راډيو راپور ورکړو، په پاکستان کې د پنځو ورځو وروستې کمپاين د می په ۷ مه پيل شو. د چارواکو له مخې، د دې هڅو موخه دا ده چې هغه ۲۳.۸ ميليونه ماشومانو ته واکسين ورکړي کوم چې د پنځو کلونو نه کم عمر لري.
خاطر احمد آفريدي، چې په خیبر ایجنسۍ کې د واکسين ورکونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "زموږ ټیمونه په فاټا کې هر ځای ته ځي، او په هره میاشت کې یو میلیونه ماشومانو ته په سیمه کې واکسين ورکول کیږي."
آفريدي وويل، روغتيايي ټيمونه په قبايلي سيمو کې هر يو کور او هجرې (د نارينوو ټولنيز غونډه) ته ځي څو دا يقين کړي چې هر يو ماشوم ته د پوليو واکسين ورکړل شوې دي. هغه زياته کړه، روغتيايي ټيمونه اکثر د يو شمير ميلونو سفر کوي، او په ځينو حالتونو کې غرونو ته خيژي چې ليرې پرتو کورونو ته ورسيږي.
د قبيلې يو غړی، چې د پوليو نه بچ پاتې شو او اوس د واکسين په کمپاين کې برخه اخلي، پاکستان فارورډ ته د امنيتي ګواښونو له امله د نوم د نه ښودلو په شرط وويل، "خلک بايد پوه شي چې پوليو يوه ناوړه ناروغي ده او د دې قربانيان په نورو باندې تکيه کوي."
هغه وويل، "ما پریکړه وکړه چې د واکسینو د کمپاین د ټیم غړی شم او والدینو ته د پوليو د اغیزې په اړه معلومات ورکړم او هغوی وهڅوم چې ماشومانو ته واکسین ورکړي او هغوی د معذورۍ نه خوندي وساتم."