تروريزم

د طالبانو بریدونه په پاکستان کې د ماشومانو لپاره رحم نه لري

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

يو پاکستانی ماشوم چې په لاهور کې په ۲۰۱۶ کال کې د مارچ په ۲۸ مه په یو ځانمرګي برید کې ژوبل شوی وو، شفا مومي. په دغه چاودنه کې لږترلږه ۷۲ کسان وژل شوي وو. [فاروق نعیم / ای ايف پي]

يو پاکستانی ماشوم چې په لاهور کې په ۲۰۱۶ کال کې د مارچ په ۲۸ مه په یو ځانمرګي برید کې ژوبل شوی وو، شفا مومي. په دغه چاودنه کې لږترلږه ۷۲ کسان وژل شوي وو. [فاروق نعیم / ای ايف پي]

پیښور -- پاکستاني ډاکټرانو او امنیتي شنونکو وويل، د تشدد په بریدونو کې د طالبانو لخوا ماشومان په نښه کول د هغوی بې رحمي، بې غيرتي او مايوسي ښایي.

په پیښور کې په لیډي ریډنګ هسپتال کې ډاکټر محمد شوکت وویل: "دا د غندنې وړ ده چې طالب وسله وال د څه وجې نه بغير ماشومان وژني او ژوبل کوي."

هغه وويل، په تېرو درېو کلونو کې په ايل آري ايچ کې۳۵۰ ماشومان داخل شول کوم چې د ترهګرۍ په بريدونو کې ژوبل شوي وو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د صحت مسلکیان هغه وخت په ژړا شي کله چې هغوی هغه ماشومان ترلاسه کوي کوم چې په بمبارو او ځانمرګي بریدونو کې ژوبل شوي وي."

د سوات یو ماشوم چې په ۲۰۱۳ کال کې د سړک د غاړې په چاودنه کې ژوبل شوی وو، د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۶مه په حيات آباد کې د معذورانو په مرکز کې علاج ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

د سوات یو ماشوم چې په ۲۰۱۳ کال کې د سړک د غاړې په چاودنه کې ژوبل شوی وو، د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۶مه په حيات آباد کې د معذورانو په مرکز کې علاج ترلاسه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

وسله وال بې ګناه ماشومان وژني او ژوبل کوي

په يوه حاليه پیښه کې، څلور ماشومان او پنځه زنانه په هغه ۱۵ کسانو کې وو کوم چې د اپریل په ۲۵مه هغه وخت ووژل شول کله چې په کرم ایجنسۍ کې د سړک د غاړی يو ريموټ کنټرول بم د مسافرو يو بس په نښه کړو.

دوه میاشتې وړاندې، د تحریک طالبان پاکستان ډلې جماعت الاحرار د فبرورۍ په ۲۱مه د خيبر پښتونخوا د چارسدې ډسټرکټ په تنګي تحصیل کې په عدالت باندې د يو ستر ځانمرګې بريد هڅه وکړه.

پولیسو دغه برید ناکامه کړو او دوه ځانمرګي بريد کونکي يې عدالت ته داخيليدو نه مخکې ووژل، خو یو بريد کونکي خپل چاودیدونکي توکو ته چاودنه ورکړه.

شوکت وويل، په دغه چاودنه کې ۸ کسان ووژل شول او ۱۶ نور ژوبل شول، چې په دوی کې د دوو کالو ازنا بي بي شامله وه. د هغې خيټه او د پښې لاندې برخه زخمې شوه. د هغې څلور کلن ورور ووژل شو.

شوکت وویل، "هغه په څه نه پوهیږي چې د هغې سره څه وشول." هغه زیاته کړه چې ځوانه ازنا په ايل آر ايچ کې په انټنسيو کير يونټ کې دوه ورځې تېرې کړې. هغه وويل، هغه د هسپتال نه لس ورځې وروسته کور ته لاړه.

شوکت وویل، د ازنا او د هغې د ورور کیسه زړه دردونکې کيسه ده او د طالبانو د بې رحمۍ يو مثال دی.

د ازنا پلار، شکور خان، چې لږ غوندې ژوبل شوی وو، پاکستان فارورډ ته وویل، چې د هغه د لور جسماني زخمونه ښه شوي دي خو دا پیښه به د هغې په ژوند کې د تل لپاره وي.

هغه وويل: "موږ پوهيږو چې هغه به په راتلونکي کې د وسله والو غندنه کوي."

هغه وويل: "موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د ترهګرو په وړاندې په کلکه مبارزه وکړي او خلکو ته توان ورکړي چې په تل پاتې سوله کې ژوند وکړي." "زه به د خپل زوي قاتلین ونه بخښم او هغه کسان چې زما ځوانه لور يې ټپي کړه."

زخمونه ښه کيدل

د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ په ۲۰۱۶ کې د خیبر پښتونخوا ۱۲۲۲۴ کسانو ته ته د بیارغونې او جسماني علاج خدمتونه برابر کړل، چې په دې کې ډیر ماشومان هم شامل ول.

په پاکستان کې د آی سي آرسي ویاند، نجم عباسی، وویل: ګټه اخیستونکو د بیا رغاونې په برخه کې مصنوعي پښې او فزیوتیراپي ترلاسه کړه.

هغه وويل، په بنو کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو لپاره په بکا خيل کيمپ کې ۶۳،۵۰۳ کسانو ته علاج برابر کړی شو، چې په دوی کې ۳۷،۲۷۳ ماشومان شامل ول. نورو ۱۲،۳۶۰ کسانو، چې د ۱۵ کالو نه کم ۸،۸۰۴ ماشومان په کې شامل ول، په ۲۰۱۶ کال کې په تورخم پوله باندې د آی سي آرسي خدمات ترلاسه کړل.

عباسي وويل: "دا هغه ماشومان دي چې د تشدد پورې اړوندو پيښو کې ژوبل شوي ول."

د تشدد مستقل اثرات

اجمل حسين، چې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د طبي اتحادیې سيکريټري دی، د ماشومانو د وژلو له کبله د وسله والو غندنه وکړه او ویې ویل چې د تاوتریخوالي جسماني او نفسياتي اثرات به د تل لپاره وي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "دا یو لوی غم دی. پکار ده چې ماشومان په جنګ کې په نښه نه کړی شي." "طالبان وسله والو له پکار ده چې د ماشومانو احترام وکړي، کوم چې د جنګ یا سولې په اړه هیڅ پوهه نه لري."

په پيښور کې د نفسياتو يو کارپوه افتخار حسين د زيات شمير خلکو چې د جګړې په زونونو کې ژوند کوي د نفسياتي بيمارو تور په تاوتريخوالي باندې لګوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "ماشومان د ترهګرۍ تر ټولو ناوړه قربانیان دي ځکه چې په دوی کې نفسياتي بيمارۍ رامنځته کيږي او هغه په مسقبل کې ناوړه شکل اختياروي."

هغه وويل، د هغه کسانو ماشومان کوم چې د جګړې په سيمو کې وژل شوي دي په تعلیم ترلاسه کولو کې له مشکل سره مخ وي او نورې ذهني او نفسياتي ستونزې هم لري.

هغه وویل: "پکار ده چې ماشومان د تشدد د هغه کړونو قربانيان نه وي کوم چې ملکي وګړي یروي، خو دوی د دې د اثراتو نه بچ پاتې کيدی نه شي."

د راتلونکي نسل ساتنه

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون مشر، ظهره یوسف، وویل: پاکستان او طالبان يو ځای پاتې کيدی نه شي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پیښور کې په آرمي پبلک سکول کې په قتل عام کې د ۱۲۰ نه زیات ماشومان وژل د طالبانو ستر ظلم په ګوته کوي."

هغې وويل: "مذهب، د وسله والو شخړو نورمونه يا عام شرافت د ماشومانو د په نښه کولو اجازه نه ورکوي."

یوسف وویل: "قاتلان او د هغوی مشران کوم چې د ماشومانو د وژلو اجازه ورکوي د مذهبي حکمونو او اخلاقي چلند نورمونو لپاره هیڅ احترام نه لري."

هغې وويل، د طالبانو په وړاندې جګړه د ماشومانو ژوند خوندي کول دي او چې د هغوی لپاره یو داسې مستقبل خوندي کړي کوم چې به د وحشيانه ظلم نه پاک وي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ له پکار ده چې د خپل راتلونکې نسل خوندي کولو په موخه د سولې لپاره کوششونه وکړو."

د پیښور يونيورسټۍ د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ د آخرني کال طالب علم، عزيز الرحمن، وويل، جنګونه هغه ستونزې نه شي حل کولی د کومو سره چې پاکستان مخامخ دی.

هغه وويل: "د سولې رامنځته کولو لپاره کوششونه پکار دي، او موږ له پکار ده چې هرهغه کس ختم کړو کوم چې [بې ثباتي او نا امني] رامنځته کوي."

رحمان وويل: "وسله وال [د پاکستاني ځواکونو] سره په زړرتيا جګړه نه شي کولی ... له دې کبله هغوى ماشومان او ښځې په نښه کوي." "د ماشومانو وژل او ژوبل کول په روښانه ډول د هغوی بې غيرتي څرګندوي."

طالبان د ماشومانو صحت او تعليم په نښه کوي

په پېښور کې بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، وويل، وسله وال دومره کمزوري شوي دي چې هغوی د پوځیانو سره جګړه نه شي کولی او د خپلو ژوندونو د ویرې له امله پټ شوي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "خو بیا هم دوی د موقعې په لټه کې وي او کله چې کولی شي نو ماشومان په نښه کوي."

شاه وويل، چې طالبان د ماشومانو سره په ځانګړي توګه دښمني لري.

"طالبان وسله وال نه يوازې ماشومان د بمونو، وسلو او چاوديدونکو توکو سره په نښه کوي بلکې د هغوی سکولونه يې هم ويجاړ کړي دي چې هغوی د تعليم نه محروم کړي."

هغه وويل، په ۲۰۱۲ کې، طالبانو په هغه سيمو کې چې د هغوی په کنټرول کې وې د پوليو واکسينو مخه ونيوله، چې دغه عمل د ۲۵۰ نه د زياتو ماشومانو د معذورۍ سبب جوړ شو.

شاه وویل: "دا ښه فال دی چې خلک اوس د طالبانو اصلي حقیقي اجنډا پیژني او په هغوی باور نه لري."

هغه وويل، ډېر ژر به وسله وال د بشپړ ماتې سره مخامخ شي، ځکه چې پوځونه او خلک دواړه هغوی تعقيبوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500