روغتیا

خان د پوليو کارکوونکو ستاینه وکړه چې په وادي سوات کې یې سخته واوره برادشت کړه

د عديل سعيد لخوا

د پاکستان وزير اعظم عمران خان د جنورۍ په ۳۰ مه په اسلام آباد کې د پوليو واکسين ورکونکي عرفان الله سره د تصوير لپاره پوز جوړوی. يوه ویډیو چې وايرل شوه، ښيي چې عرفان الله د واکسين ورکولو لپاره په سخته ژوره واوره کې مزل کوي. [عمران خان/ ټویټر]

د پاکستان وزير اعظم عمران خان د جنورۍ په ۳۰ مه په اسلام آباد کې د پوليو واکسين ورکونکي عرفان الله سره د تصوير لپاره پوز جوړوی. يوه ویډیو چې وايرل شوه، ښيي چې عرفان الله د واکسين ورکولو لپاره په سخته ژوره واوره کې مزل کوي. [عمران خان/ ټویټر]

پيښور -- وزيراعظم عمران خان د پوليو کارکونکی او د هغه د ټيم وروسته له هغې درناوی وکړو کله چې يوه ويډيو هغه وښولو چې د خيبر پښتونخواه په وادی سوات کې په ژوره واوره کې مزل کوي چې ماشومانو ته واکسين ورکړي.

خان د جنورۍ په ۳۰ مه عرفان الله، چې ۲۳ کلن د پوليو کارکونکی دی او د سوات ضلعې اوسيدونکی دی، په دې ویډیو کې لیدل کيږی، او د هغه د واکسين ټیم د وزیراعظم رسمي استوګنځي ته راوغوښتل.

خان په دغه ورځ يو ټويټ وکړو، "عرفان په هغه ۲۶۰،۰۰۰ اتلانو کې دی چې په سخت موسم کې د پوليو د واکسینو سره ماشومانو ته رسېږي."

هغه خپل او د عرفان الله انځور خپور کړو او ویې ویل چې دې ویډیو "هر يو فرد ته د ویاړ او حيرانتيا احساس ورکړی دی. دا ژمنتيا به موږ ته توان راکړي چې د پوليو نه د پاک هیواد خپل هدف ترلاسه کړو."

د پولیو کارکونکی عرفان الله، ۲۳ کلن، په داسې حالت کې ليدل شوی چې په وادي سوات کې ماشومانو ته د واکسين ورکولو لپاره په ژوره واوره کې مزل کوي. دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو وایرل شوه، چې وزیر اعظم عمران خان او یونیسف او نورو نه يې ستاینه ترلاسه کړه. [فايل]

د پولیو کارکونکی عرفان الله، ۲۳ کلن، په داسې حالت کې ليدل شوی چې په وادي سوات کې ماشومانو ته د واکسين ورکولو لپاره په ژوره واوره کې مزل کوي. دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو وایرل شوه، چې وزیر اعظم عمران خان او یونیسف او نورو نه يې ستاینه ترلاسه کړه. [فايل]

یونیسف پاکستان د جنوری په ۲۷ مه د پولیو کارکونکي عرفان الله د يو تصوير سره ټويټ وکړو، د پاکستان د پوليو کارکوونکي زيات مزل کوي چې دا يقيني کړي چې هر يو ماشوم، که دوی په پاکستان کې په هر ځای کې اوسيږي، د پوليو نه خوندي شي. [یونیسیف پاکستان / ټویټر]

یونیسف پاکستان د جنوری په ۲۷ مه د پولیو کارکونکي عرفان الله د يو تصوير سره ټويټ وکړو، د پاکستان د پوليو کارکوونکي زيات مزل کوي چې دا يقيني کړي چې هر يو ماشوم، که دوی په پاکستان کې په هر ځای کې اوسيږي، د پوليو نه خوندي شي. [یونیسیف پاکستان / ټویټر]

نه ستايل شوي اتلان

د پوليو کارکوونکو، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د "نه ستايل شوي اتلانو" په توګه د هغوی ستاينه وکړه، د جنورۍ په ۳۱ مه په اسلام آباد کې د پولیو د ملي مدیریت ټیم په غونډه کې د پام وړ ستاينه ترلاسه کړه.

عرفان الله پاکستان فارورډ ته وویل، "ما چې څه وکړل زما د دندې یوه برخه وه."

هغه وويل، "دا زما دنده ده چې د پوليو واکسين په خپله سيمه کې هر ماشوم ته ورسوم او هغه ته د پوليو واکسين ورکړم، او د دې مقصد لپاره زه به له هر ډول چيلنجونو سره مخ شم." هغه زیاته کړه، هغه هیڅکله هم دا فکر نه و کړې چې د هغه ټیم دومره پام او ستاينه ترلاسه کړې ده.

عرفان الله وویل، "زموږ موخه دا ده چې د هیواد هر ماشوم د دې کمزوري کونکي ناروغۍ نه خوندي وساتو او د دې موخې لپاره به تر هغه وخته پورې خپلو هڅو ته دوام ورکړو تر څو چې موږ خپل هدف ته نه يو رسيدلي."

هغه وويل، د خلکو مثبت غبرګون او ستاينې په هغه کې د ژمنتيا او ارادې يوه نوې جذبه رامنځته کړې ده.

هغه ايکسپريس ټريبيون ته وویل، "زه او زما ټول ملګري په دې باور دي چې نړۍ زموږ د هڅو قدر کوي." "موږ هيله لرو چې دا به د پوليو د له منځه وړلو لپاره د پاکستان هڅې زياتې کړي. دا زموږ خواهش دی چې نه يوازې په پاکستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې د پوليو خاتمه ووينو."

هيڅ يو کس د پاکستان د پوليو کارکوونکو مخه نه شي نيولی

پاکستان، افغانستان او نایجیریا یوازې درې هېوادونه دي چېرته چې د پوليو وایرس موجود دی.

په هرصورت، د روغتیايي ټیم کارکوونکو لخوا همغږيزه هڅو د دې ناروغۍ د له منځه وړلو او په سیمه کې د کيسونو په کمولو کې د پام وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي.

ډاکټر محمد جوهر، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د بیړني فنډ (یونیسف) د ټیم مشر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په ۲۰۱۴ کال کې، په پاکستان کې د پوليو کيسونه ۳۰۶ ول، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ کال کې په هیواد کې ۱۲ کيسونه راپور شول."

د جوهر په وینا، په ۱۲ کيسونو کې شپږ په پخوانۍ فاټا، دوه په خیبرپښتونخواه، يو په کراچۍ او درې په بلوچستان کې راپور شوي ول.

هغه وويل، "پاکستان به ډير ژر د خپلې خاورې نه پوليو لرې کړي، او زموږ د ټيم کارکونکو چې کومه ژمنتيا او جذبه څرګنده کړې ده، له دې امله به هېواد ژر له دې مرض څخه په بشپړه توګه پاک شي."

بابر بن عطا، چې د پوليو د له منځه وړلو لپاره د وزير اعظم فوکل پرسن دی، د جنورۍ په ۳۰ مه يو ټويټ وکړو، "زموږ د پوليو د کارکوونکو څوک مخه نه شي نيولی او د دوی د سخت کار له کبله به پاکستان انشاءالله د پوليو نه پاک شي."

هغه واکسين ورکوونکو ته اشاره وکړه او په ورته ټويټ کې يې وويل، "هیڅ يو څيز د دوی او د پاکستان ماشومان د دې مرض نه د خوندي کولو لپاره د هغوی د ژمنتيا تر منځ نه شي ودرېدی."

ژمنتيا او سخت محنت

ډاکټر امتياز علی شاه، چې په خیبر پښتونخواه کې د پوليو د له منځه وړلو لپاره تخنیکي فوکل پرسن دی، وویل، "زموږ د ټیم د غړو د سخت محنت د اعتراف او پیژندلو موخه د پوليو په وړاندې زموږ په جګړه کې د لومړۍ کرښې کارکونکي هڅول دي."

شاه پاکستان فارورډ ته وویل، "د پوليو په وړاندې مبارزه کې د لومړۍ کرښې کارکوونکي اصلي ځواک دی، او د دې ناروغۍ د مخنیوي او له منځه وړلو په برخه کې دوی مهم رول لوبوي."

هغه وويل، "موږ د خپلو ټیم کارکونکو د ژمنتيا او سخت محنت لپاره درناوې لرو، او ورته جذبه د پاکستان وزیر اعظم څرګنده کړې ده."

هغه وويل، "د خان دې کار نه یوازې د پوليو ځانګړي واکسين ورکوونکي، چې هغه ورته درناوی ورکړو، هڅولې دي، بلکې ټول هغه ټیمونه يې هم هڅولی دي چې د دې ناروغۍ په ختمولو کې مرسته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

"هيڅ شی د هغوی او د دې ناروغۍ نه د پاکستاني ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره د ژمنې په منځ کې نه شي ودريدی." څومره ريښتيا خبره ده.

ځواب