ديپلوماسي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښکیلتیا چوکاټ د دوه اړه خيزه باور او همکارۍ لپاره لاره هواروي

د محمد شکيل لخوا

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار نصیر خان جنجوعه (ګس اړخ ته) د می په ۱۵ مه په اسلام آباد کې د ایپاپس په اړه د پريکړو وروسته د افغان پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې اترې کوي. [د پاکستان د فدرالي مطبوعاتو څانګه]

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار نصیر خان جنجوعه (ګس اړخ ته) د می په ۱۵ مه په اسلام آباد کې د ایپاپس په اړه د پريکړو وروسته د افغان پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې اترې کوي. [د پاکستان د فدرالي مطبوعاتو څانګه]

پیښور -- د پاکستان قانون جوړونکي، شنونکي او کاروباري مشران د افغانستان سره د ښکیلتیا لپاره د نوي پلي شوي چوکاټ هرکلی کوي او هيله لري چې دا به د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزې همکارۍ او باور لپاره نوې لارې پرانیزي.

د افغانستان صدر اشرف غني او د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي د اپریل په ۶ مه د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان- پاکستان کاري پلان په اړه په اوو اصولو موافقه وکړه.

د می په ۱۴ مه، د دواړو هيوادونو پلاوو د افغانستان د بهرنیو چارو نايب وزير، حکمت خليل کرزۍ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، تهمينه جنجوعه په مشرۍ کې په اسلام آباد کې د دغه معاهدې په اړه موافقه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل، "ایپاپس يو چوکاټ برابروي چې دوه اړخیزه باور ته وده ورکړي او د دوه اړخيزو معاهدو په ټولو برخو کې اړیکې ښه کړي. دا د دوه اړخيزو اندیښنو د حل لپاره یو میکانیزم هم دی."

د افغانستان صدر اشرف غني د اپريل په ۶ مه په کابل کې په افغان صدارتي محل کې د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي ته هرکلی وايي. [د پاکستان د وزير اعظم دفتر]

د افغانستان صدر اشرف غني د اپريل په ۶ مه په کابل کې په افغان صدارتي محل کې د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي ته هرکلی وايي. [د پاکستان د وزير اعظم دفتر]

په دغه بيان کې راغلي، "دواړه خواوې موافقه وکړه چې په اغیزمنه او بشپړه توګه د ايپاپس پلي کول به د ترهګرۍ له منځه وړلو او د سولې، ثبات، سوکالۍ او د دواړو هېوادونو د خلکو د پراختیا لپاره د ګډو اهدافو په برخه کې مرسته وکړي."

په دغه اوو اصولو کې د افغانانو تر مشرۍ لاندې د سولې پروسې لپاره د پاکستان ملاتړ، د دواړو هېوادونو لخوا په خپل هېواد کې د امنیتي ګواښونو په وړاندې ګامونه پورته کول، او خپل هیواد د هر ډول دولتي ضد عناصرو لپاره د کارولو نه ساتل شامل دي.

سر بيره پر دې، دواړو لوریو ژمنه وکړه چې دوی به د ارتباطي افسرانو له لارې هغه نوښتونه پلي کړي په کومو چې موافقه شوې ده.

دوی ژمنه وکړه چې دوی به "د یو بل په سيمه کې د ځمکني او هوايي سرغړونو نه ډډه وکړي ... چې د عامو خلکو لخوا په يو بل باندې د تور لګولو مخه ونيسي او د دې پر ځای د مسلو او اندیښنو د حل لپاره د ايپاپس د همکارۍ میکانیزمونه استعمال کړي ... [او] په بشپړه توګه د ايپاپس د پلي کولو لپاره کاري ډلې او د همکارۍ میکانیزمونه جوړ کړي."

د قانون جوړونکو ملاتړ

په پاکستان کې د مختلفو سیاسي ګوندونو استازو د ايپاپس لپاره خپل ملاتړ څرګند کړو.

د قومي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شیرپاو وویل، "موږ د ايپاپس د پلي کولو لپاره د تاریخي پریکړې هرکلی کوو، ځکه چې دا د ګاونډیو هیوادونو د دوه اړخیزو اندیښنو د حل لپاره ډيره مهه ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "ايپاپس به د پاکستان او افغانستان دواړو لپاره فرصتونه رامنځته کړي چې يوځای کيني او په ښه چاپیریال کې د مهمو مسلو په اړه پریکړه وکړي او د تیر وخت د بې باورۍ رامنځته شوي اثرات ختم کړي."

هغه وويل، "دوه اړخیز اعتماد او دوه اړخيزه درناوی به دواړه هېوادونه يو بل ته نږدې راولي او په دوی کې به پوهه او ليوالتيا رامنځته کړي چې د يو بل 'ليد' ومني."

په خیبر پښتونخواه کې د عوامي نیشنل پارټۍ ویاند، هارون بشیر بلور، وویل، "موږ تمه لرو چې د یو بل په موقف باندې د مناسب غور کولو له لارې موافقه ترلاسه کول به د دواړو خواو سره مرسته وکړي چې هغه مسلي حل کړي کومې چې د میکانیزم، چې موافقه پرې شوې وه، د نشتوالي له امله نه دي حل شوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، دا نوښت به په هغه سیمه کې پراخې اغیزې رامینځته کړي کومه چې په تیرو کې د غلط فمهۍ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور د نشتوالي له کبله د اړي ګړي سره مخامخ شوې وه.

د سوداګرۍ او امنیت په برخه کې همکاري

ضيا الحق سرحدي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او صنايعو ګډې خونې پخوانی مشر دی، په ۲۰۱۰ کال کې د سوداګرۍ د اسانتيا لپاره يوې معاهدې ته اشاره وکړه او ويې وويل، "دا نوښت کولی شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ معاهدې لاندې د سوداګرۍ د زياتولو له لارې د دواړو هېوادونو په اقتصادي حالاتو باندې مثبت اثرات رامينځته کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په يو بل باندې د تکيه کولو په دې وخت کې، چې نړۍ یو نړیوال کلی ګڼل کیږي، حتی د دوو قومونو ترمنځ یوه کوچنۍ موافقه کولی شي چې ټول وضعیت بدل کړي، چې دا به د امنیت او اقتصاد په مسلو باندې اثر وکړي."

هغه وویل، د سوداګرۍ ټولنه تمه لري چې ايپاپس به د پولې په اوږدو کې زيات تجارت رامينځته کړي. هغه دا خبره نوټ کړه چې د تجارت ناوړه حالاتو، د پولې د بنديدو او د دواړو هيوادونو د بې باورۍ له کبله موجوده تجارت د بندر عباس او چابهار بندرونو ته منتقل شوی دی.

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پیښور کې د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری پاتې شوی دی، وويل، "جغرافیايي نږدې والی، د پیړیو زاړه رواجونه او د بغاوت زيات ګواښ هغه لاملونه دي چې دواړه هیوادونه په دې مجبوروي چې دوی يوځای کيني او د خپلو ستونزو د حل لپاره موافقه وکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د پخلاینې امکانات او د دوه اړخيزه باور پراختیا به ډیره زیاته شي که چيرې دواړه هیوادونه د یو بل لومړیتوبونه ومني او د اعتماد سره په یوې ګډه اجنډا کار وکړي."

شاه ه وويل، "دواړه خواوې به په غوره پوزيشن کې وي چې اختلافات ختم کړي او د ايپاپس په رڼا کې د مختلفو ستونزو لکه د امنيت او اقتصاد د ستونزو لپاره حل په ګوته کړي." هغه زیاته کړه چې د دې پلان اغیزمن تطبیق به یو مهم عنصر وي.

هغه وويل، "دا پلان باید له اخلاص او مثبت ارادې سره پلي کړی شي ځکه چې دا هغه لاملونه دي چې د ايپاپس تولید او اغیزمنتوب به زیاتوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا دورغ دي چې وفاق د وفاقي ملازمينو لپاره د درې بنيادي تنخاګانو اعلاميه جاري کړې ده

ځواب