ديپلوماسي

چین او روسیه هڅه کوي چې 'نړۍ د زور واکۍ لپاره خوندي کړي'

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین (ګس اړخ ته) او د چین صدر شي جین پینګ، چې د ورته رنګونو نکټايانې او سوټونه يې اغوستې دي، د فبرورۍ په ۴مه په بیجینګ کې د غونډې په دوران کې د عکس لپاره ولاړ دي. [الیکسي دروزینین/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین (ګس اړخ ته) او د چین صدر شي جین پینګ، چې د ورته رنګونو نکټايانې او سوټونه يې اغوستې دي، د فبرورۍ په ۴مه په بیجینګ کې د غونډې په دوران کې د عکس لپاره ولاړ دي. [الیکسي دروزینین/سپوتنیک/ای اېف پي]

د یو ګډ ګواښ لخوا په هڅولو سره -- هغه هېوادونه چې په خپلو پولو کې د لویدیځ په څېر جمهوريتونه لري -- د روسیې ولادیمیر پوتین او د چین شي جین پینګ تېره هفته ژمنه وکړه چې د نړېوال سیاسي او پوځي نظم په "نوي عصر" کې به یوځای ودریږي.

دواړو واکمنانو د جمعې په ورځ (د فبرورۍ په ۴مه) د بېجينګ د ژمني اولمپيک لوبو د پیل په ورځ سره ولیدل او د یو پراخه اوږد مهاله تړون پرانسته يې وکړه چې شنونکي وايي متحده ایالاتو ته د نړېوال ځواک په توګه، د ناټو اتحاد او لیبرال جمهوريتونو ته په مجموعي توګه چيلنج ورکوي.

دوی له غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، "د دواړو هېوادونو ملګرتیا هیڅ حد نلري." "د همکارۍ هیڅ 'منع شوي' ساحې شتون نلري."

پوتين او شي جين پينګ ژمنه وکړه چې د فضا، مصنوعي استخباراتو، د اقليمي بدلون او د انټرنېټ د کنټرول په شمول په ډېرو برخو کې همکاري وکړي.

د روسیې پوځیان د فبرورۍ په ۶مه له اوکراین سره په پوله باندې په پوځي ضلعه کې د ګازو د ماسکونو سره تمرینات ترسره کوي. [د روسیې د دفاع وزارت]

د روسیې پوځیان د فبرورۍ په ۶مه له اوکراین سره په پوله باندې په پوځي ضلعه کې د ګازو د ماسکونو سره تمرینات ترسره کوي. [د روسیې د دفاع وزارت]

د چین پوځي پرسونل د جنوبي چین په بحر کې د توغندیو له یوې بېړۍ څخه ډزې کوي، چېرې چې بیجینګ په غیرقانوني توګه د حاکمیت یا یو ډول ځانګړي واک ادعا کوي. [د چین د دفاع وزارت]

د چین پوځي پرسونل د جنوبي چین په بحر کې د توغندیو له یوې بېړۍ څخه ډزې کوي، چېرې چې بیجینګ په غیرقانوني توګه د حاکمیت یا یو ډول ځانګړي واک ادعا کوي. [د چین د دفاع وزارت]

دوی دا هم وویل چې د جمهوريت هر شکل "مناسب نه دی" -- چې دا د ماسکو او بیجینګ لپاره یو اسانه ادعا ده چې د خپل نفوذ په ساحه کې د ډیموکراتیکو خوځښتونو سره مبارزه کوي.

په دغه بيان کې راغلي،"روسیه او چین د بهرنیو ځواکونو د هغو هڅو پر وړاندې ودرېږي چې په خپلو ګډو سیمو کې امنیت او ثبات ته زیان رسوي، د هر ډول پلمې لاندې د خپلواکو هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنیو ځواکونو د لاسوهنې د مخنیوي اراده لري، د رنګارنګ انقلابونو مخالفت کوي او همکاري به زیاتوي."

په ياده سند کې ويل شوي، "ګوندونه د ناټو د پراختيا مخالفت کوي او د شمالي اتلانتیک اتحاد څخه غواړي چې د سړې جګړې د دورې ایډیالوژیکي کړنلارې پریږدي." دا هېوادونه په دغه سند کې "د نورو هېوادونو حاکمیت، امنیت او ګټو" لپاره د درناوي غوښتنه کوي."

د زورواکۍ لپاره نړۍ خوندي کول

د اسیا ټولنې پالیسۍ انسټیټیوټ (ASPI) کې د نړېوال امنیت او ډیپلوماسۍ نايب صدر ډینیل رسل رویټرز ته وویل، "دواړه مشران د متحده ایالاتو او لویدیځ په وړاندې د یوځای کېدو او د ودرېدو لپاره د خپل هوډ اعلان کوي -- او چمتو دي چې د بندیزونو سره مقابله وکړي او د امریکې د نړېوال مشرتابه سره سیالي وکړي."

رابرټ ډېلي، چې په واشنګټن ډي سي کې په ويلسن مرکز کې د چین او متحده ایالاتو په اړه په کیسنجر انسټیټیوټ کې ډايريکټر دی، موافقه وکړه.

هغه نیویارکر ته وویل، "دا یوه ژمنه ده چې د امریکې او لویدیځ په وړاندې اوږه په اوږه او په ایډیالوژیکي او پوځي توګه ودریږي."

هغه د تړون د ستراتیژیکي وخت یادونه وکړه، ځکه چې د اوکراین په ګډون د پخواني شوروي هېوادونو سره د روسیې د پولو په اوږدو کې تاوتریخوالی او د تایوان په وړاندې د چین پوځي جارحيت زيات شوی دی.

جمهوري او خپلواک تایوان د استبدادي چين د دوامداره یرغل لاندې ژوند کوي، کوم چې دغه ټاپو د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي او ژمنه یې کړې چې -- که اړتیا وي -- یوه ورځ به یې په زور سره ونیسي.

تایوان له ۱۹۴۹ کال راهیسې خپل حکومت لري.

د لندن د SOAS يونيورسټۍ سیاسي ساینس پوه سټیو سانګ وویل، په داسې حال کې چې د اولمپيک لوبو پرانسته وشوه، پوتین او شي جين پينګ په ښکاره توګه د "استبدادي رژیم، په ځانګړي توګه په پخوانیو سوسیالیستي هېوادونو کې د نړۍ د خوندي کولو لپاره پراخه ژمنه" وښودله

هیڅ 'اتحاد' شتون نلري

سانګ ای اېف پي ته وویل، د شي جين پينګ لپاره، د اوکراین په اړه عامه دریځ ښودل "د پوتین سره د هغه شریکه ليوالتيا ښیي چې د متحده ایالاتو تر واک لاندې نړېوال نظم ته چيلنج ورکړي."

روسیه، په بدل کې، د بیجینګ د "یو چین" پالیسۍ -- چې د تایوان په اړه د "هر ډول خپلواکۍ" مخالفت کوي -- لپاره د خپل ملاتړ بیا تایید وکړو او په تېرو دوو کلونو کې د هانګ کانګ د ډیموکراسۍ پلوه غورځنګ په وړاندې يې د بیجینګ د بې رحمه چلند ملاتړ وکړو.

پوتین د چین سره پراخه ستراتیژیکه ملګرتیا "بې ساري" او "باوقاره" وبلله، په داسې حال کې چې شي جين پينګ وویل چې د دوی ګډ تړون به "په چین، روسیه او نړۍ باندې پراخه نفوذ ولري".

د چین رسمي رسنۍ په ۲۰۱۴ کال کې له اوکراین څخه د روسیې له خوا د کریمیا د ضم کولو راهيسې د شي جين پينګ او پوتین تر منځ د پرله پسې غونډو په اړه راپورونه ورکوي، چې په پايله کې د روسیې مشر د لویدیځ له خوا په تور لیست کې شامل شو.

د چین ګلوبل ټایمز پدې وروستیو کې یادونه وکړه چې "د رسمي غونډو سربېره، دواړو څه وخت هم د يو بل سره تېر کړو او د وډکا، کېویا او روسي آیس کریم څخه يې خوند واخیستو او د یو بل د زیږون نېټې يې ولمانځلې".

د سکاټلېنډ په ګلاسکو کې د ریډل د څېړنې مرکز شنونکي انتون بارباشین وویل، د روسیې او چین پراخه اړیکې لا تر اوسه د "اتحاد" څخه لرې دي.

هغه ای اېف پي ته وویل، "خو موږ به یقیناً په نړېوالو اړيکو کې ډېر همغږيز عمل وګورو، شاید په اروپا او آسیا کې په ورته وخت کې کمپاینونه، او همدارنګه د ماسکو او بیجینګ ترمنځ ژورې اقتصادي اړیکې."

د دغه شان مشارکت د جوړولو په هڅه کې يوه اندېښنه د چين او روسيې ترمنځ پراخه اقتصادي توپير دی. د نړیوال بانک په وینا، په ۲۰۲۰ کال کې، د چین جي ډي پي د روسیې په پرتله نږدې ۱۰ ځله لوړه وه -- يعنې د ۱.۵ ټریلیون ډالرو څخه کم په پرتله د ۱۴.۵ ټریلیون ډالرو څخه ډېره.

د فرصت لګښت

د اوکراین په اړه د لویدیځ سره د پوتین په لانجه کې د روسیې لپاره د شي جين پینګ ملاتړ یو مهم ټکی دی.

روسیې د اوکراین په پولو کې سل زره سرتیري ځای پر ځای کړي دي او لویدیځو هېوادونو ژمنه کړې چې که ماسکو برید وکړي نو پر ماسکو به ویجاړونکي بندیزونه ولګوي.

له شي جين پينګ سره د پوتین لیدنه وروسته له هغې وشوه کله چې متحده ایالاتو وویل چې دوی د ماسکو لخوا د هغه پلان شواهد لري چې په روسیه باندې د جعلي اوکراین برید فلم جوړ کوي ترڅو په خپل ګاونډي باندې برید توجیه کړي.

پوتین د ناټو د پراختیا د ودرولو لپاره په اوکراین باندې د بريد کولو ګواښ کاروي، او اوس د بیجینګ ښکاره ملاتړ لري.

ماسکو په ۲۰۰۸ کال کې په جارجیا کې د روسیې د جګړې، په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین د اشغال یا د کریمیا د الحاق لپاره د بیجینګ ملاتړ نه لرلو.

د کییف او ماسکو پلوه بېلتون غوښتونکو تر منځ نږدې اته کلنۍ جګړې له ۱۳۰۰۰ څخه ډېر کسان وژلي دي.

که څه هم، دا ځل، د چین لپاره ګټه ممکن په خپل انګړ کې وي: د متحده ایالاتو ډېر سرتیري په اوکراین تمرکز کوي او د نورو ختیځ اروپایي هېوادونو مطلب دا دی چې دوی په آرام سمندر کې د بیجینګ سره د مقابلې لپاره لږ پوځي ځواک لري.

د بېلګې په توګه، پر اوکراین د هر ډول برید په اړه د ماسکو په وړاندې د امریکې غبرګون د تایوان د کنټرول لپاره د چین د هر ډول اقدام په اړه خورا زیات وزن لري، چې واشنګټن یې د خپلواکۍ دفاع کولو ژمنه کړې ده.

په لویدیځ تکیه کول

ترڅو چې د کيف خبره ده، دې د روسیې د مخ په زیاتیدونکي جارحيت په ترڅ کې د خپلو لویدیځو متحدینو د ملاتړ څخه مننه کړې ده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا د جمعې په ورځ د روسیې د "دروغو" کمپاينونو په اړه د متحده ایالاتو د استخباراتو راپورونو ته په ځواب کې وویل، "له ۲۰۱۴ کال راهیسې، موږ د روسیې فدراسیون ډېرې ضرر رسونکي کړنې لیدلي، موږ ولیدل چې دوی به هر حد ته لاړ شي چې د اوکرين په اړه جعلي راپورونه جوړ کړي او اوکراین تورن کړي."

کولیبا وویل چې ياده پلان هیڅ د "حیرانتیا" خبره نه وه.

هغه وويل، "دا ډېره مهمه ده چې د روسيې هر ډول پلانونه، هر ډول نيتونه روښانه شي او موږ يې په شنډولو کې بريالي شو."

واشنګټن دا ادعا وروسته له هغې وکړه کله چې د اروپا مشرانو، د برتانیې د وزیر اعظم بوریس جانسن او د ترکیې د صدر رجب طیب اردوغان په ګډون، د کیف لپاره د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره سفرونه وکړل.

کولیبا د ملاتړ د ښودلو هرکلی وکړو او ویې ویل چې دوی د روسيې لخوا د "امنیتي وضعیت د لا خرابیدو" مخه ونیوله.

د چین د جارحيت په مقابل کې، تایوان هم د لویدیځ د سیاسي او پوځي ملاتړ مننه وکړه.

د سه شنبې په ورځ، تایپي د متحده ایالاتو مننه وکړه چې هغوی ته يې د ۱۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت تجهیزات او خدمات چمتو کړل ترڅو د دې هوایي او توغندیو دفاعي سیسټمونو ملاتړ وکړي.

د تایوان د دفاع وزارت له مخې، تمه کیږي چې دا تړون به د مارچ په میاشت کې پلي شي.

د متحده ایالاتو د دفاع امنیتي همکارۍ ادارې وویل چې په دې تړون کې د انجینرۍ ملاتړ او د هوایي دفاع سیسټم ساتل شامل دي او "د هوایي عملیاتو لپاره چمتووالی به تضمین کړي".

دغه ادارې وویل، "تر لاسه کوونکي به دا وړتیا د سیمه ییزو ګواښونو د مخنیوي او د وطن د دفاع د پیاوړي کولو لپاره وکاروي."

بیجینګ په وروستیو میاشتو کې د تایوان د هوایي دفاع پیژندنې زون کې د پام وړ نفوذ زیات کړی دی، او د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ربع کې پکې د پام وړ زیاتوالی ليدل شوی دی.

د ای اېف پي لخوا د ترتیب شوي ډېټابیس له مخې، تېر کال، تایوان د چینایي جنګي الوتکو لخوا ۹۶۹ بریدونه ثبت کړل -- چې دا په ۲۰۲۰ کال کې د ترسره شويو ۳۸۰ بريدونو نږدې دوه چنده وو.

نوی کال داسې ښکاري چې ورته تمایل تعقیب کړي: د تایوان د دفاع وزارت د جنورۍ په میاشت کې په دوو ورځو کې د ۵۲ جنګي الوتکو سیمې ته ننوتل ثبت کړل، چې په لنډ وخت کې د پام وړ زیاتوالی دی.

د تایوان د صدر ویاند ژاویر چانګ د سه شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل، "دا د [امریکې] د صدر جو بایډن د دندې له پیل راهیسې په تایوان باندې دوهم د وسلو پلور دی او سږ کال لومړی ځل دی."

"دا ... د تایوان او متحده ایالاتو ترمنځ ډېره پیاوړي ملګرتیا په ګوته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500