امنیت

د نړۍ والو ځواکونو تر منځ د ترینګلتیاوو په زیاتېدلو سره، د متحده ایالاتو پوځ خپل تمرکز د چین او روسیې په لوري اړوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د چین تشریفاتي ګارډ د چنګاښ په ۱۰مه په بیجینګ کې د چین د کمونست ګوند د تاسیس د ۱۰۰مې کلیزې له لمانځلو څخه مخکې د خلکو د اتلانو د څلې مخې ته د تیارسئ په حالت کې ولاړ دی. [وانګ ژاو/ای اېف پي]

د چین تشریفاتي ګارډ د چنګاښ په ۱۰مه په بیجینګ کې د چین د کمونست ګوند د تاسیس د ۱۰۰مې کلیزې له لمانځلو څخه مخکې د خلکو د اتلانو د څلې مخې ته د تیارسئ په حالت کې ولاړ دی. [وانګ ژاو/ای اېف پي]

پنتاګون د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۸مه/ د یوې ارزونې نتایجو ته په اشارې سره وویل چې، د متحدو ایالاتو پوځ به د چین او روسیې د څارنې لپاره جوړ شوي پوځي واحدونه او بېسونه پیاوړي کړي، او په ورته وخت کې به په منځني ختیځ کې دومره کافي اندازه ځواکونه وساتي چې د ایران او یاغي ډلو مخه پرې ونیسي.

چارواکو وویل چې «د نړۍ والې موضع نیونې د بیاکتنې» جزیات به چې د ولسمشر جو بایډن ادارې د روان کال په لومړیو کې ترسره کړه، همداسې محرم پاتې شي، څو پلانونه سیالانو ته څرګند نشي.

د پنتاګون د پالیسۍ د برخې یوې جګپوړې چارواکې مارا کارلین وویل، ارزونې تایید کړه چې د هند سمندر او ارام سمندر سیمه د متحدو ایالاتو د پوځ لپاره لومړیتوب لري.

هغې خبریالانو ته وویل، ارزونه حکم کوي «چې په سیمه کې له متحدینو او شریکانو سره نوره همکاري وشي او داسې نوښتونه پرمخ وېوړل شي چې د سیمه ییز ثبات په برخه کې مرسته کوي او د چین او شمالي کوریا له خوا د احتمالي پوځي یرغل مخه نیسي.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لیندۍ په ۱۰مه په کریملین کې په جوړو شویو مراسمو کې وینا کوي. [میخایل میڅل/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لیندۍ په ۱۰مه په کریملین کې په جوړو شویو مراسمو کې وینا کوي. [میخایل میڅل/سپوتنیک/ای اېف پي]

د ایران ولسمشر اراهیم رییسي د لیندۍ په ۱۰مه په تهران کې د پارلمان د یوې ناستې په ترڅ کې له وینا کولو څخه وروسته تریبیون پرېږدي. [عطا کیناري/ای اېف پي]

د ایران ولسمشر اراهیم رییسي د لیندۍ په ۱۰مه په تهران کې د پارلمان د یوې ناستې په ترڅ کې له وینا کولو څخه وروسته تریبیون پرېږدي. [عطا کیناري/ای اېف پي]

پنتاګون په یوه اعلامیه کې وویل، په دغو نوښتونو کې «د پوځي شراکت فعالیتونو لپاره د لا پراخ سیمه ییز لاسرسي لټون، په استرالیا او د ارام سمندر په ټاپوګانو کې د بېخبناوو پیاوړي کول؛ او په استرالیا کې د الوتکو د دوراني توظیف پلانونه جوړول شامل دي.»

کارلین وویل، «په استرالیا کې به تاسو وګورئ چې نوې جیټ او بم غورځوونکې الوتکې به په دوراني توګه توظیف شي او پلیو ځواکونو ته به روزنه ورکړل شي او لوجیستیکی همکاري به زیاته کړای شي.»

هغې وویل، په ګوام، شمالي ماریانا ټاپوګانو او استرالیا کې به هوایي ډګرونه او د سون توکو او مهماتو مرکزونه پیاوړي کړای شي.

کارلین د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په بیاکتنه کې د ارام سمندر په سیمه کې د متحده ایالاتو په حضور کې د زیاتوالي په هکله څه راغلي، وویل، «موږ جهت ته یو څه تغیر ورکوو.»

هغې وویل، «او هغه څه چې زه غواړم فکر یې وکړم دا دی چې په راتلونکو کالونو کې به جهت ته نور تغیر هم ورکړو.»

د متحدو ایالاتو د لومړیتوبونو تایید په داسې حال کې مخې ته راځي چې چین خپل پوځي زور ښیي.

متحده ایالاتو، برتانیا او استرالیا د وږي په میاشت کې د اکوس (ای یو کی یو اېس) په نامه د خپل نوي دفاعي اتحاد جوړښت اعلان کړ چې د چین پر وړاندې، چې خپل سمندري ځواک پیاوړی کوي او په اسیا کې د متحده ایالاتو د لسیزو پوځي حضور امتحانوي، مقابله وکړي.

دغه تړون په داسې حال کې وشو چې بیجینګ د جنوبي چین په جنجالي سمندر باندې خپل کنټرول ټینګوي او د تایوان په لور،‌چې د واشنګټن له خوا له نږدې‌ څخه حمایه کیږي خو بیجینګ پرې د مالکیت ادعا لري او که اړتیا شي یوه ورځ به یې په زور ونیسي، خپل پوځي ګواښونه زیاتوي.

د څو لسیزو په پرتله اوس د ولسمشر شي جین پینګ په واکمنۍ کې نظامي ترینګلتیاوې خپلې لوړې درجې ته رسېدلي، چې چین په کې هره ورځ جنګي جیټان او هستوي بم غورځوونکې الوتکې د تایوان د هوایي دفاع زون ته لېږي او دولتي رسنۍ په منظمه توګه د یرغلیزو تمریناتو په هکله راپورونه ورکوي.

د پنتاګون یوه راپور چې د لړم په ۱۲مه خپور شو هم یاده کړه چې کېدی شي چین تر ۲۰۲۷ میلادي کال پورې ۷۰۰ چمتو شوې اتومي کوپړۍ ولري او تر ۲۰۳۰ پورې یې شمېر له ۱۰۰۰ څخه واړوي. دا وسلې د هغه څه په پرتله دوه نیم برابره ډېرې زیاتې دي چې پنتاګون یې یو کال مخکې وړاندوینه کړې وه.

د روسیې پر وړاندې مقابله

د دغې بیاکتنې له مخې، پنتاګون روسیه هم تر څار لاندې نیولې ده.

کارلین وویل، دا بیاکتنه «په اروپا کې د روسیې د یرغل پر ضد باوري جنګي مخنیوونکي پیاوړي کوي او د ناټو ځواکونو ته دا وړتیا ورکوي چې په لا اغېزمنه توګه عملیات ترسره کړي.»

دغې اعلامیې یاده کړې چې د متحدو ایالاتو ولسمشر جو بایډن د ۱۳۹۹ د کب په میاشت کې د پخوانۍ ادارې له خوا په جرمني کې مېشتو ۲۵۰۰۰ فعالو ځواکونو باندې لګېدلي محدودیتونه لیرې کړل.‌

له اروپایي متحدینو سره د کریملین اړیکې له هغه وخت راهیسې بدترې شوي چې روسي ځواکونو په ۱۳۹۳ کې کریمیا له اوکراین څخه رابېله او ځان سره ونښلوله، او په انتخاباتو کې لاسوهنې او د جاسوسۍ تورونو ترینګلتیاوې لا ډیرې کړي دي.

لویدیځو متحدینو د ۱۳۹۹ د زمري په میاشت کې په سایبریا کې د کریملین مخکښ منتقد الیکسي نوالني د مسمومولو عمل په شدت سره وغانده، او ویې ویل چې کېدی شي هغوی مسکو ته په لا نورو بندیزونو سره ځواب ورکړي.

نوالني له مرګوني تسمم څخه بېرته ورغېد خو د کب په میاشت کې د غیر مشخصو تورونو له امله په ۳۲ میاشتو زندان محکوم شو.

په وروستیو کې، د روسیې یو نږدې متحد بیلاروس د منځني ختیځ، افغانستان او افریقا له زرګونو نهیلو کډوالو څخه د وسیلو په توګه کار اخلي څو په اروپایي اتحادیه باندې فشار وارد کړي چې بندیزونه ترې لیرې کړي.

د نړۍ مشرانو هوکړه کړې چې په واګنر ګروپ باندې، چې د روسیې یو خصوصي نیابتي اجیر ګروپ دی او له کریملین سره نږدې اړیکې لري، بندیزونه نور هم زیات کړي.

د واګنر اجیرانو په ګرده نړۍ کې له یو لړ جانجالي او په ځانګړې توګه په اوکراین، څو افریقایي هېوادونو او منځني ختیځ کې جنګونو سره اړیکې لرلې.

فرانسې او جرمني سږ کال وموندله چې د راپورونو له مخې کریملین داسې معامله کړې چې د واګنر ګروپ ۱۰۰۰ جنګیالي جنګ ځپلي مالي ته ولېږي.

اروپایي اتحادیې تېر کال د واګنر د اوږدې مودې تمویلوونکی یوګیني پریګوژین چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوږدې مودې صمیمي دوست دی، په لیبیا کې د یاد ګروپ د ښکېلتیا له امله، په تور لست کې ونیو.

د ایران ګواښونه

بیاکتنه یادونه کوي چې، په ورته وخت کې، منځنی ختیځ په عراق او افغانستان کې له اوږدو جنګونو څخه وروسته هم د پنتاګون لپاره خوځښت سیمه ده.‌

کارلین وویل، نړۍ وال مسؤلیتونه «ایجابوي چې موږ په منځني ختیځ کې په خپل وضعیت کې دوامدار تغیرات راولو،‌ لاکن موږ تل دا وړتیا لرو چې د ګواښ چاپېریال ته په کتلو په چټکۍ سره په سیمه کې ځواکونه ځای پرځای کړو.»

د اعلامیې په اساس، دغې بیاکتنې په منځني ختیځ کې د ایران پر وړاندې د پنتاګون چلند او په افغانستان کې د عملیاتو له پای ته رسېدلو څخه وروسته د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د تحول په حال کې لازم شرایط وارزول.

هغه زیاتوي، په عراق او سوریه کې به پنتاګون د داعش پر ضد د کمپاین او د شریکباڼو ځواکونو د ظرفیت لوړولو ملاتړ وکړي.‌

د ایران هستوي او بې ثباته کوونکي فعالیتونه په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ دي.

د اتومي انرژۍ نړۍ والې ادارې (آی ای اي ای) د لړم په ۲۶مه د ایران د په لوړه کچه غني شویو یورانیمو ذخیره ۲۴۸۹.۷ کیلوګرامه اټکل کړه -- چې له هغه حد څخه څو برابره زیاته ده چې د ۱۳۹۳ په هستوي تړون کې ورته ټاکل شوی وو.‌

په دغه راپور کې راغلي چې، په دې لړ کې د وږي په میاشت کې د ۸۴.۳ کیلوګرامو پر ځای ۱۱۳.۸ کیلوګرامه ۲۰٪ او د ۱۰ کیلوګرامو پر ځای ۱۷.۷ کیلوګرامه تر ۶۰٪ پورې غني شوي دي.

د اتومي انرژۍ نړۍ والې ادارې په یوه جلا راپور کې چې د لړم په ۲۶مه خپور شو، وویل، د څو هغو پوښتنو د حلولو په برخه کې چې دغه اداره یې په هغه هېواد کې د هستوي موادو د نه اعلان شویو ځایونو د پخواني موجودیت په هکله لري، هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

سپاه پاسداران په تېره لسیزه کې د خپلو ځواکونو او امکاناتو ډېره فیصدي سیمه ییزو لاسوهنو ته ځانګړي کړي او په سوریه، لبنان، عراق او یمن کې یې خپل حضور تثبیت کړی دی.

عدلي شواهدو ثابته کړې چې ایران په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو له خوا په شویو ډېرو بریدونو کې لاس لري. دا په داسې حال کې ده چې ایران دغه عملیاتي طریقه په یو ډول د دې لپاره کاروي چې خپل لاس لرل پرې پټ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500