ديپلوماسي

بیجینګ په غیرقانوني ډول د جنوبي چین بحر او له هغې هاخوا د سيمې ادعا کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د چین پوځي چورلکي د دسمبر په میاشت کې په متنازعه ټاپوګانو الوتنې کوي. [د چین د دفاع وزارت]

د چین پوځي چورلکي د دسمبر په میاشت کې په متنازعه ټاپوګانو الوتنې کوي. [د چین د دفاع وزارت]

واشنګټن -- بیجینګ په "غیرقانوني" توګه د جنوبي چین سمندر په ډېرو برخو کې د حاکمیت یا د یو ډول ځانګړي واک ادعا کوي، او د دې ادعاوو لپاره د قانوني لارې هوارولو لپاره په ټوله آسیا کې دغه ځایونو ته چینایي نومونه ورکوي.

چین د جنوبي چین بحر تقریباً پر ټولو برخو د ملکیت دعوه لري، چې له دې لارې هر کال د میلیاردونو ډالره سوداګري ترسره کيږي، پداسې حال کې چې دا د برونای، مالیزیا، فیلیپین، تایوان او ویتنام له ادعاوو سره مبارزه کوي.

د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزارت د سمندرونو او نړيوالو چاپيريال او ساينسي چارو ادارې د جنورۍ په ۱۲مه د ۴۷ پاڼو په يوې څېړنيزه مقاله کې وويل، چین د نړیوالو قوانینو له مخې د ادعاوو لپاره هیڅ جواز نه لري چې بیجینګ یې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د ټکر په لاره اچولی دی.

دغه ادارې د چین لخوا تصویب شوي د سمندر د قانون په اړه د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۲ تړون ته په اشارې سره وویل، "دا ادعاګانې په سمندرونو کې د قانوني حاکمیت او د نړیوال قانون ډېر منل شوي مقررات، چې په کنوانسیون کې منعکس شوي دي، په جدي توګه کمزوري کوي."

يوه 'غیرقانوني' چینایي پوځي اډه ښودل کیږي چې د چین په جنوبي بحر کې په مصنوعي ټاپوګانو کې جوړه شوې ده. [فايل]

يوه 'غیرقانوني' چینایي پوځي اډه ښودل کیږي چې د چین په جنوبي بحر کې په مصنوعي ټاپوګانو کې جوړه شوې ده. [فايل]

د يو اېس اېس ډيوي کښتۍ د جنورۍ په ۲۰مه د چین په سویلي بحر کې د معمول عملیات ترسره کوي. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

د يو اېس اېس ډيوي کښتۍ د جنورۍ په ۲۰مه د چین په سویلي بحر کې د معمول عملیات ترسره کوي. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

د مطالعې په خپرولو سره، د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې یو ځل بیا پر بیجینګ غږ وکړو چې "د چین په جنوبي سمندر کې خپل غیرقانوني او جارحانه فعالیتونه ودروي".

چین خپل غبرګون وښود او ادعا یې وکړه چې راپور "په نړیوال قانون کې تحریف کوي او خلک ګمراه کوي".

دا مقاله د "نهه نقطو کرښې" په نوم مسله تر بحث لاندې راوستې چې د بیجینګ د دریځ د زياتې برخې اساس دی او د چین د ادعاوو لپاره جغرافیایي توجیهات لري او وايي چې بيجينګ په سویلي چین بحر کې له ۱۰۰ څخه ډېر ځایونه په ګوته کوي چې د لوړو څپو په جریان کې په اوبو کې ډوب شوي او له همدې امله "د هر يو هېواد د ځمکني بحر له قانوني حدودو څخه بهر دي".

بیجینګ د څلورو "جزیرو په ډلو" ادعا کولو لپاره د ورته جغرافیایی سيمو حواله ورکوي، کوم چې د بهرنیو چارو وزارت مطالعې ویلي چې د ۱۹۸۲ د ملګرو ملتونو کنوانسیون لاندې د بنسټ ليکو لپاره معیارونه نه پوره کوي.

په ټوليزه توګه، د جنوبي چین سمندرګي ټاپوګان یوازې پنځلس کیلومتره مربع مساحت لري او ډېر یې د اصلي ځمکې له ساحلي دولت څخه لرې پراته دي. بیجینګ پر ټولو ټاپوګانو د حاکمیت ادعا کوي، خو په هر ټاپو یا د ټاپو په ډلې لږ تر لږه یو بل هېواد دعوه لري.

د اوبو نړیواله لاره

د لوی، نیم محاصره شوي سویلي چین سمندرګی چارچاپېره د برونای، چین، اندونیزیا، مالیزیا، فیلیپین، سنګاپور، تایوان او ویتنام هېوادونه پراته دي.

د متحده ایالاتو په مشرۍ، ډېر لویدیځ سمندري ځواکونه "د بحر د آزادی عملیات" ترسره کوي -- چې په پوځي حلقو کې د فان اوپس (FONOPs) په نوم پیژندل کیږي -- د دې نظر د ثابتولو لپاره چې د جنوبي چین سمندر د اوبو یوه نړیواله لاره ده.

د کال په لومړي اعلان شوي فان اوپس کې، د متحده ایالاتو یوه جنګي بیړۍ د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۰مه) د جنوبي چین بحر له لارې تېره شوه، چې په پايله کې د چین د پوځ لخوا خبرداری ترلاسه کړو.

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو په وینا، يو اېس اېس بینفولډ "د پاراسل ټاپوګانو په شاوخوا کې د نړیوالو قوانینو سره سم په بحري حقونو او آزادیو ټینګار وکړو".

د خلکو د آزادۍ پوځ (پي اېل ای) د جنوبي تهېټر کمانډ وویل چې د متحده ایالاتو کښتۍ په "غیرقانوني ډول" هغه څه ته ننوتلې چې بیجینګ یې د خپلو اوبو په توګه ګڼي.

چینایي پوځ ډېر جارحانه چلند کاروي او د نورو خپلواکو هېوادونو په خاوره کې بريدونه ترسره کوي -- چې دا یو داسې رجحان دی چې د ګاونډيو هېوادونو، څارونکو او د نړیوالې ټولنې د اړوند غړيو لپاره يوه اندیښنه ده.

په ۲۰۲۰ کال کې، د چين صدر شي جين پينګ په وروستیو هفتو کې احتمالي "بریدګرو" ته سخت خبرداری ورکړو، او د ټولو تیري کونکو په وړاندې يې د "نوي چین" د ساتنې لپاره د بیجینګ د پوځي هوډ ستاينه وکړه.

د اکتوبر په ۲۳مه په یوې مهمه وروستۍ وینا کې، شي جين پينګ وویل چې جګړه باید د بريد د مخنيوي لپاره وشي او تاوتریخوالی باید له تاوتريخوالي سره مخ شي.

دا جارحيت -- او همدارنګه د چین د ځمکنیو ادعاوو په اړه د خپل دريځ پياوړي کولو لپاره نرمې هڅې -- يوې داسې کچې ته رسيدلي چې د پامه له غورځېدو وړ نه دي.

جمهوري او خپلواک تایوان د استبدادي چين د دوامداره یرغل لاندې ژوند کوي، کوم چې دغه ټاپو د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي او ژمنه یې کړې چې -- که اړتیا وي -- یوه ورځ به یې په زور سره ونیسي.

تایوان له ۱۹۴۹ کال راهیسې خپل حکومت لري.

چینايي یرغل هند ته هم غځیدلی دی.

په جون ۲۰۲۰ کال کې، چینایان او هندي عسکر د لداخ په سیمه کې له یو بل سره په سخته لاسي جګړه کې ښکېل شول، چې ۲۰ هندي سرتیري پکې ووژل شول. د چین رژیم تلفات ومنل خو هیڅ ارقام یې نه دي په ډاګه کړي.

په مرکزي آسیا کې، بیجینګ د "خپلو" سيمو د بیرته ترلاسه کولو نظریه وړاندې کوي چې د ځایي خلکو عکس العمل معلوم کړي، چې د کتونکو په وینا دا د سیمې د حاکمیت لپاره يو مستقیم ګواښ دی.

د نقشو بدلول

په عېن حال کې، بیجینګ د خپلو ځمکنیو ادعاوو د ملاتړ لپاره نوي نومونه او نور د نقشو کوډونه کاروي، نه یوازې د جنوبي چین په بحر کې بلکې په ختیځ چین سمندر کې او د غرونو د لړۍ په ځینو هغو برخو کې هم چې له هند سره پرې شخړه لري.

د چین دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز راپور ورکړو، د دسمبر په ۲۹ مه، د چین د ملکي چارو وزارت اعلان وکړو چې دوی د هېواد په شمال ختیځ کې د هند تر کنټرول لاندې په اروناچل پردیش ایالت کې د ۱۵ ځایونو نومونو د "معیاري" کولو لپاره چینایي حروف کارولي دي.

چین پنځه کاله مخکې په همدې سیمه کې د شپږو نورو ځایونو نومونه بدل کړل.

په بیجینګ کې د چین د تبتولوژی څیړنیز مرکز سره چینایي شنونکي لیان ژیانګمین ګلوبل ټایمز ته وویل، دا ۱۵ نومونه د "ځایونو د نومونو مدیریت معیاري کولو لپاره د ملي هڅې" سره سمون لري چې ځینې پکې هغه نومونه شامل دي چې "له سلګونو کلونو راهیسې شتون لري."

د چین مشران یوه بله موخه لري -- چې خپلو اتباعو ته د خپلو ادعاوو یادونه وکړي او په آسیا کې په شخړو کې په خپلو مخالفینو فشار واچوي.

بیجینګ د چین په سویلي بحر کې د سپراتلي ټاپوګانو او پاراسل ټاپوګانو نومونه هم بدل کړي دي، چې د هغه څه پراساس دي چې دا وايي د پیړیو د کب نیولو نمونې دي.

په ختیځ چین بحر کې -- چې د چین، جاپان، تایوان او جنوبي کوریا تر منځ شریک دی -- بیجینګ د ۱۹۵۰ لسیزې په وروستیو کې د جاپان په واک کې د سینکاکو ټاپوګانو نوم د "دیاویو" په نوم بدل کړو. توکیو او تایپي دواړه د بیجینګ د ادعا مخالفت کوي.

شنونکي وايي چې بیجینګ یوه اوږده لوبه کوي. بالاخر، چین کولی شي د نومونو په کارولو سره په سیمه ایزو شخړو کې ګټې ترلاسه کړي، حتی که دا ډول شخړې د لسیزو لپاره رامینځته نشي.

په سینګاپور کې د نړیوالو مطالعاتو د اېس راجارتنام سکولو اسوشييټ پروفیسر آلان چونګ وویل، "دوی ممکن همدا اوس د وضعيت د کنګل کولو سره موافقه وکړي."

هغه امریکا غږ ته وویل، "خو له نن څخه ۵۰ کاله وروسته شاید دوی ناڅاپه پریکړه وکړي، 'ښه، راځئ چې محکمې ته لاړ شو او په سوله ایزه توګه یې وګټو'، او بیا به دوی دې حقیقت ته اشاره وکړي چې دوی نقشې او نور اسناد لري چې دا په ډاګه کوي چې یو چینایي نوم دغه سیمې ته ۵۰ کاله وړاندې ورکړل شوی و."

الکساندر ووینګ، چې په هاوایي کې د ډینیل کې اينويي آسیا - پاسیفیک د امنیتي مطالعاتو په مرکز کې پروفیسر دی، وويل، "په حقوقي دلیل کې، تاسو باید دا ثابته کړئ چې تاسو په یو ځای او د هغې په یوې برخه واک لرئ، چې تاسو ورته نوم ورکوئ."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500