امنیت

پداسې حال کې چې تاوتریخوالی زیاتیږي، د چین شریکان، قرض اخيستونکي په شخړو کې د ښکېل کېدو خطر لري

د پاکستان فارورډ لخوا

د چین پوځي پرسونل د جون په میاشت کې د ځمکې او اوبو دواړو وسایطو په کارولو سره يو نقلي برید ترسره کوي، چې بیجینګ ژمنه کړې چې یوه ورځ به يې د تایوان په وړاندې استعمال کړي. [د چین د دفاع وزارت]

د چین پوځي پرسونل د جون په میاشت کې د ځمکې او اوبو دواړو وسایطو په کارولو سره يو نقلي برید ترسره کوي، چې بیجینګ ژمنه کړې چې یوه ورځ به يې د تایوان په وړاندې استعمال کړي. [د چین د دفاع وزارت]

شنونکي وايي، هغه هېوادونه چې له چین سره نږدې ملګري دي -- یا هغه چې له چين څخه يې ډېر قرض اخيستی دی -- له دې حقیقت سره مخامخ دي چې دوی د بیجینګ جیو پولیټیکل کړنو او حتی په راتلونکي احتمالي شخړو کې د ښکېل کېدو له خطر سره مخ دي.

دا اندېښنې ورځ تر بلې زياتيږي ځکه چې​​د بیجینګ ګواښ او له خپلو ګاونډیانو سره د هغې ځمکنۍ شخړې نړېواله سوله ګواښي​​ او د نړېوال اقتصادي عواقبو سره د نړۍ ترټولو بوخت بار وړونکي لارې د بندولو له خطر سره مخ کوي.

ډېر وایي داسې بریښي چې د بیجینګ جیوپولیټیک پریکړو کې د ګټې اخیستنې مخ په ډېرېدو بڼه شتون لري.

د "چین سره همکاري: چيلنجونه او فرصتونه" تر سرلیک لاندې د اتلانتیک شورا لخوا په یوه تازه څېړنه کې ویل شوي چې "چین خپل مخ پر ودې اقتصادي ځواک د نورو هېوادونو د مجبورولو او هڅولو لپاره کاروي ترڅو د هغې د بهرنۍ تګلارې د لومړيتوبونو يا د نړېوالو اړيکو د اصولو سره سم عمل وکړي."

د پاکستان پوځي پرسونل په ۲۰۱۸ کال کې د ګشت په دوران کې. داسې ښکاري چې پاکستان په ځانګړې توګه له چین سره د نږدې متحد کېدو له پایلو سره مخ کیږي. [د پاکستان پوځ]

د پاکستان پوځي پرسونل په ۲۰۱۸ کال کې د ګشت په دوران کې. داسې ښکاري چې پاکستان په ځانګړې توګه له چین سره د نږدې متحد کېدو له پایلو سره مخ کیږي. [د پاکستان پوځ]

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د فيجي وزير اعظم فرانک بيني ماراما د مۍ په ۳۰ مه د فيجي په مرکزي ښار سووا کې په ګډه خبري غونډه کې ګډون کوي. د کانفرنس په ترڅ کې، د ارام سمندر د لسو ټاپوګانو هېوادونو مشرانو د بيجينګ تر نفوذ لاندې د دوی د راوستلو لپاره د چين هڅه رد کړه. [ليون لورډ/ای اېف پي]

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د فيجي وزير اعظم فرانک بيني ماراما د مۍ په ۳۰ مه د فيجي په مرکزي ښار سووا کې په ګډه خبري غونډه کې ګډون کوي. د کانفرنس په ترڅ کې، د ارام سمندر د لسو ټاپوګانو هېوادونو مشرانو د بيجينګ تر نفوذ لاندې د دوی د راوستلو لپاره د چين هڅه رد کړه. [ليون لورډ/ای اېف پي]

بیجینګ له دې ځواک څخه کار اخلي ترڅو "په ملګرو ملتونو کې د نورو غیر لیبرال حکومتونو ملاتړ ترلاسه کړي ترڅو خپلې ګټې پرمخ بوځي، لکه د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی)، او د بشري حقونو او دولتي حاکمیت په اړه خپلو نظریاتو ته وده ورکړي ترڅو په نړيواله کچه د مهمو سیاسي اصولو د آزادۍ پرضد کار وکړي."

د بیجینګ ترنفوذ لاندې

​بي آر آی، چې د یو کمربند، یو سړک (اوبور) په نوم هم یادیږي،​​د بيجينګ لويه زيربنايي پروژه ده چې د اسيا، افريقا، اروپا او اوقيانوس ۷۸ هېوادونه له يو بل سره نښلوي.

د بي آر ای لاندې د سمندري بندر او ځمکني ترانسپورت تاسیساتو پراختیا د سوداګریزو پروژو په توګه هڅول کیږي، خو منتقدین وايي چې ​​دوی یو دوه ګونی هدف سرته رسوي -- چې د چین ګړندۍ وده کونکي پوځ ته اجازه ورکوي چې خپل لاسرسی پراخه کړي​​.

د زیربناوو کمپاين موخه دا ده چې چین د پوځي او سوداګریزو تاسیساتو د شبکې له لارې د افریقې له هارن سره د چین اصلي ټاټوبی ونښلوي.

د دې "د ملغلرو د تار" د ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه، د چین سمندري لارې له مالدیف څخه بنګله دېش،​ سریلانکا​​، پاکستان،​ ایران​​ او سومالیا پورې د څو لویو بندرونو او د څو مهمو سمندري تنګو لارو څخه تیریږي.

بي آر آی له دغو مهمو بندرونو څخه پېل کيږي، چې د منځني ختيځ، منځنۍ اسيا او افريقې نورو برخو ته رسېږي.

که چېرې د تایوان په سر په بشپړه کچه شخړه راپورته شي، نو د ملغلرو تار هم بیجینګ ته ګټه او د فشار وسيله ورکوي.

تېره میاشت د تايوان په سيمه کې د چین پوځي مشقونه د هغه ګواښ وروستۍ یادونه ده چې د بیجینګ پوځي پراختيا يې رامنځته کوي.

دا مشقونه د نورو کلیدي اوبو لارو لپاره ښه خبره نده چې چین پکې فعالې شخړې لري یا چېرته چې دا خپل پوځي شتون پراخوي.

بیجینګ د جنوبي چین سمندر په ډېرو برخو کې د حاکمیت یا د یو ډول ځانګړي واک ادعا کوي، او د دې ادعاوو لپاره د قانوني لارې هوارولو لپاره په ټوله آسیا کې دغه ځایونو ته چینایي نومونه ورکوي.

چین د جنوبي چین سمندرګي تقریباً پر ټولو برخو د ملکیت دعوه لري، چې له دې لارې هر کال د میلیاردونو ډالره سوداګري ترسره کيږي، پداسې حال کې چې دا د برونای، مالیزیا، فیلیپین، تایوان او ویتنام له ادعاوو سره مبارزه کوي.

په مرکزي آسیا کې، بیجینګ هم د "خپلو" سيمو د بېرته ترلاسه کولو نظریه په دولتي رسنيو کې وړاندې کوي چې د ځایي خلکو عکس العمل معلوم کړي، چې د کتونکو په وینا دا د سیمې د حاکمیت لپاره يو مستقیم ګواښ دی.

اقتصادي جبر

حتی د بي آر آی سکیم څخه بهر، چین د "اقتصادي جبر" او "ځورولو" څخه کار اخیستی ترڅو هغه پاليسۍ پلي کړي چې د بیجینګ لپاره مناسب وي.

په واشنګټن ډي سي کې د ستراتیژیکو او نړېوالو مطالعاتو په مرکز (CSIS) کې د چین د بریښنا پروژې ډايريکټرې بوني اېس ګلېزر په جنوري ۲۰۲۱ کال کې وليکل، "بیجینګ د تهديد او د سوداګرۍ محدودونکي اقداماتو له پلي کولو څخه کار اخیستی ترڅو لسګونو هېوادونو ته سزا ورکړي کوم چې هغه پاليسې پلي کوي چې د چینایانو ګټو ته زیان رسوي."

هغه په تېرو دولسو کلونو کې د مثالونو اوږد لېست وړاندې کوي، چې په دې کې ناروې، جاپان، فیلیپین، منګولیا، سویلي کوریا، کاناډا، نیوزیلینډ، سویډن، تایوان، انګلستان، استرالیا او د پراګ ښار شامل دي.

هغې وویل، د بیجینګ "ځورونې" ګډې پایلې لرلې، خو چین د جبر کارولو ګټو ته دوام ورکوي.

هغې په پای کې وويل، "د ډله ایز فشار په نشتوالي سره، چین به د غیر شفاف سوداګرۍ محدودیتونو کارولو ته دوام ورکړي ترڅو هغه هېوادونو ته سزا ورکړي چې د چین ګټو ته زیان رسوي، هېوادونه دې ته اړ کړي چې هغه پالیسۍ تعدیل کړي یا بدلې کړي چې بیجینګ يې زیانمن ګڼي، او نور هېوادونه د داسې کار کولو څخه منع کړي چې په ورته ډول د چين پروړاندې ودريږي."

شنونکي وايي، دا تاکتیکونه یوه نمونه تعقیبوي.

د آسیا ټولنې د پالیسۍ انسټیټیوټ نايب صدر وینډي کټلر او د مکلارټي ایسوسي ایټس لوړ پوړي سلاکار جېمز ګرین د ۲۰۲۰ کال د نومبر په مياشت کې په سټرېټس ټایمز کې ولیکل، "چینايي مشران دا پریکړه کوي چې د یو ځانګړي هېواد بيانونه یا پالیسۍ د ګوند د واکمنۍ یا امنیتي ګټو ځینې اړخونه زیانمنوي."

"د چین د سوداګرۍ بیوروکراسي بیا د رسمي خبرتیاو پرته د مبهم سوداګرۍ یا سرمايه کارۍ محدودیتونو په پلي کولو سره مجرم هېواد ته د سزا ورکولو لپاره لارې لټوي."

'متحد' پاکستان: د قضیې مطالعه

نږدې متحد پاکستان د هوښیارۍ یوه بیلګه وړاندې کوي.

په دې وروستيو مياشتو کې دوه ځله له چين سره دوستۍ ثابته کړې چې د دغه هېواد ملي ګټو ته زيان رسوي.

د جون په میاشت کې، پاکستان د بریکس (برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا) هېوادونو په ۱۴مه سرمشریزه کې د نړیوالې پرمختیا په اړه د لوړې کچې خبرو اترو څخه لرې شو.

چین، چې کوربه هېواد دی، د بریکس له غونډې څخه مخکې، چېرې چې غیر غړو هېوادونو ته د بلنې ورکولو په اړه پریکړې کیږي، له پاکستان سره خبرې اترې وکړې.

خو کله چې په یو مهم نړېوال کانفرنس کې د اسلام آباد د ګډون د ملاتړ وخت راغی، نو بیجینګ له خپل ټاکل شوي متحد څخه شاته شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وويل، "په خواشینۍ سره یو غړي د پاکستان د ګډون کولو مخه ونيوله."

کله چې د پریکړې په اړه پوښتنه وشوه، چین دا تورونه رد کړل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیانګ وویل، "چین او پاکستان په هر موسم کې ستراتیژیک همهغږيز همکاران دي."

دا پېښه د هغه ځان زیانمنونکي پریکړې څخه وروسته رامنځته شوه کله چې پاکستان په تېر دسمبر کې د ډیموکراسۍ لپاره د متحده ایالاتو په مشرۍ غونډه کې د ګډون کولو څخه انکار وکړو. د ګډون نه کولو پریکړه یې له چین څخه د نږدې اړیکو له امله وکړه، کوم چې دغه غونډې ته نه و رابلل شوی.

په ځواب کې، ژاو ټویټ وکړو چې پاکستان په غونډه کې د ګډون کولو څخه د انکار له کبله "ریښتینی نږدې ورور" دی.

د خپلو ملي ګټو په پرتله د چین ګټو ته په پام سره، پاکستان په دواړو حالاتو کې ناکامه شو.

د بیجینګ په وړاندې غبرګون

د بیجینګ د ځورونې په وړاندې غبرګون ډېر وروستي مثالونه شتون لري، خو دا په ګوته کوي چې هغه هېوادونو چې په تاریخي ډول يې د چین څخه قرضه اخيستې ده -- حتی کوچني، له سیاسي پلوه لږ ځواکمن هېوادونه -- د مخ په زیاتیدونکي خطر لرونکي اړیکو څخه ستړي شوي دي.

"په ټولیز ډول ... د CSIS د مۍ په مياشت کې په يو راپور کې ويل شوي، د چین لخوا د اقتصادي جبر کارولو د اوږدې مودې ستراتیژیکي ګټو ته وده نه ده ورکړې، بلکې اکثر یې د دې برعکس اغیزه کړې ده."

"په تېره لسیزه کې، د بیجینګ د ځورونې چلند نه یوازې په ټوله نړۍ کې د هغې د خوښې په درجه کې د پام وړ کمی راوستلی، بلکې دا اکثر د خپلې ټاکل شوي پالیسۍ د اهدافو په ترلاسه کولو کې هم ناکامه شوی دی."

د مۍ په وروستیو کې، د بیلګې په توګه، د آرام سمندر د لسو ټاپوګانو مشرانو د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره د فيجي په مرکزي ښار سووا کې د خبرو پر مهال د بيجينګ تر نفوذ لاندې د دوی د راوستلو لپاره د چين هڅه رد کړه.

چین وړاندیز وکړو چې په جنوبي آرام سمندر کې خپل فعالیتونه په بنسټیز ډول پراخه کړي، چې په مستقیم ډول په ستراتیژیک ډول په حیاتي سیمه کې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو نفوذ ننګوي.

د وړاندیز شوې تړون لاندې به بیجینګ د آرام سمندر ټاپو پولیسو ته روزنه ورکړي، په سایبر امنیت کې به ښکیل شي، سیاسي اړیکې به پراخې کړي، حساسه سمندري نقشه به جوړه کړي، او په ځمکه او اوبو کې به طبیعي زیرمو ته پراخه لاسرسی ترلاسه کړي.

د هڅونې په توګه، بیجینګ د ملیونونو ډالرو مالي مرستې، د چین او آرام سمندر ټاپوګانو ترمنځ د احتمالي ګټورې سوداګرۍ تړون او د چين د ۱.۴ مليادره خلکو پراخه بازار ته د لاسرسۍ وړانديز وکړو.

خو د وړو ټاپوګانو هېوادونو وليدل چې د بیجینګ وړانديز يوه "دوکه" ده او د دې پرځای یې دا غوره کړه چې په حکومت او صنعت کې د چین له نفوذ څخه آزاد پاتې شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500