امنیت

ایران د پاکستان یاغي ډلو ته د پناہ ورکولو له امله تر فشار لاندې دی

د زرک خان لخوا

پاکستاني پولیس د اګست په ۸مه په کراچۍ کې د سیند د ترهګرۍ ضد څانګې په دفتر کې راټول شوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

پاکستاني پولیس د اګست په ۸مه په کراچۍ کې د سیند د ترهګرۍ ضد څانګې په دفتر کې راټول شوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

اسلام آباد -- د پولې پورې غاړې بریدونو کې د زیاتوالي په ترڅ کې، اسلام آباد یو ځل بیا په تهران فشار راوړی چې د پاکستان د هغو ترهګرو ډلو ملاتړ ودروي چې د ایران په خاوره کې پناه اخلي.

پاکستاني چارواکو وویل، دا مسله د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په وروستیو غونډو کې يوه مهمه موضوع وه.

د اګست په ۳مه اسلام آباد ته د سفر په ترڅ کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره وکتل.

دوه هفتې وړاندې د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل سید عاصم منیر تهران ته سفر وکړو او هلته یې د ایران د وسله والو ځواکونو د ستر مشر جنرل محمد حسین باقري په ګډون له لوړ پوړو ایراني چارواکو سره وکتل.

د پاکستان پوځ د جولای په ۱۶مه له غونډې وروسته په یو بیان کې وویل، منیر او باقري "موافقه وکړه چې ترهګري په عمومي توګه د سیمې او په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو لپاره یو ګډ ګواښ دی."

په ياد بيان کې ویل شوي، "دوی ژمنه وکړه چې د استخباراتي معلوماتو شریکولو او د ترهګرو شبکو پر وړاندې د اغیزمنو اقداماتو له لارې به په سرحدي سیمو کې د ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي، او د امنیت په برخه کې به د همکارۍ د زیاتولو لپاره لارې چارې ولټوي."

منير د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې له امير عبداللهيان او د ايران له صدر ابراهيم رئيسي سره د سيمې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان او ايران د اړيکو په اهميت هم خبرې وکړې.

د پولې پورې غاړې بریدونو کې زیاتوالی

امنیتي او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په دې کتنه کې د دوستۍ له ښودلو سربېره وویل، په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شوې دي.

دا اړيکې په ځانګړې توګه په بلوچستان صوبه کې په پاکستاني امنیتي پرسونلو او سرحدي پوسټونو باندې په بریدونو کې د زیاتوالي له امله خرابې شوې. دا بريدونه هغه پاکستاني وسله والو ترسره کړل کوم چې په ایران کې پناه اخلي.

د پاکستان پوځ د جون په لومړۍ نېټه هغه نښتې ته په اشارې سره وویل چې وسله والو پکې د ایران د پولې په اوږدو کې په سنګوان سیمه کې د پاکستان په امنیتي پوسټ برید وکړو.

د پاکستان پوځ د اپرېل په لومړۍ نېټه په یو بیان کې وویل چې له ایران سره پولې ته څېرمه د بلوچستان په کیچ ضلعه کې د هغې څلور عسکر د "ترهګرو ډلې" لخوا وژل شوي.

پوځ وویل چې دې په راتلونکي کې د ورته پېښو د مخنیوي په تمه د برید په اړه ایران ته خبر ورکړی و.

د جنورۍ په میاشت کې له ورته برید وروسته چې په کیچ کې یې څلور پاکستاني سرتېري ووژل، د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف​ په ایران غږ وکړو چې خپله خاوره د "سرحدي بریدونو" لپاره د استعمالولو نه منع کړي​.

د ایران له خاورې څخه ترسره شوي بریدونه

د پولې پورې غاړې په تاوتریخوالي کې د زیاتوالي سربېره، د پاکستان یاغي ډلې -- په ځانګړې توګه د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای) او د بلوچستان د آزادۍ فرنټ (بي اېل اېف)، چې هغه کسان يې مشري کوي چې په ایران کې پټ دي -- خپل بریدونه زیات کړي دي.

دوی بلوچستان صوبه او د کراچۍ بندري ښار په نښه کړی دی.

جیمزټاون فاونډیشن د ۲۰۲۲ کال د مارچ په یو راپور کې وویل، "بي اېل ای او بي اېل اېف د خپل ځان په وړاندې د ایران د نرم چلند نه ګټه پورته کوي."

په واشنګټن کې مېشت يو څېړنيز مرکز وویل، دا ځکه چې د ایران امنیتي ځواکونو "دوی او نورو بلوچ یاغیانو ډلو ته خونديتوب او پناه ورکړې ده."

​ياد مرکز وويل، پاکستانۍ ډلو دغه محافظت د ايران په سيستان او بلوچستان صوبه کې په بلوچ توکميزو ټولنو د ظلمونو له امله د ايران په مخالفه وسله والې ډلې جېش العدل باندې د بريد لپاره کارولی دی.

د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۸مه)، بي اېل اېف یوه ورځ مخکې د کراچۍ په لیاري سيمه کې د پاکستان په نیم پوځي رینجرو د برید ادعا وکړه.

د جون په میاشت کې، بي اېل ای د هغه ښځینه وژونکي په کارولو سره د ځانمرګي برید مسؤلیت په غاړه واخیستو چې د بلوچستان په تربت ضلعه کې يې امنیتي ځواکونه په نښه کړې ول.

د مارچ په میاشت کې، په بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد څانګې چارواکو وویل چې افسرانو یوه ښځینه ځانمرګي بریدګره ونیوله چې د بي اېل اېف سره تړاو لري.

په اسلام آباد کې مېشت د امنیتي چارو شنونکي ضمیر قریشي وویل، "تهران ځان د پاکستان د اتحادي په توګه څرګندوي، خو په خپله خاوره کې بي اېل ای او بي اېل اېف ته د پناه ورکولو عملونه په دوامداره توګه د پاکستان امنیت خرابوي."

قریشي یادونه وکړه چې تهران ته په خپل وروستي سفر کې، د پاکستان د پوځ مشر د ایران له رژیم څخه په روښانه ډول وغوښتل چې پاکستاني اورپکو ډلو ته په ایران کې د پناه ورکولو مخه ونيسي، او سرحدي امنیتي تدابیر لوړ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500