تروريزم

د بلوچ وسله وال نیول په ایران کې خفيه روزنیز مرکزونه په ډاګه کوي

د زرک خان له خوا

ګاډي د فبرورۍ په میاشت کې د بلوچستان د تفتان له لارې د پاکستان څخه ايران ته داخليږي. [زرک خان]

ګاډي د فبرورۍ په میاشت کې د بلوچستان د تفتان له لارې د پاکستان څخه ايران ته داخليږي. [زرک خان]

پاکستاني چارواکو داسې شواهد موندلي چې وسله وال په ایران کې د یو ريټايرډ جج په وژلو کې د لاس لرلو په تور د یو شکمن له نیول کېدو وروسته ​په پاکستان کې د بریدونو لپاره له خوندي پټنځایونو څخه کار اخلي.​

د بلوچستان د سترې محکمې پخوانی مشر قاضي نور محمد مسکانزۍ د اکتوبر په ۱۴مه د بلوچستان صوبې په خاران ښار کې په یو جومات کې په ډزو ووژل شو.

د​​بلوچستان د آزادۍ پوځ​​(بي اېل ای)، چې یوه منع شوې وسله واله ډله ده، د دې وژنې مسوولیت په غاړه اخيستی دی.

اعتزاز ګورایا، چې د سي ټي ډي یو لوړ پوړی چارواکی دی، په کویټه کې وويل، د بلوچستان د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) او نورو قانون پلي کونکو ادارو د جمعې په ورځ (د اکتوبر په ۲۸مه) په خاران ضلعه کې په یوې ګډه چهاپه کې شفقت الله جلانزۍ ونیولو، چې د بي اېل ای غړی دی او د مسکانزۍ په وژلو کې اصلي شکمن کس دی.

د بلوچستان سي ټي ډي لخوا د اکتوبر په ۲۹مه اخیستل شوې ویډیو سکرين شاټ د بي ایل ای يو غړی شفقت الله جلانزۍ ښیي، چې اعتراف کوي چې هغه د ایران په سروان کې روزنه ترلاسه کړې وه. [فايل]

د بلوچستان سي ټي ډي لخوا د اکتوبر په ۲۹مه اخیستل شوې ویډیو سکرين شاټ د بي ایل ای يو غړی شفقت الله جلانزۍ ښیي، چې اعتراف کوي چې هغه د ایران په سروان کې روزنه ترلاسه کړې وه. [فايل]

ګورایا د شنبې په ورځ وویل، جلانزۍ د مسکانزۍ په وژلو او په دغه صوبه کې پر امنیتي ځواکونو د نورو بریدونو اعتراف وکړو.

په یو ویډیو بیان کې چې د سي ټي ډي لخوا خپور شوې او د پاکستان فارورډ لخوا لیدل شوی دی، جلانزۍ اعتراف وکړو چې هغه د ایران په سیستان او بلوچستان صوبه کې په سروان ښار کې د وسله والو فعالیتونو لپاره روزنه ترلاسه کړې وه.

پاکستاني چارواکو په تهران تور پورې کړو چې د فبرورۍ په میاشت کې تر بریدونو وروسته یې اورپکو ډلو ته په خپله خاوره کې له خوندي پټنځایونو څخه د فعالیت اجازه ورکړې ده.

د بي اېل ای وسله والو د فبرورۍ په ۲مه د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ضلعو کې د پوځ پر پوستونو دوه بریدونه وکړل.

د جنورۍ په ۲۵مه، د بلوچستان د آزادۍ فرنټ (بي اېل اېف)، چې یوه بله منع شوې وسله واله ډله ده، په کیچ ضلعه کې ۱۰ امنیتي پرسونل ووژل.

د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د مارچ په مياشت کې په قومي اسمبلۍ کې د پوښتنو په ځواب کې تایید کړه چې منع شوې وسله والې ډلې د سیستان او بلوچستان له لارې بېرته منظم کيږي.

په واشنګټن کې مېشته د یوې څېړنيزې موسسې جیمزټاون فاونډېشن په وینا، بلوچ وسله والو ډلو د ایران څخه په امنیتي ځواکونو وروستي بریدونه پلان کړې ول.

دغه موسسې په یو راپور کې چې د مارچ په ۲۵مه خپور شوی و، وویل چې په ډاکټر الله نظر، چې د بي اېل اېف وسله وال مشر دی، ګمان کيږي چې د ایران څخه د پاکستان پر ضد عملیات ترسره کوي.

په دغه راپور کې ويل شوي، "بي اېل ای او بي اېل اېف د دوی په وړاندې د ایران د نرم چلند څخه ګټه پورته کوي ځکه چې د ایران امنیتي ځواکونه د دوی او نورو بلوچ یاغیانو ډلو ساتنه کوي او پناه يې ورته ورکړې ده."

دغه راپور وويل، پاکستاني ډلو له دې محافظت څخه ګټه پورته کړې چې په جیش العدل بريد وکړي. جيش العدل یوه ایراني وسله واله ډله ده چې په سیستان او بلوچستان کې د بلوچ توکمیزو ټولنې باندې د ظلم له امله د تهران مخالفت کوي.

پاکستان په وار وار له ایران سره د بلوچ وسله والو ډلو د مخ په زیاتیدونکي حضور په اړه خبرې اترې کړې دي.

د ایران لاسوهنه

له تهران سره د اسلام آباد د صبر پيمانه په دې وروستیو کلونو کې د پولې پورې غاړې د اورپکۍ او د دې په چارو کې د ايران د لاسوهنې له امله تمامه شوې ده.

د فبرورۍ په میاشت کې په امنیتي عملیاتو کې،​​پاکستاني چارواکو د پاکستان د پیسو مینځلوونکو او د ایراني استخباراتو ترمنځ اړیکې کشف کړې​.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) د فبرورۍ په ۹مه په کراچۍ کې د هاؤس بلډنګ فنانس کارپوریشن یو سينير چارواکی ونیولو. ياده اداره د هاؤسنګ فنانس شرکت دی چې د پاکستان د سټیټ بېنک یوه ضمني اداره ده.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې دغه چارواکی د "ایراني استخباراتو لپاره په هنډۍ او د حوالې په سوداګرۍ" کې د لاس لرلو په تور نیول شوی و.

په کراچۍ کې د اېف آی ای د یو چارواکی په وینا، دغه ګرفتاري وروسته له هغې وشوه کله چې چارواکو په کراچۍ کې د حوالې او هنډۍ د سوداګرۍ په یوې ډلې چهاپه ووهله، چې ۱۳ شکمن کسان یې پکې ونیول او د ملیونونو روپیو په ارزښت بهرنۍ او ځایي کرنسۍ یې ضبط کړې.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د پاکستان څو استخباراتي ادارې د پاکستان په کورنیو امنیتي چارو کې د تهران د مخ په زیاتیدونکي نفوذ په اړه معلومات شریکوي."

دغه چارواکي وويل، لومړني راپورونه ښیي چې د ایران استخباراتي ادارې هڅه کوله چې له تهران سره تړلې وسله والې ډلې لکه زینبیون بريګېډ او​​سپاه محمد پاکستان (اېس اېم پي)​​ تمويل کړي.

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) ​​زینبیون بريګېډ​​جوړ کړو. زينبيون بريګېډ هغه ملېشه ده چې په پاکستانيانو مشتمله ده او د بشار الاسد د رژیم لپاره سوریې ته د جګړې لپاره استول شوي دي.

که څه هم په پاکستان کې تر اوسه پر زینبیون بريګېډ بندیز نه دی لګېدلی، خو حکومت په دوو کم پېژندل شويو شیعه ډلو، انصار الحسین او د هغې په څانګه، ​​خاتم الانبیاء،​​باندې د سوریې د جګړې لپاره له استخدام سره د دوی د اړیکو له کبله په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې د ترهګرۍ ضد قانون ۱۹۹۷ لاندې بنديز ولګولو.

د ایران رژیم هم په ښکاره توګه منع شوي سپاه محمد پاکستان، چې یوه شیعه ترهګره ډله ده، ته ملاتړ او مالي مرسته چمتو کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500