امنیت

پاکستاني چارواکي او شنونکي وايي چې بلوچ بېلتون غوښتونکي په ایران کې له خوندي پټنځایونو سره تړاو لري

د زرک خان لخوا

عسکر په فیصل آباد کې د جنازې په مراسمو کې د یو پوځي افسر تابوت وړي چې د فبرورۍ په ۴مه د بلوچستان صوبې په نوشکي ضلعه کې په یو امنیتي کېمپ باندې د وسله والو په برید کې وژل شوی و. [غضنفر ماجد/ای اېف پي]

عسکر په فیصل آباد کې د جنازې په مراسمو کې د یو پوځي افسر تابوت وړي چې د فبرورۍ په ۴مه د بلوچستان صوبې په نوشکي ضلعه کې په یو امنیتي کېمپ باندې د وسله والو په برید کې وژل شوی و. [غضنفر ماجد/ای اېف پي]

اسلام آباد -- د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې هفته کې خبرداری ورکړو چې بلوچ بېلتون غوښتونکي په ایران کې له خوندي پټنځایونو څخه په ګټې اخیستنې سره په پاکستان کې بریدونه کوي.

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۸مه) په قومي اسمبلۍ کې د پوښتنو په ځواب کې تایید کړه چې منع شوې بېلتون غوښتونکي ډلې د ایران د سیستان او بلوچستان صوبې له لارې بېرته منظم کيږي.

هغه وويل، د ملي استخباراتو د همغږۍ کمېټۍ (اېن آی سي سي) د ټولو فدرالي او صوبايي استخباراتو د يو ځای کولو لپاره کار کوي او په سيمه کې د مخ په زياتېدونکي اورپکۍ د مخنيوي لپاره د لوېديځې پولې په اوږدو کې د پولې په اغېزمنه توګه د سمبالولو او د باړ لګولو کار کوي.

احمد زیاته کړه، "د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دوامداره عملیات د ترهګرو سازمانونو د کمزوري کولو لپاره ترسره کیږي او د ترهګرۍ ضد ادارو عملیاتي وړتیاوې لوړول کیږي."

ګاډي د فبرورۍ په میاشت کې د بلوچستان د تفتان له لارې له پاکستان څخه ايران ته داخليږي.[زرک خان]

ګاډي د فبرورۍ په میاشت کې د بلوچستان د تفتان له لارې له پاکستان څخه ايران ته داخليږي.[زرک خان]

بلوچ یاغي ډلو په وروستیو میاشتو کې په ځانګړې توګه په هغو ضلعو کې چې له ایران سره پوله لري، پراخه بریدونه کړي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بی اېل ای) وسله والو د فبرورۍ په ۲مه د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ضلعو کې د پوځ پر پوستونو دوه بریدونه وکړل.

د پاکستان امنیتي ځواکونو بالاخره دواړه بریدونه په شا وتمبول.

پاکستان او متحده ایالاتو دواړو د بلوچستان د آزادۍ پوځ یو ترهګریز سازمان ګرځولی دی.

د جنورۍ په ۲۵مه، د بلوچستان د آزادۍ فرنټ (بي اېل اېف)، چې یوه بله منع شوې بېلتون غوښتونکې وسله واله ډله ده، په کیچ ضلعه کې ۱۰ امنیتي پرسونل ووژل.

د جېمزټاون فاونډېشن په وینا، چې په واشنګټن کې مېشته یوه څيړنيزه موسسه ده، بلوچ بېلتون غوښتونکو ډلو د ایران څخه په امنیتي ځواکونو وروستي بریدونه تنظیم کړي وو.

دغه موسسې په یو راپور کې چې د مارچ په ۲۵مه خپور شوی و، وویل ګمان کيږي چې ډاکټر الله نظر، چې د بي اېل اېف یو بېلتون غوښتونکی مشر دی، د ایران څخه د پاکستان پر ضد عملیات ترسره کوي.

په دغه راپور کې ويل شوي، "بي اېل ای او بي اېل اېف د دوی په وړاندې د ایران د نرم چلند څخه ګټه پورته کوي ځکه چې د ایران امنیتي ځواکونو دوی او نورو بلوچ یاغیانو ډلو ته ساتنه او پناه ورکړې ده."

دغه راپور وويل، پاکستاني ډلو له دې محافظت څخه ګټه پورته کړې چې په جیش العدل بريد وکړي. جيش العدل یوه ایراني وسله واله ډله ده چې په سیستان او بلوچستان کې د بلوچ توکمیزو ټولنې په وړاندې د ظلمونو له امله د تهران مخالفت کوي.

پاکستان په وار وار له ایران سره د بلوچ بېلتون غوښتونکو ډلو د مخ په زیاتیدونکي حضور په اړه خبرې اترې کړې دي.

د ایران لاسوهنه

له تهران سره د اسلام اباد د صبر پيمانه په دې وروستیو کلونو کې د پولې پورې غاړې د اورپکۍ او د دې په چارو کې د ايران د لاسوهنې له امله تمامه شوې ده.

د فبرورۍ په میاشت کې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې، پاکستاني چارواکو د پاکستاني پیسو مینځلو اشخاصو او د ایراني استخباراتو ترمنځ اړیکې وموندلې.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) د فبرورۍ په ۹مه په کراچۍ کې د هاؤس بلډینګ فنانس کارپوریشن یو سينير چارواکی ونیولو. ياده اداره د هاؤسنګ فنانس شرکت دی چې د پاکستان د سټیټ بېنک یوه ضمني اداره ده.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې دغه چارواکی د "ایراني استخباراتو لپاره د هنډۍ او حوالې سوداګرۍ په ترسره کولو" کې د لاس لرلو په تور نیول شوی و.

په کراچۍ کې د اېف آی ای د یو چارواکي په وینا، دغه ګرفتاري وروسته له هغې وشوه کله چې چارواکو په کراچۍ کې د حوالې او هنډۍ د سوداګرۍ په یوې ډلې چهاپه ووهله، چې ۱۳ شکمن کسان یې پکې ونیول او د ملیونونو روپیو په ارزښت بهرني او ځایي کرنسۍ یې ضبط کړې.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د پاکستان څو استخباراتي ادارې د پاکستان په کورنیو امنیتي چارو کې د تهران د مخ په زیاتیدونکي نفوذ په اړه معلومات شریکوي."

دغه چارواکي وويل، لومړني راپورونه ښیې چې د ایران استخباراتي ادارې هڅه کوله چې له تهران سره د تړلو وسله والو ډلو لکه زينبيون بريګيډ او سپاه محمد پاکستان تمویل وکړي.

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) زینبیون بريګيډ جوړ کړو، چې په پاکستانيانو مشتمله یوه ملیشه ده او د الاسد د رژیم سره د مرستې لپاره سوریې ته د جګړې لپاره استول شوې ده.

د ایران رژیم هم په ښکاره توګه منع شوي سپاه محمد پاکستان ته، چې یوه شیعه ترهګره ډله ده، ملاتړ او مالي مرسته چمتو کړې ده.

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد چارواکو د تېر سپتمبر په ۲۴مه هم د بلوچستان په تربت ضلعه کې د استخباراتو پر بنسټ د عملیاتو په ترڅ کې د یوې ترهګرې ډلې د درېو تورنو غړو د نیولو اعلان وکړو چې د ايران سره يې اړيکې لرلې.

شنونکي وايي، دا ډول لاسوهنه د پاکستان لپاره ښه نه ده.

جان اچکزۍ، چې د امنیتي چارو کارپوه او د بلوچستان د حکومت پخوانی سلاکار دی، وویل، "ایران په پاکستان کې، په ځانګړې توګه په بلوچستان کې، د خپلو سیاسي، اقتصادي او نیابتي وسیلو له لارې د خپل نرم ځواک ستراتیژي پراخه کړې ده."

هغه د فبرورۍ په ۷مه په ګلوبل ویلیج سپېس مجله کې ولیکل، "تهران په مختلفو کچو د خپل [نفوذ] کارول پیل کړي دي... او دا نفوذ په یقیني توګه د پاکستان لپاره یوه ستونزه ګرځي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500