امنیت

د پاکستان وسله والې ډلې په ایران کې روزل شوې ښځینه ځانمرګو بریدګرو ته مخه کوي

د زرک خان له خوا

په کویټه کې پولیس په تېر اپرېل کې په یوه روزنیزه پېښه کې برخه اخلي. [زرک خان]

په کویټه کې پولیس په تېر اپرېل کې په یوه روزنیزه پېښه کې برخه اخلي. [زرک خان]

اسلام آباد -- د پولیسو چارواکي او امنیتي شنونکي وايي، د پاکستان وسله والې ډلې چې ​په ایران کې خوندي پټنځایونه کاروي​ په زیاتیدونکي ډول ښځینه ځانمرګو بریدګرو ته مخه کوي چې په پاکستان کې دننه ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

په بلوچستان صوبه کې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۲ مه) وویل چې افسرانو د بلوچ لیبریشن فرنټ (بي اېل اېف)، چې يوه وسله واله ډله ده او مشرن يې د ايران په بلوچستان او سيستان صوبه کې پټ شوي دي، سره تړلې یوه ښځینه ځانمرګي بریدګره ونیوله.

د بلوچستان د وزیر اعلی وياند بابر یوسفزۍ په کویټه کې په یو خبري کانفرنس کې خبریالانو ته وویل، د قانون پلي کونکو افسرانو د فبرورۍ په ۱۷مه د کویټې په څنډه کې يوه شکمنه زنانه ونیوله او دوه ځانمرګي واسکټونه یې ضبط کړل.

د چارواکو له مخې، دغه شکمنه زنانه، چې د ماهیل په نوم پیژندل شوې، د ایران پولې ته نږدې د بلوچستان د مند ضلعې اوسیدونکي ده.

یوسفزۍ وویل، "د ماهیل ځینې خپلوان چې د بي اېل اېف لپاره یې کار کولو وروسته له هغې ایران ته وتښتېدل کله چې د قانون پلي کونکو ادارو سخت عملیات پېل کړل." هغه زیاته کړه چې دوی له هغه ځای څخه د دې ډلې په اداره کولو کې مرسته کوله.

ډیلي ټایمز راپور ورکړو چې د ماهیل میړه عزیز یوسف بلوچ هم ونیول شو.

هغه وويل، دوه نورې ښځې پخوا د دولت ضد فعاليتونو کې د لاس لرلو په تور نيول شوې وې. هغه زياته کړه چې د سولې ضد عناصرو له ښځو څخه، چې زياتره يې بېوزله، نا لوستې، کله ناکله کونډې او د قانون په اړه پوهه نلري، ناوړه ګټه پورته کوله.

یوسفزۍ وویل، د تحقیقاتو په ترڅ کې ماهیل اعتراف وکړو چې منع شوي سازمانونه ښځې او ماشومان د ریاست پر ضد د خپلو ناوړه پلانونو لپاره کاروي.

پاکستاني چارواکو وروسته له هغې د نويو ښځینه اورپکو لټون پېل کړو کله چې د تېر اپرېل په میاشت کې یوې ښه تعليم يافته ښځینه ځانمرګي بریدګرې د کراچۍ په ​يونيورسټۍ کې درې چینایي ښوونکي​ د خپل ځایي ډرايور سره ووژل.

د بلوچيانو یوې بلې ممنوعه ډلې​ بلوچ لیبرېشن آرمي (بي اېل ای)​ د دغه برید پړه په غاړه واخیسته.

د ایران ملاتړ

پاکستاني چارواکو له څو میاشتو راهیسې ​په تهران تور پورې کړی چې له څو لویو تروریستي بریدونو وروسته یې پاکستاني اورپکو ډلو ته په خپله خاوره کې د خوندي پټنځایونو څخه د فعالیت کولو اجازه ورکړې ده​.

تېر اکتوبر، سي ټي ډي او نورو قانون پلي کوونکو ادارو په خاران ضلعه کې په ګډه چهاپه کې شفقت الله جلانزۍ، چې د بي اېل ای غړی او د بلوچستان د هايي کورټ د پخواني چيف جسټس نور محمد مسکانزۍ په وژلو کې تورن و، ونيولو.

مسکانزۍ د همدې میاشتې په پېل کې د بلوچستان په خاران ښار کې په یو جومات کې په ډزو ووژل شو.

په یو ویډیو بیان کې چې د سي ټي ډي لخوا خپور شوی او د پاکستان فارورډ لخوا لیدل شوی دی، جلانزۍ اعتراف وکړو چې هغه په سیستان او بلوچستان صوبه کې په سروان ښار کې د وسله والو فعالیتونو لپاره روزنه ترلاسه کړې وه.

حسین بلوچ، چې د جیش العدل د ایرانۍ وسله والې ډلې ویاند دی، د تېر نومبر په میاشت کې د نړېوالو چارو لپاره د میډسټون مرکز، چې په انګلستان کې د امنيتي چارو يوه څېړنيزه موسسه ده، سره په يوې مرکه کې وویل، د ایران رژیم د پاکستاني اورپکو ډلو ملاتړ کوي او دوی ته د ایران په خاوره کې خوندي پټنځایونه ورکوي ترڅو په پاکستان کې دننه ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

هغه وویل، د پاکستان بلوچ وسله والې ډلې چې په کور کې يې له پوځي عملیاتو څخه له تېښتې وروسته په ایران کې پناه اخیستې ده "​د ایراني رژیم او سپاه پاسداران [د اسلامي انقلاب ساتونکی ځواک] په جال کې راګیر شوي​" او "د دې رژیم یوه وسیله" ګرځیدلې ده.

بلوچ دا هم وويل چې د دې تحفظ په بدل کې، سپاه پاسداران د پاکستاني وسله والو ډلو لکه بي اېل اېف او د بلوچستان جمهوري پوځ (بي آر ای) څخه کار اخلي ترڅو د ایراني سني بلوچ ډلو مشران او غړي ووژني او په هغوی بریدونه وکړي.

بلوچ د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې "زموږ په یوه اډه کې د سپاه پاسداران ځواکونو په ملاتړ [د پاکستاني بلوچ وسله والو لخوا] همغږي شوي ګډ برید" ته اشاره وکړه، او دا يې ونه ويل چې آيا دا اډه په پاکستان یا ایران کې وه.

هغه د ایران په بام پشت کې د جېش العدل ځواکونو باندې د بي اېل اېف او بي آر ای لخوا د ۲۰۱۷ کال د برید یادونه هم وکړه.

د صبر کمېدل

نورو نړېوالو څېړنيزو ادارو هم د بلوچ تورونه تایید کړي دي.

په واشنګټن کې مېشته د یوې څېړنيزې ادارې جیمزټاون فاونډېشن په وینا، بلوچ وسله والو ډلو له ايران څخه د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه ترسره کړل.

دغه فاونډيشن د تېر مارچ په مياشت کې په يو خپور شوي راپور کې وویل، د بي اېل اېف په مشر الله نظر هم شک کيږي چې له ایران څخه د پاکستان پر ضد عملیات ترسره کوي.

دغه فاونډېشن وويل، "بي اېل ای او بي اېل اېف د دوی په وړاندې د ایران د نرم چلند څخه ګټه پورته کوي ځکه چې د ایران امنیتي ځواکونو دوی او نورو بلوچ یاغیانو ډلو ته ساتنه او پناه ورکړې ده."

په ياده راپور کې ویل شوي، پاکستانۍ ډلو دغه تحفظ د جیش العدل په برید کې کارولی دی.

پاکستان په وار وار له ایران سره د بلوچ وسله والو ډلو د مخ په زیاتیدونکي حضور په اړه خبرې اترې کړې دي.

خو له تهران سره د اسلام آباد د صبر پيمانه په دې وروستیو کلونو کې د پولې پورې غاړې د اورپکۍ او د دې په چارو کې د ايران د لاسوهنې له امله تمامه شوې ده.

د ۲۰۱۴ کال راهیسې، ​​زینبیون بريګيډ​​، چې د سپاه پاسداران له خوا جوړه شوې ملېشه ده او په پاکستانیانو مشتمله ده، په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ جګړه کوي.

په تېر جولای کې، د پاکستان حکومت په رسمي توګه زینبیون بریګیډ په پاکستان کې دننه د ترهګریزو فعالیتونو، په ځانګړي توګه د سیالو فرقو د دیني عالمانو په وژلو تورن کړو.

که څه هم په پاکستان کې تر اوسه په زینبیون بريګېډ بندیز نه دی لګېدلی، خو حکومت په دوو کم پېژندل شويو شیعه ډلو، انصار الحسین (په ۲۰۱۶ کال کې) او د هغې په څانګه، ​​خاتم الانبیاء،​​(په ۲۰۲۰ کال کې) د سوریې د جګړې لپاره له استخدام سره د دوی د اړیکو له کبله د ترهګرۍ ضد قانون ۱۹۹۷ لاندې بنديز ولګولو.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په امنیتي عملیاتو کې،​​پاکستاني چارواکو د پاکستان د پیسو مینځونکو او د ایراني استخباراتو ترمنځ اړیکې په ګوته کړې​​.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500