امنیت

پاکستان د متحده آيالاتو لخوا د بي ايل ای د يوې تروريستي ډلې په توګه د ګرځولو هرکلې کوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

د پاکستاني پوځ سرتيري وروسته له هغې د چين قونسل خانې نه بهر ګرځي کله چې د کراچۍ په ښار کې د ۲۰۱۸ کال د نومبر په ۲۳ مه يو بريد وشو. د بلوچستان د آزادۍ پوځ د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستې وو. [آصف حسن/ای ايف پي]

د پاکستاني پوځ سرتيري وروسته له هغې د چين قونسل خانې نه بهر ګرځي کله چې د کراچۍ په ښار کې د ۲۰۱۸ کال د نومبر په ۲۳ مه يو بريد وشو. د بلوچستان د آزادۍ پوځ د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستې وو. [آصف حسن/ای ايف پي]

کويټه -- د پاکستان مشران او چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي ايل ای) د يو نړيوال ترهګريز سازمان په توګه ګرځول د پاکستان او د متحده ایالاتو تر منځ په اړیکو کې یوه لویه لاسته راوړنه ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خپلې اعلامیه کې وویل، د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي ایل ای) یوه وسله واله بیلتون غوښتونکې ډله ده چې په ځانګړې توګه په پاکستان کې د بلوچيانو په سيمه کې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کوي.

پاکستان له ۲۰۰۴ کال راهیسې په بلوچستان کې د یاغیانو سره جنګیږي. په ۲۰۰۶ کال کې، حکومت بي ايل ای د يوې منع شوي ډلې په توګه وګرځوله.

د بهرنيو چارو وزارت وويل، "دې ډلې په تیرو کلونو کې ګڼ شمير بريدونه ترسره کړي دي، چې په دې کې په اګست ۲۰۱۸ کال کې په بلوچستان کې يو ځانمرګی بريد، چې چينايي انجينيران يې په کې په نښه کړې ول، په نومبر ۲۰۱۸ کال کېپه کراچۍ کې د چين په قونسل خانې باندې يو بريد او په می ۲۰۱۹ کال کې په ګوادر کې په لګژري هوټل باندې يو بريد شامل دی."

په دې بې نيټې تصوير کې اسلم بلوچ (ګس اړخ ته)، چې د استاد اچو په نامه هم پيژندل کيږي او د بلوچستان د آزادۍ پوځ مشر دی، او بشیر زيب بلوچ، چې د هغه جانشين دی، ښودل شوي دي. [د عبدل غني کاکړ نه په مننه]

په دې بې نيټې تصوير کې اسلم بلوچ (ګس اړخ ته)، چې د استاد اچو په نامه هم پيژندل کيږي او د بلوچستان د آزادۍ پوځ مشر دی، او بشیر زيب بلوچ، چې د هغه جانشين دی، ښودل شوي دي. [د عبدل غني کاکړ نه په مننه]

د پاکستان خارجه دفتر د دې اقدام هر کلې وکړو.

خارجه دفتر د جولای په ۲ مه په يو بيان کې وويل، "دا تمه کیږي چې دا ټاکل به دا يقيني کړي چې د بي ايل ای د فعاليت کولو وړتيا کمه شوې ده."

په دغه بيان کې راغلي، "دا مهمه ده چې مرتکبین، منتظمين، مالي تمویلونکي او بهرني ملاتړي، د هغه کسانو پشمول چې د پاکستان په وړاندې ترهګریز اقداماتو ته اهميت ورکوي، تورن شي او هغوی ته سزا ورکړل شي."

تروريستي ډلې بې وسلې کول لومړیتوب دی

طلعت شبير، چې په اسلام آباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو په انسټیټوټ کې د پاکستان او د چین د مطالعاتو مرکز ډايريکټر دی، وویل، "بي ايل ای د يوې ترهګریزې ډلې په توګه ګرځول د پاکستان لپاره خورا مهم اهميت لري او دا به زمونږ موقف ته خورا ګټه ورسوي چې بهرني عناصر زمونږ په خاوره کې د ترهګرۍ د خپرولو لپاره د هغه وسله والو ملاتړ کوي کوم چې د بي ايل ای سره تړاو لري."

هغه وویل، "زموږ په ټولو برخو کې د متحده ایالاتو د پریکړې هرکلې وشو."

هغه وويل، "پاکستان په تل پاتې سوله باور لري." "زموږ په خاوره کې ترهګريزې ډلې بې وسلې کول زموږ د ملي امنیت تګلارې یو مهم لومړیتوب دی."

شبیر وویل، پاکستان تمه لري چې هغه هيوادونه به "يوه محتاطه پرېکړه" وکړي کومو چې د بي ايل ای د مشرانو نه د پناه غوښتنې درخواستونه ترلاسه کړي دي.

د پاکستان د بلوچيانو اتحاديې نايب چيرمين مير خدا بخش مري وویل، "د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر لپاره یوه لويه لاسته راوړنه او بریالیتوب دی چې د ترهګرۍ پر ضد زموږ کلیدي ملګري، متحده ایالاتو، اوس بي ايل ای د ترهګريز سازمان په توګه پیژندلی دی."

مري وویل، "دا پریکړه به د پاکستان د ملي امنیت ګټو په هکله د متحده ایالاتو په ژمنې باندې باور بیرته بحال کړي."

هغه وویل، "د هيواد په نورو برخو کې بي ايل ای د يو ترهګريز سازمان په توګه د ګرځولو تود هرکلې وشو ځکه چې بي ايل ای د بلوچيانو قوم ته ډير زيات زيان رسولی دی."

هغه وويل، هغه وسله وال چې د بي ايل ای د چتر لاندې جنګیږي ډله ایز قاتلان دي چې په سلګونو بېګناه پاکستانيان یې د حقوقو لپاره د تش په نامه جنګ کې وژلي دي.

مري وویل، "هغه کسان چې بي ايل ای چلوي او ملاتړ يې کوي په سیمه کې د سولې دښمنان دي."

هغه زياته کړه، "بي ايل ای زموږ ملي بشپړتیا ته زيان رسوي او په پراخه کچه د هېواد په نورو برخو کې د سولې ضد فعالیتونو کې ښکیل ده." "دا وسله واله ډله زموږ د دښمنانو ايجنټه ده، له همدې کبله، دا زياتره په بلوچستان کې د بهرنۍ سرمايه کارۍ په وړاندې کارول کیږي."

د پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې ښه کول

چارواکي وايي، بي ايل ای د يو نړیوال سازمان په توګه د ټاکلو پریکړه به په سیمه کې د سولې هڅو نه مخکې د پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.

مزمل قاضي، چې په اسلام آباد کې د دفاعي چارو يو سينير چارواکی دی، وویل، "بي ايل ای د یو نړیوال ترهګریز سازمان په توګه ګرځول د متحده ایالاتو سره زموږ په اړیکو کې یوه مهمه لاسته راوړنه ده." "دا به يقيناََ په سیمه کې د بي ايل ای سره د مبارزې په برخه کې د پایلو پر بنسټ ګام ثابت شي."

هغه وويل، "په بلوچستان کې د بي ايل ای اصلي هدف بهرنۍ سرمايه کاري ده ... او دې ډلې په تېرو څو کلونو کې د بهرنۍ سرمايه کارۍ په وړاندې په هېواد کې ګڼ شمير بريدونه ترسره کړي دي."

هغه وويل، "د ترهګرۍ په ليسټ کې شاملول به د بهرنۍ سرمايه کارۍ لپاره لاره هواره کړي او د بهر نه د بي ايل ای او نورو وسله والو سره د پاکستان پر ضد د مرستې په ختمولو کې يو مهم رول ولوبوي."

هغه وویل، "د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې د پاکستان د موقف لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ به د پاکستان او متحده ایالاتو ترمنځ په اړیکو کې د باور کمې له منځه یوسي."

قاضي وویل، "بي ايل ای يو ترهګريز سازمان ګرځول د هغه عناصرو لپاره یو لوی ګوزار دی کوم چې تش په نامه د خپلو حقوقو لپاره د سولې پر ضد اجنډا کاروي."

په سیمه کې د سولې لټون

په اسلام آباد کې سنيټر انورالحق وویل، "د پاکستان ضد بلوچ وسله والو ډيرې خپلې هڅې وکړې چې خپل وسله وال تحریک یو قانوني اقدام وګرځوي، ، خو دوی د دې په توجيه کولو کې پاتې راغلل."

هغه وويل، "دا په بنيادي توګه زموږ د دریځ اعتراف دی چې دښمن له بهر څخه زمونږ په خاوره کې جګړه رامنځته کوي." "بی ايل ای يوه ډله ایزه وژونکي ډله ده، او پاکستان د دې تروریستي ډلې د اورپکۍ سره د مبارزې لپاره ټولې هڅې ترسره کړې دي."

هغه وويل، د پاکستان او امريکې تر منځ ښه تفاهم به "په سيمه کې د تلپاتې سولې موخې" ته ګټه ورسوي. "دا مناسب وخت دی چې د ترهګريزو ډلو په وړاندې يوه ګډه ستراتیژي جوړه کړو کوم چې په سیمه کې سوله تباه کوي."

هغه وويل، "موږ د جګړې په حالت کې يو، او د ټولو خنډونو سره، پاکستان تل د تروریزم له منځه وړلو لپاره کافي ګامونه پورته کړي دي." "د ترهګرۍ خطر زموږ په سیمه کې د پرمختګ بهیر ته په ناوړه توګه زيان رسوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500