امنیت

د پاکستان د پیسو مینځلو پر ضد عمليات د ایران له استخباراتي ادارو سره اړیکې په ګوته کوي

د زرک خان لخوا

د پیسو يو بدلونکی د سپتمبر په ۷مه په پېښور کې په یو بازار کې افغاني نوټونه شماري. [عبدالمجید/ای اېف پي]

د پیسو يو بدلونکی د سپتمبر په ۷مه په پېښور کې په یو بازار کې افغاني نوټونه شماري. [عبدالمجید/ای اېف پي]

اسلام آباد -- پاکستاني چارواکو د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ تمویل کونکو پرضد د عملیاتو د یوې برخې په توګه د ایراني استخباراتو سره اړیکې موندلې دي.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) د فبرورۍ په ۹مه په کراچۍ کې د هاؤس بلډینګ فنانس کارپوریشن یو سينير چارواکی ونیولو. ياده اداره د پاکستان د هاؤسنګ فنانس شرکت دی چې د پاکستان د سټیټ بېنک یوه ضمني اداره ده.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې دغه چارواکی د "ایراني استخباراتو لپاره د هنډۍ او حوالې سوداګرۍ په ترسره کولو" کې د لاس لرلو په تور نیول شوی و.

اېف آی ای په ورته پلټنو کې د بلوچستان حکومت یو کارکوونکی هم په کويټه کې په پیسو مینځلو کې د لاس لرلو په تور ونیولو.

یو ساتونکی د فبرورۍ په ۱۴مه په کراچۍ کې د اسعارو د تبادلې کمپنۍ څخه بهر ولاړ دی. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

یو ساتونکی د فبرورۍ په ۱۴مه په کراچۍ کې د اسعارو د تبادلې کمپنۍ څخه بهر ولاړ دی. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په کراچۍ کې د اېف آی ای د یو چارواکي په وینا، دا ګرفتارۍ وروسته له هغې وشوې کله چې چارواکو په کراچۍ کې د حوالې او هنډۍ د سوداګرۍ په یوې ډلې چهاپه ووهله، چې ۱۳ شکمن کسان یې پکې ونیول او د ملیونونو روپیو په ارزښت بهرني او ځایي کرنسۍ یې ضبط کړې.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "نیول شوي کسان د ایران د استخباراتي ادارې لپاره کار کوي او د اسعارو د تبادلې د یوې کمپنۍ له لارې په پاکستان او نورو ځایونو کې خپلو شبکو ته د فنډونو او پیسو په لیږلو کې ښکیل وو."

دغه چارواکي وویل، "د پاکستان څو استخباراتي ادارې د پاکستان په کورنیو امنیتي چارو کې د تهران د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ په اړه معلومات شریکوي."

هغه وویل، له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې روانې دي. هغه زياته کړه چې لومړني راپورونه ښیي چې د ایران استخباراتي ادارې هڅه کوله چې له تهران سره تړلې وسله والې ډلې لکه زينبيون بريګيډ او سپاه محمد پاکستان تمویل کړي.

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) زینبیون بريګيډ جوړ کړو، چې په پاکستانيانو باندې مشتمله ملېشه ده ده او د الاسد د رژیم سره د مرستې لپاره سوریې او نورو ځايونو ته د جګړې لپاره استول شوې ده.

د ایران رژیم هم په ښکاره توګه منع شوي سپاه محمد پاکستان، چې یوه شیعه ترهګره ډله ده، ته ملاتړ او مالي مرسته چمتو کړې ده.

د ایران لاسوهنه

دا تازه ګرفتارۍ د پاکستان په داخلي امنیت کې د تهران د مخ پر زیاتیدونکو لاسوهنو يوه تازه نښه ده.

د فبرورۍ په لومړیو وروځو کې، په بلوچستان کې د بېلتون غوښتونکو ډلو بریدونو څخه وروسته، پاکستاني چارواکو په تهران تور پورې کړو چې وسله والو ډلو ته یې اجازه ورکړې چې په ایران کې له خپلو خوندي ځایونو څخه فعالیت وکړي.

د صوبې د کورنیو چارو وزیر ضیاء الله لانګو هغه وخت وویل، هغه اورپکو چې په پنجګور او نوشکي کې يې امنیتي ځواکونه په نښه کړل ممکن د ایران خاوره استعمال کړې وي او له ایران څخه یې سفر کړی وي.

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد چارواکو د تېر سپتمبر په ۲۴مه هم د بلوچستان په تربت ضلعه کې د استخباراتو پر بنسټ د عملیاتو په ترڅ کې د یوې ترهګرې ډلې د درېو تورنو غړو د نیولو اعلان وکړو چې د ايران سره يې اړيکې لرلې.

شنونکي وايي، دا ډول لاسوهنه د پاکستان لپاره ښه نه ده.

جان اچکزۍ، چې د امنیتي چارو کارپوه او د بلوچستان د حکومت پخوانی سلاکار دی، وویل، "ایران په پاکستان کې، په ځانګړې توګه په بلوچستان کې، د خپلو سیاسي، اقتصادي او نیابتي وسیلو له لارې د خپل نرم ځواک ستراتیژي پراخه کړې ده."

هغه د فبرورۍ په ۷مه په ګلوبل ویلیج سپېس مجله کې ولیکل، "تهران په مختلفو کچو د خپل [د نفوذ] کارول پیل کړي دي... او دا نفوذ په یقیني توګه د پاکستان لپاره یوه ستونزه ګرځي."

د اچکزۍ په وينا، بلوچ بېلتون غوښتونکې ډلې، زینبیون بريګېډ، فاطمیون ډويژن -- یوه ملېشه چې له افغانانو څخه جوړه ده چې د بشارالاسد سره د مرستې لپاره سوریې ته د جګړې لپاره استول شوې ده -- او نورې هغه ملېشې چې د ایران د پخواني مشر ميجر جنرل قاسم سلیماني له خوا جوړې شوې وې، په دې وروستیو کې فعالې شوې دي او ډېر احتمال لري چې په هېواد کې د قانون او نظم وضعیت رامینځته کړي.

سلیماني، چې د آی آر جي سي د قدس ځواک کمانډر و، د عراق، سوریه، لبنان، یمن او افغانستان په ګډون په ټوله سیمه کې د ګڼ شمېر پراخو پراکسي جنګونو مشري کوله.

هغه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳ مه په بغداد کې د امریکې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

تېره مياشت، په اسلام اباد کې د ایران سفارت خانې او په ټول پاکستان کې د هغې قونسل خانو په ښارونو کې د سليماني د مرګ د دويمې کليزې لمانځلو لپاره مختلفې غونډې جوړې او تمویل کړې، چې په پايله کې پاکستانيانو خپله غوسه څرګنده کړه او ياد کار يې وغندلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان پخپله له تیرو ۴۵ کالونو راهیسې د افغانستان پر ضد او له تېرو ۱۵ کالونو راهیسې د پښتونخوا د خلکو د ناارامولو او وژلو لپاره وسله وال کسان تربیه کوي او وسلې ورکوي چې سیمه پرې ورانه کړی. که نړۍ وال غواړي چې په ریښتیا په نړۍ کې ترهګري ختمه کړي باید د پاکستان په نوم کثافت د تاریخ ډېران ته ور ټېل وهي او د پښتونستان، بلوچستان، سندودیش او پنجاب په مملکتونو یې ووېشي یا د پښتنو سیمه له افغانستانن سره وتړي، پنجاب بیرته هندوستان ته ورکړي، بلوچستان مستقل او سندودیش مستقل مملکت اعلان کړي.

ځواب

د هند هندوتوا تروریستي دولت په ټولو ګاونډیو هېوادونو کې د ترهګرۍ د تمویل لپاره مشهور دی ځکه چې هند د خپلې رسمي بهرنۍ تګلارې د یوې برخې په توګه په سریلانکا کې د اېل ټي ټي اي ترهګرو ملاتړ کوي چې په سریلانکا کې یې د 25 کالو خونړۍ کورنۍ جګړه پیل کړه او اوس هند یوازې په پاکستان کې د ترهګرۍ تمویل کوي. که چېرې هند په ډېرو خپلواکو هېوادونو وویشل شي، نو نړۍ به سوله ترلاسه کړي. انډين جموں کشمیر به ډېر ژر د پاکستان سره ضمیمه شي، پداسې حال کې چې خالصتان، دراویډا ناډو، ناګالېنډ، مانیپور، آسام او د شمال ختیځ نورې سیمې به ډېر ژر خپلواکي ترلاسه کړي او اروناچل پردیش او لداخ په اصل کې د مخکې نه د چین تر کنټرول لاندې دي. نو له همدې امله ترهګر د سوریندرا مودي په نوم پیژندل کیږي.

ځواب