جرم او انصاف

د پاکستان د پیسو مینځلو تحقیقاتو په ډاګه کړه چې غیرقانوني پیسې له ایراني چارواکو سره تړاو لري

د زرک خان لخوا

یو پاکستانی سړی د ۲۰۱۹ کال د می په ۱۶ مه په کراچۍ کې په خپل دوکان کې روپۍ شميري. [آصف حسن/ای اېف پي]

یو پاکستانی سړی د ۲۰۱۹ کال د می په ۱۶ مه په کراچۍ کې په خپل دوکان کې روپۍ شميري. [آصف حسن/ای اېف پي]

اسلام آباد -- په دې وروستیو کې د محکمو د ښکاره شويو اسنادو له مخې، د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ تمویل کونکي چې د ایراني استخباراتو سره تړاو لري په پاکستان کې یو پخواني ایراني چارواکي ته فنډونه ورکړې ول.

پاکستاني چارواکو د پیسو مینځلو د شبکې په اړه تحقیقات پېل کړل کله چې په کراچۍ کې پولیسو په دسمبر ۲۰۲۰ او جنوري ۲۰۲۱ کې د زینبیون بریګیډ ډېر غړي ونیول.

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) زینبیون بريګيډ، هغه ملېشه چې په پاکستانيانو باندې مشتمله ده، جوړ کړو چې په سوريه کې د الاسد د رژیم سره د مرستې لپاره جګړه وکړي.

د پلټنو د یوې برخې په توګه، چارواکو د جنورۍ په مياشت کې په کراچۍ کې د حوالې او هنډۍ د سوداګرۍ په یوې ډلې چهاپه ووهله، چې ۱۳ شکمن کسان یې پکې ونیول او د ملیونونو روپیو په ارزښت بهرني او ځایي کرنسۍ یې ضبط کړې.

پاکستاني سرتیري، چې ماسکونه يې اچولي دي، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۵مه په تفتان کې د پاکستان او ایران ترمنح تړل شوي پولې ته نږدې ګشت کوي. په هغه وخت کې، په ایران کې د کوویډ-۱۹ مخ په زیاتیدونکي ناروغۍ په افغانستان او پاکستان کې ګډوډي رامنځته کړې وه. [بنارس خان/ای اېف پي]

پاکستاني سرتیري، چې ماسکونه يې اچولي دي، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۵مه په تفتان کې د پاکستان او ایران ترمنح تړل شوي پولې ته نږدې ګشت کوي. په هغه وخت کې، په ایران کې د کوویډ-۱۹ مخ په زیاتیدونکي ناروغۍ په افغانستان او پاکستان کې ګډوډي رامنځته کړې وه. [بنارس خان/ای اېف پي]

د فبرورۍ په میاشت کې د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) په کراچۍ کې د هاوس بلډینګ فنانس کارپوریشن (اېچ بي اېف سي)، چې د پاکستان د هاؤسنګ فنانس شرکت دی او د پاکستان د سټیټ بېنک یوه ضمني اداره ده، يو سينير چارواکی او په کويټه کې د بلوچستان حکومت یو کارمند په ورته پلټنو کې په پیسو مینځلو کې د لاس لرلو په تور هم ونیولو.

عرب نیوز د اپرېل په ۱۰مه راپور ورکړو چې د فبرورۍ په ۱۰ مه په یو چارج شیټ کې، اېف آی ای تور ولګوو چې ابوالفضل بهاء الديني، چې په پاکستان کې د ایران د ستر مشر علي خامنه اي پخوانی استازی دی، په هغو کسانو کې و چې د پیسو مینځلو پیسې یې ترلاسه کړې وې.

په دغه سند کې ویل شوي، علي رضا، چې د جنورۍ په میاشت کې په نیول شويو ۱۳ شکمنو کسانو کې و، د پوښتنو ګروېږنو په ترڅ کې څرګنده کړه چې هغه بهاء الديني ته هره میاشت ۲۰۰۰۰۰ ډالره د خپل ملګري سید وصال حیدر نقوي، چې د اېچ بي اېف سي چارواکی دی، له لارې ورکولې.

خامنه اي د ایران په ټولو صوبو او ځینو دولتي ادارو او همدارنګه د پاکستان په څېر هېوادونو کې چې د پام وړ شیعه ټولنه لري شخصي استازي ټاکي.

په ایران کې یوې سرچینې عرب نیوز ته وویل، بهاء الدیني احتمالاً د ۲۰۲۱ کال د اګست او د روان کال د فبرورۍ تر منځ پاکستان پریښودو.

د اېف آی ای یو چارواکي چې د فبرورۍ په میاشت کې په دغه عملياتو کې ښکیل و وویل، د ایران استخباراتي اداره د غیرقانوني حوالې او هنډۍ د شبکو له لارې هڅه کوي چې په تهران پورې تړلې وسله والې ډلې لکه زینبیون بریګیډ او سپاه محمد پاکستان (اېس ايم پي) په پاکستان کې تمویل کړي.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "نیول شوي کسان د ایران د استخباراتي ادارې لپاره کار کوي او د اسعارو د تبادلې د یوې کمپنۍ له لارې په پاکستان او نورو ځایونو کې خپلو شبکو ته د فنډونو او پیسو په لیږلو کې ښکیل وو."

دغه چارواکي وویل، "د پاکستان څو استخباراتي ادارې د پاکستان په کورنیو امنیتي چارو کې د تهران د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ په اړه معلومات شریکوي."

د ایران لاسوهنه

شنونکي وايي، له خامنه اي سره د یو ایراني چارواکي مستقیمې اړیکې د پاکستان په داخلي امنیت کې د تهران د مخ پر ودې لاسوهنې يوه تازه نښه ده.

د فبرورۍ په لومړیو وروځو کې، په بلوچستان کې د بېلتون غوښتونکو ډلو د بریدونو څخه وروسته، پاکستاني چارواکو په تهران تور پورې کړو چې وسله والو ډلو ته یې اجازه ورکړې چې په ایران کې له خوندي ځایونو څخه فعالیت وکړي.

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د مارچ په ۲۸مه په قومي اسمبلۍ کې د پوښتنو په ځواب کې تایید کړه چې منع شوې بېلتون غوښتونکي ډلې د ایران د سیستان او بلوچستان صوبې له لارې بېرته منظم کيږي.

جان اچکزۍ، چې د امنیتي چارو کارپوه او د بلوچستان د حکومت پخوانی سلاکار دی، وویل، "ایران په پاکستان کې، په ځانګړې توګه په بلوچستان کې، د خپلو سیاسي، اقتصادي او نیابتي وسیلو له لارې د خپل نرم ځواک ستراتیژي پراخه کړې ده."

هغه د فبرورۍ په ۷مه په ګلوبل ویلیج سپېس مجله کې ولیکل، "تهران په مختلفو کچو د خپل [نفوذ] کارول پیل کړي دي... او دا نفوذ په یقیني توګه د پاکستان لپاره یوه ستونزه ګرځي."

د اچکزۍ په وينا، بلوچ بېلتون غوښتونکې ډلې، زینبیون بريګېډ، فاطمیون ډويژن -- هغه ملېشه چې له افغانانو څخه جوړه ده چې د بشارالاسد سره د مرستې لپاره سوریې ته د جګړې لپاره استول شوې ده -- او نورې هغه ملېشې چې د ایران د پخواني مشر جنرل قاسم سلیماني له خوا جوړې شوې وې، په دې وروستیو کې فعالې شوې دي او ډېر احتمال لري چې په هېواد کې د قانون او نظم وضعیت رامینځته کړي.

سلیماني، چې د آی آر جي سي د قدس ځواک کمانډر و، د عراق، سوریه، لبنان، یمن او افغانستان په ګډون په ټوله سیمه کې د ګڼ شمېر پراخو پراکسي جنګونو مشري کوله.

نوموړی د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳مه په بغداد کې د متحده آيالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.

د دې کال د جنورۍ په مياشت کې، په اسلام اباد کې د ایران سفارت خانې او په ټول پاکستان کې د هغې قونسل خانو په ښارونو کې د سليماني د مرګ د دويمې کليزې لمانځلو لپاره مختلفې غونډې جوړې او تمویل کړې، چې لامله یې پاکستانيانو خپله غوسه څرګنده کړه او دغه غونډې یې وغندلې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500