تروريزم

پاکستانيان د وژل شوي ایراني جنرل سلیماني د یاد په مراسمو نیوکې کوي

د زرک خان لخوا

د کراچۍ په یو سړک کې نصب شوی بېنر د ایران د میجر جنرل قاسم سلیماني د مړینې د دوهم تلین په مناسبت د هغه د وژلو ستاینه کوي. [زرک خان]

د کراچۍ په یو سړک کې نصب شوی بېنر د ایران د میجر جنرل قاسم سلیماني د مړینې د دوهم تلین په مناسبت د هغه د وژلو ستاینه کوي. [زرک خان]

اسلام آباد -- مذهبي مشران او د سولې فعالین چې په هغه باندې د فرقه ایز نفرت او ترهګرۍ په لمن وهلو تور لګوي وايي، پاکستاني چارواکو باید ايران ته اجازه نه وی ورکړای چې د ایران د جنرل قاسم سلیماني د مرګ د دویم تلین په مناسبت د یاد مراسمو کوربه توب وکړي.

سلیماني، چې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) د قدس ځواک قوماندان و، په عراق، سوریې، لبنان، یمن او د افغانستان په شمول په ټوله سیمه کې د ګڼ شمېر پراکسي جګړو له لارې د خپلې توسعه پالنې اجنډې تعقيب کولو.

هغه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳مه په بغداد کې د امریکې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.

سږ کال په اسلام اباد کې د ایران سفارت خانې او په ټول پاکستان کې د هغې قونسل خانو په ټول هېواد کې په ځانګړې توګه په کراچۍ، کویټه او لاهور کې مختلفې غونډې جوړې او تمویل کړې.

د جنورۍ په ۴ مه په کراچۍ کې د ایران قونسل خانې لخوا په یوې غونډه کې وینا کوونکي د قاسم سلیماني ستاینه وکړه. [په کراچۍ کې د ایران قونسل خانه]

د جنورۍ په ۴ مه په کراچۍ کې د ایران قونسل خانې لخوا په یوې غونډه کې وینا کوونکي د قاسم سلیماني ستاینه وکړه. [په کراچۍ کې د ایران قونسل خانه]

په کراچۍ کې، د مثال په توګه، مذهبي مشرانو چې د پاکستان د مذهبي ګوندونو اتحاد، د ملی یکجهتي شورا (ايم واي سي) استازیتوب کوي، د جنورۍ په ۴مه د ایران د قونسل خانې د کلتوري برخې لخوا په یوه غونډه کې د سلیماني په اړه خبرې او ستاینې وکړې.

مختلفو نامعلومو سازمانونو د پاکستان په لویو لارو کې د سلیماني د ستاینې په سلګونو بېنرونه هم نصب کړې ول.

په کراچۍ کې یو دیني عالم مولانا عبدالرشید وویل، پاکستاني چارواکي باید د هغو پیښو او بینرونو تپوس وکړي چې د سلیماني ستاینه کوي.

هغه وویل، سلیماني په پاکستان کې د فرقه ییزې ناکراریو د رامنځته کولو مسول و، او هغه د سوریې د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کولو، چې په زرهاو مسلمانان یې وژلې ول.

رشید وویل، "په پاکستان کې د یاد مراسمو تنظیمول د تهران د هڅو یوه برخه ده چې یو ترهګر د اسلامي نړۍ د اتل په توګه انځور کړي."

رشید زیاته کړه، په هېواد کې د ایران سفارتي ماموریتونه د اېم وايي سي مشرانو ته پیسې ورکوي چې د کراچې د پيښو په څېر په پيښو کې ګډون وکړي.

د اېم وايي سي مشران د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په مياشت کې وروسته له هغې له سخت انتقاد سره مخ شول کله چې دوی تهران ته سفر وکړو ترڅو د سلیماني د مرګ په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړي.

رشید وویل، "د پاکستان مسلمانان سلیماني ته درناوی نه وړاندې کوي، کوم چې په سعودي عرب باندې د بريد کولو لپاره د يمن د حوڅيانو او د بې ګناه مسلمانانو په وژلو کې د سوریې د الاسد رژیم ملاتړ کړی و."

د ساجد میر په وینا، چې يو سنيټر دی او او د جمعیت تحریک اهل حدیث پاکستان (جی ټي ای پي) مشر دی، ایران د خپلو موخو لپاره د اېم واي سي څخه کار اخلي او د دغه فورم اجنډا یې په بشپړه توګه بدله کړې ده. جمعیت تحریک اهل حدیث هغه ډله ده چې د اېم وايي سي سره د خپلو اړیکو پرې کولو څخه مخکې د دې برخه وه.

میر وویل، "ایران ته تللی پلاوی [چې د سليماني د وژلو په اړه خواخوږي څرګنده کړي] د پاکستان او د هغې د مذهبي ګوندونو استازیتوب نه کوي. دا یوازې د ځینو مذهبي ګوندونو د افرادو یوه کوچنۍ ډله ده."

فرقه پرستۍ ته لمن وهل

د هغه د مرګ نه مخکې، سلیماني په مینځني ختیځ، افغانستان او پاکستان کې د شیعه ملیشو جوړولو او ځای پرځای کولو دنده په غاړه لرله چې د آی آر جي سي او د ایران رژیم لپاره د پراکسيانو په توګه کار وکړي.

په ځانګړي ډول، سليماني د زينبيون بريګيډ تر شاه ولاړ و. زينبيون بريګيډ هغه مليشه ده چې په پاکستانيانو باندې مشتمله ده او د الاسد د رژیم سره د مرستې لپاره سوریې او نورو ځايونو ته د جګړې لپاره استول شوې ده.

هغه د همدې موخو لپاره په ګاونډي افغانستان کې فاطمیون ډويژن جوړ کړو.

د ورته يونټونو او همدارنګه د ګڼ شمېر نورو ایران پلوه شیعه ملېشو په کارولو سره، سلیماني په مؤثره توګه د سوریې په جګړه کې د الاسد ځواکونو ته وده ورکړه.

د پاکستان استخباراتي ادارو د ایران لخوا د شیعه زیارت کونکو په ياد یونټ کې د ګمارلو په اړه اندیښنې راپورته کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستاني چارواکو په لسګونو شیعه ځوانان له دغه سازمانونو سره د ښکاره تړاو په تور نیولي دي.

په تېرو څو کلونو کې په سوریه کې په جګړو کې په زرګونو پاکستاني او افغان جنګیالیو د وژل کېدو او ژوبل کېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي، زياتره په هغه عملياتو کې چې د ايران د نږدې اتحادي، الاسد، د رژیم ملاتړ کوي.

په کراچۍ کې د قانون پلي کولو یو چارواکي په وینا، چې د دې بريګېډ د فعالیتونو څارنه کوي، د تهران په مالي مرسته، د زینبیون بریګیډ په اردو کې په هارډ کاپي او د چاپ وړ ښودلو فارمیټ (پي ډي اېف) دواړو کې د سلیماني د ستاينې لپاره څو کتابچې ویشلې دي.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، یوه بله کتابچه، "هم تیرے عباس یا زینب [ای زینب، موږ ستا ماشومان یو]"، مفصل پروفایلونه لري چې په سوریه کې د زینبیون بریګیډ د وژل شویو غړو ستاينه کوي.

دغه چارواکي وویل، "په ځېنو پروفایلونو کې، د سلیماني سره د وژل شويو پاکستاني شیعه ځوانانو د ناستې یادونه شوې ده."

فرقه پالنې ته لمن وهل

سلیماني ته وقف شوي مراسم په ځانګړي توګه د پاکستاني چارواکو له هڅو سره مخالف دي چې د زینبیون بریګیډ او سپاه محمد پاکستان (اېس اېم پي) په ګډون د ایران په ملاتړ د شیعه ډلو پروړاندې د مبارزې لپاره دي.

د پاکستان د قانون پلي کونکي ادارو د تهران په ملاتړ د شيعه وسله والو ډلو پر وړاندې مبارزه ګړندي کړې ده، چې په پاکستان کې فرقه یي تاوتریخوالي ته د لمن وهلو، د سعودي عرب او پاکستان ترمنځ تاوترېخوالي د رامنځته کولو او په بهر کې، په ځانګړی توګه په سوريه کې، د جګړې لپاره د ځوانانو د لیږلو په تور تورن دي.

د نومبر په مياشت کې، پاکستان په ۲۰۱۱ کال کې په کراچۍ کې د سعودي سفارتکار د وژنې د پلټنو لپاره یوه ځانګړې پلټونکې ډله جوړه کړه چې چارواکو د ایران له ملاتړ لاندې د کالعدم شیعه وسله والې ډلې سره تړلې ده.

په موټرسايکل سپاره وسله والو د ۲۰۱۱ کال د مۍ په ۱۶ مه د کراچۍ په لوړه ډيفنس سيمه کې د سعودي د قونسلګرۍ يو مامور حسن القحطاني په ډزو ووژلو.

د تېر اګست په میاشت کې، سي ټي ډي د کراچۍ په عایشه منزل سیمه کېد سید علي رضا نقوي، چې د اېس اېم پي یو تورن غړی دی، د نیولو اعلان وکړو.

د سیند د ترهګرۍ ضد څانګې یو افسر اسرار اعوان په وینا، نقوي له تېرو درېو لسیزو راهیسې په کراچۍ کې د مذهبي عالمانو او د حریف سني فرقې د غړو په وژلو کې لاس لري.

اعوان په دغه وخت کې وويل، "نیول شوی وسله وال د منع شوي سپاه محمد پاکستان سره تړاو لري او د زینبیون بريګيډ د جنګیالیو سره په تماس کې و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500