امنیت

د شيعه وسله والو شبکو پر وړاندې مبارزه کې د زينبيون غړي تورن شوي

د ضياء الرحمان لخوا

زینبیون بريګيډ د پاکستان په شیعه ګانو مشتمله ده چې د سوریې په روانه کورنۍ جګړه کې د تهران په استازیتوب جنګيږي. دا د يو پاکستاني جنګيالي "تاجر حسين"، چې په سوريه کې په جګړه کې وژل شوی و، پوسټر دی چې د فبرورۍ په ۱۹ مه د دې ډلې په ټيلي ګرام باندې خپور شوی و. [فايل]

زینبیون بريګيډ د پاکستان په شیعه ګانو مشتمله ده چې د سوریې په روانه کورنۍ جګړه کې د تهران په استازیتوب جنګيږي. دا د يو پاکستاني جنګيالي "تاجر حسين"، چې په سوريه کې په جګړه کې وژل شوی و، پوسټر دی چې د فبرورۍ په ۱۹ مه د دې ډلې په ټيلي ګرام باندې خپور شوی و. [فايل]

کراچۍ -- د پاکستان قانون پلي کونکو ادارو د شيعه وسله والو ډلو پر وړاندې مبارزه ګړندي کړې ده چې په پاکستان کې فرقه یي تاوتریخوالي ته د لمن وهلو او بهر ته د جګړې لپاره د ځوانانو د لیږلو په تور تورن دي.

د فبرورۍ په ۱۱ مه، د کراچۍ د پولیسو د تروریزم ضد ادارې (سي ټي ډي) سیمنز چورنګي ته نژدې د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې دوه مشکوک کسان ونیول.

په شکمن کسانو کې يو -- سید کامران حیدر زیدي، عرف کامي -- د زینبیون بریګیډ سره تړاو لرلو. زينبيون بريګيډ هغه مليشه ده چې په پاکستانيانو باندې مشتمله ده او د صدر بشارالاسد د رژیم سره د مرستې لپاره سوریې ته د جګړې لپاره استول شوې ده.

اسرار اعوان، چې د کراچۍ د پولیسو د تروریزم ضد يو سينير چارواکی دی، وويل، زيدي، چې د دې ډلې غړی دی، پاکستان ته د بيرته راتلو نه مخکې د الاسد د ځواکونو تر څنګ جنګيدلی و.

د کراچۍ قانون پلي کونکي پرسونل د فبرورۍ په ۱۱ مه امنیتي دندې ترسره کوي. د کراچۍ د پولیسو د تروریزم پرضد ادارې (سي ټي ډي) په دې وروستیو کې د زینبیون بریګیډ، چې د ایران په ملاتړ يوه وسله واله ډله ده او په پاکستاني وګړو باندې مشتمله ده، یو غړی ونیولو. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ قانون پلي کونکي پرسونل د فبرورۍ په ۱۱ مه امنیتي دندې ترسره کوي. د کراچۍ د پولیسو د تروریزم پرضد ادارې (سي ټي ډي) په دې وروستیو کې د زینبیون بریګیډ، چې د ایران په ملاتړ يوه وسله واله ډله ده او په پاکستاني وګړو باندې مشتمله ده، یو غړی ونیولو. [ضیاء الرحمان]

د سلیم حیدر زیدي په اړه معلومات، چې د فبرورۍ په ۱۰ مه نیول شوی و، په سور کتاب کې لیدل کیدی شي. سور کتاب د ترټولو مطلوب ترهګرو يو لیسټ دی. [ضیاء الرحمان]

د سلیم حیدر زیدي په اړه معلومات، چې د فبرورۍ په ۱۰ مه نیول شوی و، په سور کتاب کې لیدل کیدی شي. سور کتاب د ترټولو مطلوب ترهګرو يو لیسټ دی. [ضیاء الرحمان]

د اعوان له مخې، يو بل شکمن -- سید علي رضا، عرف بوبي -- د سپاه محمد پاکستان (اېس اېم پي) سره تړاو لرلو. سپاه محمد پاکستان د شیعه ګانو یوه منع شوي وسله واله ډله ده.

هغه وویل، دواړو مشکوکو اعتراف وکړو چې دوی په خېبر پښتونخواه کې د کرم قبايلي ضلعې په پاړاچنار کې د وسله والو نه روزنه ترلاسه کړې وه او په کراچۍ کې په مختلفو فرقه ییزو وژنو کې لاس لري.

دوی پولیسو ته وویل چې د دوی زياتره ملګري لاهم په سوریه کې جنګېږي.

په عین حال کې، د فبرورۍ په ۱۰ مه، سي ټي ډي په کراچۍ کې په يونيورسټۍ روډ باندې په استخباراتي معلوماتو کې په یوې چهاپه کې سلیم حیدر زیدي (عرفان سلیم بھايي، رحمان او رجب) ونیو.

زیدي، چې د اېس اېم پي یو بل مشکوک وسله وال دی، په هغه سور کتاب کې شامل دی، چې د ډیرو مطلوب جنګیالیو نومونه، عکسونه او توضیحات لري. اعوان وويل، هغه په ښکاره توګه په څو لوړ پوړو قتلونو کې ښکيل و، چې په دې کې په ۲۰۰۴ کال کې په کراچۍ کې د ديني عالم مفتي نظام الدين شامزۍ وژل شامل دي.

امنیتي پرسونلو د هغه له قبضې څخه لاسی بمونه او یو لېجر ترلاسه کړو.

زينبيون بريګيډ

په تيرو کې، زينبيون بريګيډ په پاکستان کې په سلګونو جنګيالي استخدام کړي دي.

د پاکستان استخباراتي ادارو د هغه شيعه زيارت کونکو په اړه اندیښنه څرګنده کړې چې د ایراني نفوذ ښکار کیږي او د تهران په ملاتړ په ډلو کې استخدام کيږي چې په عراق او سوریه کې جنګیږي.

د رسنیو راپورونه وړانديز کوي چې په لسګونو شیعه ځوانان له دغه سازمان سره د تړاو په تور نیول شوي دي.

په سوریه کې د پاکستانی جنګیالیو لپاره لومړني استخدام کونکي، تمویلونکي او اداره کونکي د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) او د دې د قدس ځواک دي.

د سوریې جګړې لپاره د افغان شیعه جنګیالیو د استخدامولو لپاره، تهران د فاطمیون ډويژن جوړ کړی او هغوی ته معاشونه ورکوي چې د الاسد له ځواکونو سره يو ځای شي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په جنوري ۲۰۱۹ کال کې په زینبیون بریګيډ او فاطمیون ډويژن باندې د بندیزونو اعلان وکړو، چې دا د هغه هڅو يوه برخه وه چې "هغه ناقانونه شبکې ختم کړي چې [د ايران] رژیم یې په نړۍ کې د ترهګرۍ او نا ارامۍ د صادرولو لپاره کاروي."

د پاکستان د قانون پلي کونکو ادارو په وینا، تهران د دې ډول شیعه وسله والو ډلو ملاتړ کوي چې په سیمه کې خپل نفوذ پراخه کړي.

د ایران په ملاتړ او تمویل سره، سپاه محمد پاکستان په لومړي ځل د ۱۹۹۰ په عشره کې راڅرګنده شوه، کله چې په پاکستان کې فرقه ییزه شخړه په خپل عروج کې وه. له هغه وخت راهیسې، اېس اېم پي په دیني عالمانو او مسلکي کسانو باندې په فرقه يي بریدونو کې ښکيل ده.

په دسمبر ۲۰۱۸ کال کې، پاکستاني چارواکو د سعودي عرب په غوښتنه هغه دوه کېسونه بيرته پرانيستل چې په ۲۰۱۱ کال کې په کراچۍ کې يې د سعودي عرب په سفارتکارانو باندې د بريدونو سره تړاو لرلو. په دغه بريدونو کې اېس اېم پي لاس لرلو.

پاکستانی چارواکو په می ۲۰۱۱ کال کې په کراچۍ کې په سعودي قونسل خانه کې د کارکوونکي حسن القحطاني په وژلو کې او څو ورځې مخکې په دغه قونسل خانه باندې په لاسي بمي برید کې د اېس اېم پي ښکيلتيا په ګوته کړې ده. دغه چارواکو وويل، د دې ډلې هدف دا وو چې د هیواد د سني او شیعه ګانو او د سعودي عرب او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی رامنځته کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 17

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا تجزيه يو طرفه او د تعصب نه ډکه ده

ځواب

په مشرانو دې لعنت وي

ځواب

دا لیکوال او مقاله په بشپړه توګه يوه فضول ټوټه ده. دا ډول لیکوالان د صيهوني او سعودي باچاهانو لخوا تمويل شوي چې په ټوله نړۍ کې له ایران او د مقاومت ځواکونو څخه نفرت کوي. ایران په عراق او سوريه کې د داعش پر ضد د خپل هيواد او سپیڅلو ځایونو دفاع وکړه. النصره، چې د سي آی اې سعودیانو، ترکیانو په څیر د صيهوني ګډاګانو او تقريباََ د ۸۰ نړيوالو هيوادونو لخوا تمویل شوي او روزل شوې وه، د داعش په ملاتړ کې ښکيل وو، خو بیا هم آی آر جي سي او حزب الله لبنان د ولي مسلمين امام خامنه اي تر مشرۍ لاندې د له ټولو وژونکي ترهګرو سره مبارزه وکړه او د ځمکې د مخ نه یې ختم کړل. دا د اسرایل او سي آی اې پلوه صيهوني سني تش په نامه مسلمانان، دوی د هغو کسانو څخه نفرت کوي کوم چې د دوی د توليد او د داعش په شکل کې د اسلام خلاف جنګيږي. دا ډول لیکوالان نصبي سنیيان دي، دوی له اهل بيت څخه نفرت کوي. دوی نه غواړي چې په عراق او سوريه کې د اهل بیت زیارتونه خوندي او محفوظ پاتې شي، او دا وجه ده چې دوی ایران او د هغې متحدینو ته ترهګر وايي.

ځواب

د پاک پوځ لخوا د طالبانو او القاعده روزل او دوی په افغانستان کې د متحده ایالاتو سره د جګړې لپاره لیږل (چې د بینظیر، مشرف او اوس د وزیر اعظم عمران خان لخوا منل شوي). په داسې حال کې چې د مذهبي مقدس ځایونو دفاع د ترهګرۍ عمل دی. خپلو دوه ګونو معیارونو ته وګورئ ...

ځواب

له هر څه نه مخکې، خورا پوهه اوسئ چې سوریه ته چې کوم خلک ځي د هغوی ذهنونه نه مینځل کیږي بلکې دوی په خپله خوښه ځي. ایران یوازې له دوی سره مرسته کوي چې د سعودي عرب او متحده ایالاتو په ملاتړ د داعش سره د جګړې لپاره د دوی ارمان پوره کړي. دوهم که چیرې ادارې او پولیس په هر شي پوهيږي نو دا خلک محکمو ته بوځئ او دا تورونه ثابت کړئ پر ځای د دې چې هغوی د کلونو لپاره غايب کړئ. زه فکر نه کوم چې په دې کې ستونزه شته که چيرې يو کس له هیواد څخه ووځي او که هغه هیڅکله بیرته را نه شي. د دې خلکو د غايب کولو پرځای هڅه وکړئ چې د خپلو پولو ساتنه وکړئ چې دا خلک له هیواد څخه بهر لاړ نه شي.

ځواب

زه د لیکوال د سوچ او ذهنيت په اړه حیران يم. تاسو څنګه کولی شئ چې د بې بنياده تورونو په بنياد په ټولې فرقې باندې تور ولګوئ. دا به ممکنه وي چې ځینې شکمن کسان په دې جګړه کې ښکيل دي خو د دې مطلب دا نه دی چې شیعه ګان په کې ښکيل دي. لیکوال توان نه لري چې تش په نامه د تور لګولو جګړې اصلي لامل په ګوته کړي، چې د تروریستانو لخوا يوه سپانسر شوې ډله په مخالفه فرقه کې هم شتون لرلی شي.

ځواب

اوس په پاکستان کې هرڅوک پوهیږي چې د سعودي عرب په ملاتړ مليشا لکه لشکر جنګوي، سپاه صحابه او طالبانو څومره ترهګري او ناکراري خپره کړې او د کشمیر په اړه د دې د دریځ وروسته، دا نړۍ ته ښکاره شوه چې سعودي عرب او امريکا څومره د پاکستان سره مرسته کوي، خو بياهم د دې آقاګانو د خوشحالولو لپاره داسې فضول کارونه ترسره کيږي.

ځواب

که څه هم تاسو سعودي عرب ملامته کړی دی، خو د پاکستان په ۷۳ کالو تاریخ کې، داسې يو ثبوت نشته چې سعودي عرب د تروريستي سازمان ملاتړکړی دی، په داسې حال کې چې له بلې خوا، دا ډول کسان اکثر ښکاره کیږي چې ایران يې ملاتړ کوي او دا مرسته کوي چې پاکستان د ناکرارۍ او ترهګرۍ هدف وګرځوي، که دوی عزیر بلوچ، کلبهوشن یا ایراني روزل شوي "مومنین" وي، چې په سني عالمانو باندې په مستقيمه توګه په برید کې لاس لري.

ځواب

وروره، تاسو ۱۰۰۰۱٪ ریښتیا ویلې دي. ایران د دوست په جامه کې د پاکستان دښمن دی. ایران تل پاکستان ته دهوکه ورکړې ده او د پاکستان شیعه ګان د ایران لپاره کار کوي او دوی د عالمانو او پاک پوځ سرتيرو د وژلو په واسطه په پاکستان کې امن تباه کوي. سلیماني، چې دوزخ ته استول شوی دی، پاکستان ته یې ګواښ کړی و، چې له دې کبله د پاکستان زمری، ستر مشر، د پوځ ستر مشر جنرل راحیل شریف هغه ته خپل مقام ورياد کړو، خو د دې منافق ملت چلند به تل منافقت وي او دوی به په تاسو د شا نه ګوزار کوي.

ځواب

په زړه پورې تجزيه

ځواب

دا مقاله د فرقه ییز چلند پراساس ده   د سپاه صحابه او لشکر جهنګوي نه زياته ترهګريزه ډله بله نه شي کيدې، چې په پاکستان کې يې اور بل کړی دی. او دا ټول د ضیاء د دور پایلې دي. خو پوښتنه داده چې دوی دغه ډلې په شیعه فرقه کې په ګوته کړي دي، خو ولې دوی سپاه صحابه، لشکر جنګوي، داعش، طالبان او داسې نورو سازمانونو ته پام نه کوي؟

ځواب

ځکه چې دا پوسټ په بشپړ ډول د شیعه ګانو خلاف دی

ځواب

دا د شیعه ګانو خلاف نه دی، دا د تروریستي شیعه ګانو او ایران په اړه دی. سوله خوښونکي شيعه ګان د اسلام له دښمنانو سره مه يوځای کوئ.

ځواب

په پاکستان کې د ایراني ملیشو د روزنې یوازینۍ ځای پاړا چنار، کرم ایجنسي ده، چیرې چې روزنه د کوه سفید په ميدان کې په زيران سیمه کې ترسره کيږي. که چيرې د پاکستان حکومت او ادارې غواړي چې زینبیون له منځه یوسي، نو دوی باید د کراچۍ پرځای په پاړا چنار کې د ردالفساد په څير عملیات وکړي. دا یوازینۍ لار ده چې پاکستان کولی شي چې ځان د ایراني کالونۍ جوړيدو نه خوندي وساتي.

ځواب

ایران په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په پاکستان کې د ترهګرۍ په ټولو کارونو کې دخیل دی همدغه ډله په کویټه کې د عالمانو او اهل سنت کسانو په وژلو کې ښکيل ده.

ځواب

دا یوه طرفه تجزيه ده

ځواب

موږ د بي بي زینب د زیارت د امنیت لپاره ځو، او څنګه چې داعش اوس له منځه تللی دی، هیڅ څوک به لاړ نه شي.

ځواب