تجزيه

په سيمه او نړۍ کې د قاسم سلیماني د وینو تویولو تاريخ

پاکستان فارورډ

د دسمبر په ۱۰ مه د ایران د پوځ لخوا خپور شوی بې نيټې تصوير قاسم سلیماني (په منځ کې) د نورو لوړ پوړو ایراني ځواکونو قوماندانانو او ستر رهبر علي خامنه اي سره ښودل شوی دی. [د ایران د دفاع وزارت]

د دسمبر په ۱۰ مه د ایران د پوځ لخوا خپور شوی بې نيټې تصوير قاسم سلیماني (په منځ کې) د نورو لوړ پوړو ایراني ځواکونو قوماندانانو او ستر رهبر علي خامنه اي سره ښودل شوی دی. [د ایران د دفاع وزارت]

نږدې یو کال مخکې چې لا مړ نه و، د ایران لوړپوړی پوځي قوماندان مجير جنرل قاسم سلیماني د ځينو کسانو له خوا په منځني ختیځ کې ترټولو خطرناک کس ګڼل کیدو.

د دوو عشرو څخه په زیاته موده کې سلیماني د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول قدس ځواک (آی آر جي سي- کيو اېف) مشري وکړه، چې د ايران د پوځ يوه ترهګريزه څانګه ده او دا مسوليت په غاړه لري چې د عراق، سوریې، لبنان، بحرين، يمن او افغانستان په ګډون په ټوله سيمه کې یې ترهګري خپره کړي او د ایران رژیم پراکسي ملیشه په وسلو سمبال کړي.

د هغه په وروستي پلانونو کې په عراق کې د متحده ایالاتو پر ایتلافي ځواکونو بریدونه شامل وو، چې په دې کې په بغداد کې د متحده ایالاتو پر سفارت خانې، چېرته چې تخريب کونکو په دیوال باندې ليکلي وو چې "سلیماني زموږ مشر دی"، د يوې ورځې اوږ بريد شامل دی.

د جنورۍ په ۳ مه په بغداد کې د امریکې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې سلیماني ووژل شو، چې د تهران د لسیزو اوږد مهاله کمپاین کې يې یوه مهمه شیبه رامنځته کړه چې په منځني ختيځ او نورو هيوادونو کې اورپکۍ او ګډوډۍ ته وده ورکړي.

سلیماني په ۲۰۱۷ کال کې د سوریې په البو کمال کې په کوردي لباس کې ښودل شوی دی. [اثنا ]

سلیماني په ۲۰۱۷ کال کې د سوریې په البو کمال کې په کوردي لباس کې ښودل شوی دی. [اثنا ]

سلیماني په عراق کې په ۲۰۱۸ کال کې د آی آر جي سي په ملاتړ له ملېشو سره ښودل شوی دی. [جهان نیوز]

سلیماني په عراق کې په ۲۰۱۸ کال کې د آی آر جي سي په ملاتړ له ملېشو سره ښودل شوی دی. [جهان نیوز]

په ۲۰۱۱ کال کې په متحده ایالاتو کې د سعودي عرب سفیر عادل بن احمد الجبیر، چې اوس مهال د بهرنیو چارو وزیر دی، په داسې حال کې چې هغه په واشنګټن کې و، د وژلو لپاره د ناکامه پلان د څارنې کولو له امله د متحده ایالاتو حکومت سلیماني يو نړیوال ترهګر وټاکلو.

د همدغه کال په سر کې، په سلیماني باندې د سوریې د صدر بشارالاسد د رژیم لپاره د ملکي مظاهره کوونکو پروړاندې د خونړیو عملیاتو په لړ کې د مالي ملاتړ په برخه کې د خپل رول له امله بنديزونه ولګول شول.

په اپرېل ۲۰۱۹ کال کې، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت يو مثالي ګام پورته کړو او د سلیماني په مشرۍ د قدس ځواک لخوا د پورته شويو اقداماتو له امله يې آی آر جي سي يو بهرنی تروریستي سازمان وټاکلو.

ترهګري صادرول

د سلیماني په مشرۍ، د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول قدس ځواک ترهګري صادره کړه، فرقه واريت ته يې وده ورکړه، د سیمه ییزو حکومتونو حاکمیت یې کمزوری کړو او په ټول منځني ختیځ او هاخوا کې د زرهاو -- که لسګونه زره نه -- کسانو د مرګونو او کړاونو مسوليت په غاړه لري.

شنونکي وايي، په داسې حال کې چې د ایران رژیم په سیمه کې امنیت ته زیان رسوي، د تهران ګواښونه به ډیر جدي ول که چیرې سلیماني اوس هم ژوندی وې.

غازي فیصل حسین، چې د ستراتیژیکو مطالعاتو لپاره د عراق د مرکز مشر دی، وويل، سلیماني "د روس د صدر ولاديمير پوتين او سوریې د صدر بشارالاسد په څیر د دولت مشرانو سره د نږدې اړیکو پراخه شبکه لرله، او د ملیشه جنګیالیو سره هم نږدې و او د جګړو پرمهال به په میدان کې هم حاضر و."

هغه دې نظر ته اشاره وکړه چې د ایران ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي باید پر ټولو حکومت وکړي او ويې ويل، "هغه د ایران انقلاب او د والیت الفقیه عقیدې د خپرولو او په سیمه کې د ایران تابع رژیمونو د راوستلو لپاره د مشروع رژیمونو د بدلولو لپاره کار کولو."

د یمن سیاسي کارپوه او خبریال وحدت الجلیل وويل، "قاسم سلیماني ته دنده ورکړل شوې وه چې په سیمه کې د آی آر جي سي نفوذ پراخه کړي."

په ۱۹۹۸-۱۹۹۹ کې د سلیمانې د دور په لومړیو کلونو کې، هغه د حزب الله د جنګیالیانو د مشرۍ دنده لرله.

له لسو کالو څخه د زیات وخت لپاره، سلیماني په عراق کې ترهګرو ته په مستقیم ډول لارښوونه او وسلې چمتو کړې، چې دا د ایران د هڅو یوه برخه وه چې بې ثباتي رامنځته کړي او د عراقي حکومت حاکمیت کمزوری کړي.

د متحده آيالاتو د دفاع وزارت په وینا، د ۲۰۰۰ کال د عشرې په نیمایۍ کې په عراق کې د ایران په ملاتړ ۶۰۳ امریکایي سرتیري وژل شوي ول -- چې د ټولو هغو امریکایانو ۱۷٪ برخه ده چې په عراق کې په مخالفو اقداماتو کې وژل شوي وو.

د اکتوبر ۲۰۱۹ له پیل راهیسې، په زرګونو عراقی احتجاج کونکي سړکونو ته راووتل چې په عراق کې د ایران بې ثباته نفوذ وغندي.

بې وسه ځوانان راجلبول

په سوریه کې، سلیماني د اسد د کمزورو سرتیرو سره د مرستې لپاره د پراخو عملیاتو څارنه وکړه.

د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې له پیل راهیسې، د سلیماني په مشرۍ کې ایراني فعالینو د ملېشو جنګیالي استخدام کړل -- چې ډیر په کې کم عمره وو او يا په اقتصادي توګه يې کمزوری حالت لرلو -- چې په افغانستان، پاکستان، عراق او نورو هیوادونو کې يې د شیعه ګانو له ټولنې سره تړاو لرلو.

د آی آر جی سي په مشرۍ افغان ملیشې په فاطمیون ډويژن کې د شاملیدو په بدل کې، له افغانانو سره د ایران د تابعیت او میاشتنۍ تنخواه ژمنه شوې وه، خو د ایران رژیم په څو ځله د دغه ژمنې په پوره کولو کې پاتې راغلی دی. .

د فاطميون د سرچينو په وينا، په سوریه کې د کورنۍ جګړې په رامنځته کولو سره، سليماني د ۲۰۰۰۰ بې وزله افغان جنګیالیو د استخدام څارنه کړې وه، چې لږ تر لږه ۲۰۰۰ په کې مړه او ۸۰۰۰ نور په کې ژوبل شوي دي.

د مخالفو فعالانو په وینا، د سوریې په کورنۍ جګړه کې د وژل شویو شمېر د ۲۰۲۰ کال د دسمبر له میاشتې پورې تقریباً د ۳۸۷۱۰۰ او ۵۹۳۰۰۰ کسانو ترمينځ دی.

د ورلډ ويژن له مخې، تقريباََ ۶.۲ ملیونه کسان په سوریه کې بې ځایه شوي، په داسې حال کې چې له ۵.۶ مليونو څخه ډیر کسان ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي.

سلیماني په یمن کې د ایران د نفوذ په پراخولو کې هم رول لرلو، چیرې چې آی آر جي سي د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي (انصارالله) او دې په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال زور واخیستو کله چې سعودي عرب -- چې په سیمه کې د ایران ترټولو لوی مخالف دی -- د یمن د حکومت په استازیتوب مداخلت وکړو.

د ستراتیژیکو مطالعاتو د عباد مرکز ډايريکټر عبدالسلام محمد وویل، "د سلیماني رول د ایران د ستراتیژۍ د پلي کولو ګړندي کول و، چې په کې د صنعا او دمشق، بیروت او بغداد نیول شامل دي."

هغه وویل، "د هغه وژل به دا تګلاره بدله نه کړي."

د يمن ډیټا پروژې په وینا، د یمن په کړکیچ کې، چې د ایران تر ملاتړ لاندې حوڅیانو لخوا رامنځته شوی، د ۲۰۱۵ کال راهيسې له ۱۷۵۰۰ څخه ډیر ملکیان مړه شوي او ژوبل شوي دي. د بشري حقونو د څار ادارې راپور ورکړو چې له ۲۰ ملیونو څخه ډیر خلک د خوراک له کمي او ۱۰ ملیونه د قحط له خطر سره مخ دي.

نړیوالو څیړنو وښودل چې حوثیان په منظم ډول زده کونکي، میرمنې، د بشري حقونو فعالین، ژورنالیستان، بشري کارکونکي او مذهبي اقليتونه په غیرقانوني ډول نیسي او هغوی شکنجه کوي.

ملېشې په ياغيانو بدل شوي دي

په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کال کې، د سلیماني عکسونو چې په عراق کې د جګړې په ډګر کې پوځي لباس يې اغوستې وې، په دې شخړه کې د هغه مستقیم رول په ګوته کړو.

ډیرې ملیشې، چې سلیماني ورسره د کلونو په اوږدو کې په جوړولو کې مرسته کړې وه، د کنټروله بهر وتلې دي او د خپل اصلي مذهبي اهدافو څخه په پراخه کچه لرې پاتې شوي دي.

په عراق کې، دې ملیشو په څو کلونو کې د سلیماني د واکمنۍ پرمهال د هغه ځواک څخه ګټه پورته کړې ده چې د عراقي فعالينو پر وړاندې د مبارزې د نفوذ او پي ايم اېف څخه د ناوړه ګټې ترلاسه کولو لپاره یې کارولې و، او حتی په لسګونو هغه عراقي احتجاج کونکي وژني کوم چې د حکومت د فساد او نا اهلۍ پروړاندې احتجاج کوي.

یو سينير عراقي سیاستدان چې د نوم نه ښودله غوښتنه يې وکړه د فبرورۍ په میاشت کې رویټرز ته وویل، "د دغه ملیشو نه بلاګانې جوړې شوې، لالچيان ترې جوړ شول او دومره قوي شول چې کنټرولول يې ګران ول."

"دوی له سوداګریو څخه بهته واخيسته، دوی په هرڅه کې خپله برخه غوښتله، حتی حکومت به يې په دې مجبوره کولو چې د هغوی پلویانو ته دندې او دولتي قراردادونه ورکړي."

عراقي ملیشو په غیرقانوني ډول وسلې ترلاسه کړې او د عراق په هغو ګڼ شمير سيمو کې يې سرمايه کارۍ ګډې وډې کړې چې له داعش څخه ازادې شوي دي.

[[فاریس العمران او نبیل عبدالله التمیمي د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دروغو خپرولو له کبله دې په تاسو باندې شرم وي. اوس ټرمپ هم ومنله چې متحده آيالاتو داعش جوړ کړی دی. ايران له مخکې نه خبر دی چې داعش يو شر دی چې اسلام بدناموي. نو پکار ده چې مونږ دا شر پای ته ورسوو او د دې مقصد لپاره قدس ځواک ډيرې قربانۍ ورکړي دي. د قدس ځواک په حق کې د ليکلو پر ځای تاسو د هغې خلاف ليکل کوئ. تاسو وهابيان هم يو شر يئ. حتی سعودي عرب هم د وهابيانو کلتور رد کړی دی. د دې مطلب دا دی چې تاسو رد شوي يئ.

ځواب

دا يقيناََ یوه معلوماتي مقاله ده او موږ سره مرسته کوي چې د مینځني ختیځ، په ځانګړي توګه د ایران او ګاونډیو هیوادونو د وضعیت په اړه پوهه شو. خو، د دې سره موافقه کول ګران دي ځکه چې دا مقاله د ټولو ناوړه کارونو پړه پر جنرل سلیماني او ایران اچوي.

ځواب