2022-05-04
ایران ته د چینايي پوځي سفر د بیجینګ د ارادې په اړه اندېښنې زیاتوي
د چین د دفاع وزیر دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایران د تېلو اخېستل لوړ شوي، په سیمه کې د ایران د نیابتي ډلو له خوا بریدونه زیات شوي او د یوې بلې چینايي اډې په اړه اوازې روانې دي.