نور سلطان -- د روسیې صدر ولادیمیر پوتین او د چین صدر شي جین پینګ منځنۍ اسیا ته د خپلو هېوادونو د استبدادي اجنډې د پوره کولو لپاره له خپل سفر څخه ګټه پورته کوي.
شي جين پينګ د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۴مه) پخواني شوروي قزاقستان ته راورسيدو، چې د کورونا ویروس د ناروغۍ له لومړیو ورځو څخه وروسته د يو چینايي مشر بهر ته لومړی سفر دی.
ټاکل شوې ده چې شي جين پينګ منځنۍ اسيا ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د ازبکستان په سمرقند ښار کې، چې د ورېښمو د لرغونې لارې پر سر يو تم ځای دی، د شانګهای د همکارۍ سازمان (اېس سي او) د مشرانو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.
شانګهای سازمان له چین، روسیې، هند، پاکستان او د منځنۍ اسیا له څلورو هېوادونو – قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان څخه جوړ شوی دی.
![د روسیې صدر ولادیمیر پوتین او د چین صدر شي جین پینګ د فبرورۍ په ۴مه په بیجینګ کې د غونډې په دوران کې د عکس لپاره ولاړ دي. [الیکسي دروزینین/سپوتنیک/ای اېف پي]](/cnmi_pf/images/2022/09/14/37101-000_9y36mj-585_329.jpg)
د روسیې صدر ولادیمیر پوتین او د چین صدر شي جین پینګ د فبرورۍ په ۴مه په بیجینګ کې د غونډې په دوران کې د عکس لپاره ولاړ دي. [الیکسي دروزینین/سپوتنیک/ای اېف پي]
دولتي رسنیو راپور ورکړو چې شي جين پينګ د خپل راتګ څخه مخکې د سه شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې له قزاقستان سره به "د ګډ امنیت دفاع" تړون لاسليک کړي.
شي جين پينګ د قزاقستان د رسنيو لپاره په يوې مقاله کې چې د چين د دولتي ټلوېزيون سي سي ټي وي لخوا بېرته خپره شوې ده، وليکل، "چين له قزاقستان سره د قانون د پلي کولو، امنيت او دفاع په برخو کې د همکارۍ د ژورتيا لپاره کار کولو ته لېواله دی."
هغه زیاته کړه چې بیجینګ هم غواړي له قزاقستان سره د مخدره توکو د قاچاق او نړېواله کچه د منظمو جرمونو په وړاندې مبارزه وکړي او همدارنګه د هغه څه سره مبارزه وکړي چې چین یې د "درېو شرونو" په توګه ګني.
ډېر قزاقان د دې ډول همکارۍ نه خوشحاله ندي، کوم چې په خپل هېواد کې د چین لخوا د جوړ شويو څارنې کیمرو په پراخه کچه د خپرېدو او د قزاقستان په خاوره باندې د چین د حکومت د غیر مستقیمې ادعا په اړه اندېښمن دي.
د چین حکومت پخوا د "درېو شرونو" اصطلاح استعمال کړې وه -- چې د ترهګرۍ، بېلتونپالنې او مذهبي افراطیت په توګه تعریف شوي دي -- ترڅو د شينجيانګ په لرې لوېدیځه سیمه کې چې د قزاقستان سره پوله لري خپلو عملياتو ته اشاره وکړي.
بیجینګ په شينجيانګ کې د یو ملیون څخه ډېر اویغور او نور مسلمان اقلیتونه -- د ګڼ شمېر قزاقانو او قرغزیانو په شمول -- د یو کلن امنیتي کمپاین په ترڅ کې په توقیف کې د ساتلو په تور تورن دی، چې په ټوله نړۍ کې قانون جوړونکو ياد عمل د "نسل وژنې" په توګه بيان کړی دی.
سي سي ټي وي راپور ورکړو چې د ازبکستان رسنیو لپاره په یوه جلا مقاله کې شي جين پينګ د "امنیتي همکارۍ د پیاوړتیا او د خطرونو او چيلنجونو د حل کولو" ژمنه وکړه او ويې ویل چې ازبکستان "د افغانستان د مسلې په حل کولو کې ځانګړی رول لوبوي."
په افغانستان کې د چین د "حل" د هدف یوه برخه د هېواد پراخو معدني شتمنیو ته لاسرسي او په آسیا کې د لا زیات پوځي نفوذ ترلاسه کول دي.
د لویدیځ لپاره 'بدیل'
تمه کيږي چې شي جين پينګ به د سرمشريزې په ترڅ کې د روسيې له صدر ولاديمير پوتين سره خبرې وکړي.
د دوی خورا اټکل شوې غونډه په داسې حال کې ترسره کيږي چې روسیه د اوکراین په خاوره کې د خپل برید له امله د شرموونکې ماتې سره مخ ده. چین په خپله بيانيه کې د پوتین د ملاتړ او "لا محدوده" ملګرتیا لپاره په خپله ژمنه ټینګ ولاړ دی.
که څه هم، چین، چې د لویدیځ بندیزونو څخه ویره لري، روسیې ته یې وسلې ندي ورکړي، چې پوتین يې د شرمونکي وضعيت سره مخامخ کړو او د نورو نړېوالو مردودانو ایران او شمالي کوریا څخه یې د ډرون او توپخانې ګولۍ واخيستې.
پوتین تېره هفته چینایان د "سخت سوداګرانو" په توګه ياد کړل -- چې دا په ګوته کوي چې شي جين پينګ د خپل بې وسه ملګري دکتاتور څخه ګټه پورته کوي ترڅو د روسیې په طبیعي ګازو کې د پام وړ تخفیف غوښتنه وکړي.
کرملین د سه شنبې په ورځ وویل چې دا سرمشریزه به لویدیځې نړۍ ته یو "بدیل" وښیي.
د کرملین د بهرنۍ تګلارې سلاکار یوري اوشاکوف په ماسکو کې خبریالانو ته وویل، "د شانګهای سازمان ټول غړي د یو عادلانه نړېوال نظم لپاره ولاړ دي" او ويې ويل چې دا سرمشریزه د "لویې کچې جیو پولیټیکل بدلونونو په رڼا" کې ترسره کيږي.
پداسې حال کې چې ماسکو او بیجینګ د "انصاف" خبرې کوي، د ګڼ شمېر جرمونو او بد چلند په اړه چې د دواړو رژیمونو سره تړاو لري نړیوالې څیړنې روانې دي، چې پکې د روسیې د ځواکونو لخوا د ملکي خلکو شکنجه کول او اعدامول او د چین د کمونيسټ ګوند لخوا د اقليتونو سره غیر مشروع چلند شامل دی.
یوه نړۍ چې 'د زورواکۍ لپاره خوندي ده'
که څه هم، د بیجینګ او ماسکو دریځونه ډېره ناوړه اجنډه په ګوته کوي، چې د منځنۍ آسیا او نورو هېوادونو لپاره به پايلې ولري.
پوتین او شي جين پينګ د دې کال په پېل کې په یوې غونډه کې ژمنه وکړه چې د نړېوال سیاسي او پوځي نظم په "نوي عصر" کې به یوځای پاتې شي.
دوی د فبرورۍ په ۴مه نېټه د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو د پرانيستې په ورځ له يوې غونډې وروسته په يوه ګډه اعلاميه کې وويل، "د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي هېڅ حد نلري."د همکارۍ هېڅ "منع شوي" ساحې شتون نلري"
دوی دا هم وویل چې د جمهوريت هر شکل "مناسب نه دی" -- چې دا د ماسکو او بیجینګ لپاره یو اسانه ادعا ده چې د خپل نفوذ په ساحه کې د ډیموکراتیکو خوځښتونو سره مبارزه کوي.
په ياد بيان کې راغلي، "روسیه او چین د بهرنیو ځواکونو د هغو هڅو پر وړاندې ودرېږي چې په خپلو ګډو سیمو کې امنیت او ثبات ته زیان رسوي، د هر ډول پلمې لاندې د خپلواکو هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنیو ځواکونو د لاسوهنې د مخنیوي اراده لري، د رنګ پربنسټ د انقلابونو مخالفت کوي او همکارۍ ته به وده ورکوي."
د لندن د SOAS يونيورسټۍ سیاسي ساینس پوه سټیو سانګ په هغه وخت کې وویل، په داسې حال کې چې اولمپيک پرانسته وشوه، پوتین او شي جين پينګ په ښکاره توګه د "استبدادي رژیم، په ځانګړي توګه په پخوانیو سوسیالیستي هېوادونو کې د نړۍ د خوندي کولو لپاره پراخه ژمنه" وښودله.