تکنالوژي

د چین د څارنې شبکې پراختيا په متحدينو او د سوداګرۍ په شريکانو کې ويره رامنځته کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

یو کارکونکی د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۱۶مه په بیجینګ کې د بند سرکټ تلویزیون کیمرې نصبوي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

یو کارکونکی د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۱۶مه په بیجینګ کې د بند سرکټ تلویزیون کیمرې نصبوي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

د بیجینګ پراخیدونکي څارنه، د معلوماتو راټولول او د خپل "ټولنیز کریډیټ" سیسټم پلي کول د چین سره نږدې متحد هېوادونو، هغه هېوادونه چې د چین څخه يې قرضه اخيستې ده، او په هغه هېوادونو کې اندېښنې راپورته کوي چې د چینایي ټیکنالوژۍ او زیربناوو کوربه توب کوي.

شنونکي وايي، د اټکل شويو نیم ملیارده څارنې د کیمرو سره، د مخ پیژندنې او غږیز چاپ سافټویر کارول، په هر ځای کې د تليفون د تعقیب وسیلې، او په نړۍ کې یو له لوی ډي اېن ای ډېټابیسونو څخه، ​​چین د خپل استبدادي واکمنۍ د پراختیا لپاره ټیکنالوژي کاروي​​.

کله چې د چین کمونست ګوند (CCP) د محرمیت سرغړونه د خپلې ملي پالیسۍ برخه جوړوي، نو شنونکي وايي چې دا یقیناً په نورو هېوادونو کې د ورته کار کولو په اړه هېڅ اندېښنه نلري.

'د خلکو کنټرولول'

نیویارک ټایمز د جون په میاشت کې د چین د څارنې د ظرفیتونو د یوې پراخې ازموینې وروسته راپور ورکړو چې د بیجینګ هدف دا دی چې د خپل ځواک د کارولو لپاره د یو کس د هویت، فعالیتونو او ټولنیزو اړیکو په اړه دومره زياته زده وکړي چې څومره يې کولی شي.

یو چینایي کارکونکی د ۲۰۲۰ د می په ۳مه په بیجینګ کې د يو ژورنالیست، چې په قرنطين کې دی، له کور بهر د څارنې کیمره نصبوي وروسته له هغې کله چې هغه ووهان ته تللی و. [لیو رامیریز/ای اېف پي]

یو چینایي کارکونکی د ۲۰۲۰ د می په ۳مه په بیجینګ کې د يو ژورنالیست، چې په قرنطين کې دی، له کور بهر د څارنې کیمره نصبوي وروسته له هغې کله چې هغه ووهان ته تللی و. [لیو رامیریز/ای اېف پي]

د چین د توغندیو یوه بیړۍ چې د چین له سمندري ځواکونو سره د ویجاړونکې بېړۍ یوه برخه ده، د وروستي څلورویشت ساعته سمندري مشق په ترڅ کې يو ځای سفر کوي. په ټوله نړۍ کې د چین تر کنټرول لاندې بندرونو او شاوخوا کې څارنه په چټکۍ سره پراخیږي. [د چین د دفاع وزارت]

د چین د توغندیو یوه بیړۍ چې د چین له سمندري ځواکونو سره د ویجاړونکې بېړۍ یوه برخه ده، د وروستي څلورویشت ساعته سمندري مشق په ترڅ کې يو ځای سفر کوي. په ټوله نړۍ کې د چین تر کنټرول لاندې بندرونو او شاوخوا کې څارنه په چټکۍ سره پراخیږي. [د چین د دفاع وزارت]

د ورځپاڼې د بصري تحقیقاتو ټیم او په آسیا کې خبریالانو له یو کال څخه ډېر وخت د ۱۰۰۰۰۰ څخه ډېرو د دولتي داوطلبي اسنادو، چې د چاينه فايل (ChinaFile) لخوا راټول شوي ول، په تجزيه کولو کې تېر کړو. چاينه فايل د آسیا ټولنې لخوا خپره شوې يوه ډيجيټل مجله ده.

دغه اسناد له شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې د څارنې ټیکنالوژۍ چمتو کولو لپاره په دولتي قراردادونو داوطلبي وکړي او په ځېنو مواردو کې د پیرود تر شا د ستراتیژیک فکر په اړه وضاحت کوي.

په څو اسنادو کې، پولیسو وويل چې دوی غوښتل چې د مخ پیژندنې سافټویر سره د څارنې کیمرې په عامه ځایونو کې نصب کړي چې د خواړو، سفر، پیرودلو او ساتیرۍ لپاره وقف شوي ول -- خو په شخصي ځایونو کې هم، لکه د استوګنې ودانۍ، د نڅا کلبونه او هوټلونه، يادې کيمرې نصب کړي.

د دوی په وینا، د فوجیان صوبې پولیسو -- چې ​له تايوان ​​ څخه د خلیج په اوږدو کې موقعیت لري -- وويل چې د دوی د څارنې سیسټم د نوي کولو ستراتیژي د "خلکو د کنټرولولو او اداره کولو" لپاره حتمي هدف ترلاسه کول دي.

د ټایمز تحقیقاتو وموندل، په چین کې پولیس د مخ پیژندنې کیمرې سره وصل شويو د آواز ریکارډ کولو وسيلو په کارولو سره د "غږ چاپ" هم راټولوي.

له ​هانګ کانګ ​څخه شاوخوا ۸۷ کیلومتره لرې د ګوانګډونګ صوبې د ژونګشان څخه د داوطلبۍ په يو سند کې، پولیسو وویل چې دوی داسې وسایل غوښتل چې د کيمرو څخه لږ تر لږه په ۹۲ متره قطر کې آواز ريکارډ کړي.

په عېن وخت کې، چینایي پولیس په لویه کچه د ایرس سکېن او ډي اېن ای ډېټابیس جوړولو لپاره تجهیزات اخلي.

د ایرس لومړنی سیمه ایز ډېټابیس په ۲۰۱۷ کال کې د​ شينجيانګ په سیمه کې​ جوړ شوی و، چېرې چې لږ تر لږه یو ملیونه اویغوران او نور د ترکي ژبي ويونکي، چې ډېر پکې ​مسلمان اقلیتونه​ دي، د "سیاسي بیا زده کړې" په کېمپونو کې بندیان دي.

ټایمز راپور ورکړی چې ياد ډېټابیس د ۳۰ ملیونه خلکو د ایرس نمونې ذخیره کولو ظرفیت لري. هغه شرکت چې دا قرارداد یې ترلاسه کړو وروسته یې په ټول چین کې د لوی ډېټابیس جوړولو لپاره نور دولتي قراردادونه هم وګټل.

د داوطلبۍ نور اسناد د نارینه وو د ډي اېن ای لوی ډېټابیس جوړولو او د تلیفونونو څخه د معلوماتو راټولولو لپاره د "وای فای سنیفرز" او "IMSI [د نړېوال موبايل ګډون کونکي شناخت] کېچرز" کارولو لپاره د چین هڅې په ګوته کوي.

په یوه قضیه کې، په ګوانګډونګ کې د یوې کاونټۍ پولیسو د اویغور څخه چینایي لغتونو اېپ موندلو په هيلې سره د تلیفون تعقیبونکي واخيستل چې احتمالاً به هغوی ته توان ورکړي چې هغه تليفونونو ته لاسرسی ترلاسه کړي چې د خورا مظلوم اقليتونو غړو سره تړاو لري.

ټولنیز کریډیټ

د فزیکي او ډیجیټل څارنې سربېره، په چین کې چارواکي په پراخه توګه د پرايويټ او دولتي "ټولنیز کریډیټ" سیسټمونو شبکې باندې تکیه کوي.

ټولنیز کریډیټ اشخاصو ته د مختلفو فکتورونو په لحاظ سره درجه ورکوي چې کېدای شي دا ډول سرغړونې پکې شاملې وي لکه د سړک څخه تېرېدل، په ریل ګاډي کې په ډېر لوړ آواز سره موسیقي اورېدل، د قرض نه ورکول یا د ټکسي ودرول.

بزنس انسايډر د تېر دسمبر په مياشت کې راپور ورکړو، په نورو سرغړونو کې د سګرټ نه څښلو په سيمو کې سګرټ څښل، د ډېرو ویډیو ګيمونو پیرود کول، په ویډیو ګيمونو کې ډېر وخت لګول، د غير ضروري شيانو په پیرودونو باندې پیسې ضایع کول او په ټولنیزو رسنیو کې پوسټونه ورکول شامل دي.

د ۲۰۱۵ کال د حکومت د سند سره سم، د ټولنيز کريډيټ سيسټم موخه، چې په لومړي ځل په ۲۰۱۴ کال کې اعلان شوی و، دا مفکوره تقویه کول دي چې "باور ساتل يو عظيم کار دی او د باور ماتول د شرم کار دی."

ټولنیز کریډیټ سیسټم د اخلاقو پر بنسټ ولاړ دی: چارواکي د ناوړه چلند لپاره پواينټونه کموي لکه د ترافیک سرغړونې، او د ښه چلند لپاره پواينټونه اضافه کوي لکه د خیريه ادارې سره مرسته کول.

د لیکوال ریچل بوټسمن، چې په باور او ټیکنالوژۍ کې تخصص لري، له مخې، که څه هم دقیق طريقه کار يې خفيه دی، هغه چينيايان چې د ټولنیز کریډیټ کمه درجه لري "به ورو انټرنیټ ترلاسه کړي، رستورانتونو، نایټ کلبونو یا ګالف کورسونو ته به محدوده لاسرسی ولري، او بهر ته د آزاد سفر له حق څخه به محرومه شي."

هغې په ۲۰۱۷ کال کې په خپل کتاب "په چا باور کولی شئ؟" کې ولیکل، "نمرې به د یو کس د کرایې په غوښتنلیکونو، د بیمې یا قرض ترلاسه کولو په وړتیا او حتی د ټولنیز امنیت په ګټو باندې اغیزه وکړي."

د CCP په الفاظو کې، د ټولنیز کریډیټ سیسټم به "بااعتماده شخص ته اجازه ورکړي چې د آسمان لاندې هر ځای ته لاړ شي، پداسې حال کې چې د کم کريډيټ لرونکو خلکو لپاره به یو ګام اخیستل هم ستونزمن کړي".

د کارموندنې او زده کړې فرصتونه د هغو کسانو لپاره هم د خطر سره مخ دي چې ټیټ ټولنیز کریډیټ لري.

د بېجينګ نيوز د راپور له مخې، ۱۷ تنه سړي چې په ۲۰۱۷ کال کې يې له پوځي خدمت څخه انکار کړی و، په لوړو زده کړو کې له نوم ليکنې، هايي سکول ته د درخواست ورکولو او خپلو زده کړو ته د دوام ورکولو څخه منع شوي دي.

دولتي خپرونې، چاينه ګلوبل ټيلي ويژن نيټورک، راپور ورکړو چې په ۲۰۱۸ کال کې، د چین يونيورسټۍ یو زده کونکي ته د داخلې ورکولو څخه انکار وکړو ځکه چې د هغه پلار د بينک قرضې په بېرته ورکولو کې د پاتې راتلو له امله د ټولنیز کریډیټ کم سکور لرلو.

ټولنیز کریډیټ سیسټم په سوداګرۍ، حتی په نړېواله سوداګرۍ، باندې هم پلي کیږي.

'د لوی ورور' اندېښنې

د چين د کمونېست ګوند د ملي امنيت تګلارې ښيي چې بېجينګ به د خپل ځواک د ټينګښت لپاره په بهر کې د زياتېدونکي يرغليز څارنې او د معلوماتو راټولولو له کارولو څخه ډډه ونکړي.

په تېرو څو کلونو کې، قزاقستان په فعاله توګه د سمارټ ښار پروژه پلي کوي، چې پکې د ښار په کوڅو کې د څارنې کیمرې نصبول شامل دي ترڅو د قانون او نظم او د ترافیکي قواعدو اطاعت یقیني کړي.

که څه هم، په قزاقستان کې د چین لخوا جوړ شويو څارنو کیمرو په پراخه کچه کارول دا اندیښنې راپورته کوي چې ممکن چینایي چارواکي ورته لاسرسی ومومي.

دوه چینایي شرکتونه چې په دې پروژه کې کار کوي -- داهوا ټیکنالوژي او هایک ویژن -- د چین د مسلمانو اقليتونو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونو کې د مرستې کولو له کبله د متحده ایالاتو تر بندیزونو لاندې دي.

په الماتی کې د بشري حقونو او د قانون حاکمیت لپاره د قزاقستان د نړیوالې ادارې ویاند اندري ګریشین کاروانسرای ته په ۲۰۱۹ کال کې وویل، "په دې ورځو کې هر هغه څه چې له چین څخه راځي د اندېښنې لامل کیږي."

"هغه څه چې موږ په رسمي توګه د امنیتی اندېښنو په توګه اعلان کړي دي د يو شخص په محرميت باندې بريد کوي."

هغه وویل، "د هغه څه په اړه چې ساینسي افسانې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کاله مخکې خبرداری ورکړی و -- چې د 'لوی ورور' لخوا د څارنې پراساس د مطلق العنان ټولنو وضاحت کوي -- د مخکې نه ريښتيا ثابت شوي دي."

"زه په بشپړ ډول نه غواړم چې دا ناوړه کیسه زموږ لپاره هم یو حقیقت جوړ شي."

پوځي موخې

يو بل شرکت چې باید پام ورته وکړل شي، نيوکټيک دی، چې د چین له پوځي او سیاسي اشرافو سره ژورې اړیکې لري.

نيوکټيک د نړۍ په ځېنو حساسو هوایي ډګرونو، د پولو په لارو او سفارتي پیښو کې د امنیت د څارنې مسولیت په غاړه لري، چې د محرمیت او د معلوماتو د احتمالي غلط استعمال په اړه اندېښنې راپورته کوي.

د ایکس رې سکېنرونو سربیره چې مسافر او سامانونه ترې په هوایي ډګرونو کې تېرېږي، دا شرکت د چاودیدونکو کشف کونکي او یو له بل سره وصل شوي وسایل جوړوي چې د شناختي کارډ یا د ټیکټ د پیژندلو، د بدن د درجه حرارت معلومولو او د مخ پیژندلو توان لري.

متحده ایالاتو، کاناډا او ګڼ شمېر نورو لویدیځو حکومتونو د ملي امنیت اندېښنو له امله د نيوکټيک تجهیزات رد کړي دي.

دي پرنټ د جون په میاشت کې راپور ورکړو، په پاکستان کې، چین تر ۵۰۰ څخه ډېر د څارنې کیمرې په​​ګوادر ښار​​کې نصبوي، چې د محرمیت دې اندېښنو او قیاسونو ته وده ورکوي چې هېڅکله د دې موخه دا نه وه چې دا به د سوداګریز بندر په توګه استعمال شي.

تمه کیږي چې د عرب سمندر بندر به د د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت (BRI)،​چې د یو کمربند یو سړک (OBOR) په نوم هم پیژندل کیږي، يوه برخه وي، خو څارونکو اندېښنه ښودلې ده چې د چين حکومت ښايي په پاکستان کې د سمندري اډې په جوړولو باندې د پردې اچولو لپاره د بندر له جوړولو څخه کار واخلي.

بیجینګ په متحده عرب اماراتو (UAE)، کمبوډیا او استوایي ګیني کې​ د پټو پوځي اډو -- یا "دوه ګونې استعمال" بندرونو --​د جوړولو په ورته پلانونو تورن شوی دی.

د BRI لاندې، چین په کلیدي برخو کې د سوداګریزو بندرونو تاسیسات جوړوي چې د مصر،​ ایران​،سریلانکا ​او نورو هېوادونو په شمول په نورو برخو کې په چټکۍ سره د پراخېدونکي سمندري ځواک لخوا کارول کېدی شي.

د ۲۰۱۹ کال په راپور کې، د متحده آيالاتو او د چین د اقتصادي او امنیتي بیاکتنې کمیسیون یادونه وکړه چې د بیجینګ د BRI د پراختيا موخه د "پوځي همکارۍ زیاتول او د خپل سانسور او څارنې ټیکنالوژیو صادرول" دي.

دغه کميسيون زیاته کړه، "د چین BRI د خلکو د آزادۍ پوځ د بهرني حضور د پراخیدو تر شا د روښانه تنظیم کونکي مفهوم په توګه راڅرګنده شوې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500