بشري حقونه

د ملګرو ملتونو راپور: چین په شينجيانګ کې د بشري حقونو د سرغړونو مسؤل دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د اویغور مسلمان اقلیت غړي د مۍ په ۱۰مه د ترکیې په استانبول کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې په چین کې د خپلو نیول شویو خپلوانو عکسونه وړاندې کوي. [اوزان کوس/ای اېف پي]

د اویغور مسلمان اقلیت غړي د مۍ په ۱۰مه د ترکیې په استانبول کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې په چین کې د خپلو نیول شویو خپلوانو عکسونه وړاندې کوي. [اوزان کوس/ای اېف پي]

بیجینګ -- ملګرو ملتونو (يو اېن) په یو راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته (د اګست په ۳۱مه) خپور شوی و، ويل شوي دي چې په شينجيانګ سیمه کې د بیجینګ د امنیتي عملياتو په ترڅ کې د شکنجه کولو، د بشري حقونو د سرغړونو او د انسانیت په وړاندې د جرمونو تورونه "د اعتبار وړ دي".

د اوږدې مودې د انتظار وروسته چمتو شوی دا راپور په لرې لویدیځه سیمه کې​ د اویغورانو او نورو مسلمانو اقليتونو د حقونو څخه د سرغړونو​ په اړه یو لړ توضیحات ورکوي، چې پکې ملګري ملتونه د هغه ډېرو تورونو تاييد کوي چې د اوږدې مودې راهیسې فعالو ډلو، لویدیځو هېوادونو او په جلاوطنۍ کې د اویغور ټولنې لګولي دي.

دې راپور د اویغور لفظ د بدیل املا په کارولو سره وویل، "د​ اویغور او نورو مسلمانو ډلو د غړو د خپلسري او تبعیضي توقیف کچه​ ... ممکن نړېوال جرمونه رامینځته کړي، په ځانګړي توګه د انسانیت پروړاندې جرمونه."

نړۍ باید په شينجيانګ کې د بشري حقونو وضعیت ته "په بيړنۍ توګه پام" وکړي.

د بیا ښوونې او روزنې کېمپ ته نږدې د لوړ امنیت په ځای کې د څار برج چېرې چې ډېر مسلمان توکمیز اقلیتونه توقیف شوي د ۲۰۱۹ کال د مۍ په ۳۱مه د چین د شينجيانګ سیمې هوتان په څنډه کې پدې عکس کې ښودل شوی. [ګریګ بېکر/ای اېف پي]

د بیا ښوونې او روزنې کېمپ ته نږدې د لوړ امنیت په ځای کې د څار برج چېرې چې ډېر مسلمان توکمیز اقلیتونه توقیف شوي د ۲۰۱۹ کال د مۍ په ۳۱مه د چین د شينجيانګ سیمې هوتان په څنډه کې پدې عکس کې ښودل شوی. [ګریګ بېکر/ای اېف پي]

په بيجينګ تور لګول شوی چې په لرې لوېدیځه سیمه کې یې تر یو میلیونه ډېر اویغوران او نور ډېر مسلمانان او ترک نژاده اوسيدونکي د افراطيت پروړاندې د څو کلونو د عملياتو د يوې برخې په توګه د توقيف مرکزونو او زندانونو په خفيه شبکه کې بنديان کړي دي.

په دغه تورونو کې په ډله ايزه توګه خلک بنديان کول، اجباري کار، ​اجباري شنډول، سیستماتیک جنسي تیري،​​ او د ​​د اویغور کلتوري او اسلامي ځایونو ویجاړول​​ شامل دي.

​متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هېوادونو ویلي دي چې​چین د مسلمان اقلیت ډلو "نسل وژنه" کوي.​

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو تلونکي مشرې ميشل باچليت پرېکړه وکړه چې د شينجيانګ د اويغور خودمختاره سيمه (XUAR) کې دننه د حالاتو بشپړې ارزونې ته اړتيا ده.

په ياد راپور باندې تقريباََ له يو کال راهیسې کار روان و، او چین د دې د خپرېدو سخت مخالفت وکړو.

باچلیټ هوډ لرلو چې دا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر په توګه د هغې د څلور کلنې دورې څخه مخکې خپور کړي، چې د اګست په پای کې پای ته ورسيده -- او داسې يې وکړل او ياد راپور يې ۱۳منټه مخکې د سویسټزرلينډ په جینیوا کې په ۱۱:۴۷ بجې خپور کړو.

باچلیټ د پنجشنبې په ورځ ای اېف پي ته په لیږل شوي بریښنالیک کې وویل، "ما وویل چې زه به یې د خپل ماموریت پای ته له رسیدو څخه مخکې خپور کړم او ما داسې وکړل."

"د ځینو دولتونو لخوا د بشري حقونو دې جدي مسلو ته سیاسي شکل ورکول مرسته نه کوي."

د شکنجې تورونه 'د اعتبار وړ' دي

بیجینګ دا ادعا په کلکه رد کړې او ټینګار کوي چې دا په شينجيانګ کې مسلکي مرکزونه چلوي چې د افراطیت د مخنیوي لپاره جوړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، "په XUAR کې د حکومت له خوا د ترهګرۍ ضد مبارزې او 'افراطیت' ضد ستراتیژیو د پلي کولو په وخت کې د بشري حقونو جدي سرغړونې ترسره شوي دي."

دغه ارزونې د چین په تش په نامه د حرفوي زده کړو او روزنې مرکزونو (VETCs) کې د خلکو سره د چلند په اړه اندېښنې راپورته کړې.

په راپور کې ویل شوي، "د شکنجې یا بد چلند د ډولونو تورونه، چې پکې اجباري طبي درملنه او د توقیف ناوړه حالات شامل دي، د اعتبار وړ دي، لکه څنګه چې د جنسي او جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي انفرادي پېښو تورونه دي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر نشي کولی دا تایید کړي چې څومره خلک د VETCs لخوا اغیزمن شوي خو دې نتیجې ته رسیدلی چې سیسټم په ټوله سیمه کې په "پراخه کچه" کار کوي.

په VETCs کې شمېر، لږ تر لږه د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ ترمنځ، "ډیر د پام وړ و، چې د اویغور او نورو اکثریت مسلمان اقلیتونو د پام وړ تناسب پکې شامل و".

ياد راپور "د کورنۍ د پلان جوړولو د پالیسیو د اجباري پلي کولو له لارې د زیږون د حقونو څخه د سرغړونې معتبر نښو" هم حواله ورکړه.

په جنیوا کې د چین ماموریت د راپور موندنې رد کړې او د دې د خپریدو پروړاندې يې په خپل کلک مخالفت باندې تينګار وکړو او د شینجیانګ له صوبايي حکومت څخه یې د ۱۲۱ پاڼو دفاعي سند شریک کړو.

چينايي ماموريت د "غلطو معلوماتو او دروغو" په غندلو سره ادعا وکړه، "په شينجيانګ کې د ټولو توکمونو خلک ​په سولې او اطمينان سره خوشحاله ژوند کوي​."

'مهمه شيبه'

غیردولتي سازمانونو او د کمپاین ډلو وویل، دا راپور باید د نورو ګامونو پورته کولو لپاره د لانچ پیډ په توګه عمل وکړي.

د اویغور فعالانو ټولنې غبرګون يو شان نه و، ځینو ډلو د دې کار ستاینه وکړه او نورو وغوښتل چې په شينجيانګ کې يې د بیجینګ د کړنو غندنه نوره هم زياته کړای وې.

د اویغور د بشري حقونو د پروژې ايګزيکيټو ډايريکټر عمر کنات وویل، "دا د اویغور بحران پروړاندې د نړېوال غبرګون لپاره يوه مهمه شيبه ده."

"سره له دې ​​چې د چین حکومت په سخته دا ردوي،​​ملګرو ملتونو اوس په رسمي توګه اعتراف کړی چې وحشتناک جرمونه ترسره کيږي."

د اویغور د نړېوال کانګرس مشر دولکون عیسی وویل، ياد راپور د هېوادونو، سوداګرۍ او ملګرو ملتونو لخوا د "معنی خيز او د پام وړ اقدام" لپاره لاره هواره کړه.

هغه زیاته کړه، "احتساب اوس پېل کیږي."

په چين کې د بشري حقونو د څار ادارې (HRW) مشرې سوفي ریچارډسن وویل، د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه "ناوړه" موندنو وښودل چې ولې بیجینګ د دې خپرونې د مخنیوي لپاره "سخته هڅه وکړه".

د HRW تلونکی مشر کینیت روت تېره هفته وویل، د بشري حقونو قوي غورځنګونه دا ځواک لري چې ​د استبدادي رژیمونو لخوا د اتباعو د حقونو د سرغړونې "ناوړه حقیقت" څرګند کړي​.

هغه وویل، "حکومتونه تل د بشري حقونو څخه د سرغړونې په لټه کې دي." هغه د اویغورانو په وړاندې د چین د جبر، ​په اوکراین باندې د روسیې د یرغل​ او هغو سیمو ته اشاره وکړه چې د ده په خبره لږ پام ورته کیږي، لکه په ایتوپیا کې د تیګري او ​یمن​ ځینې سيمې.

خو د قوي کمپاين له کبله، "د حکومتونو لپاره دا واقعي ناممکنه ده چې خپلې ناوړه سرغړونې پټې کړي، په ځانګړي توګه د ټولنیزو رسنیو په دور کې، چېرې چې هرڅوک سمارټ فون لري".

هغه وویل، "او د بهانې او ناوړه حقیقت تر مینځ د دې توپیر په ګوته کولو سره، موږ فشار رامنځته کوو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500