امنیت

بیجینګ نه يوازې په تایوان نظر ساتي بلکې د روسیې جګړه د 'اشغال' په توګه د يادولو څخه ډډه هم کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د تایوان دوه اېف-۱۶ جنګي الوتکې د جنورۍ په ۵مه په چیایي کې د خپلې اډې د پاسه الوتنه کوي. تایوان په ۲۰۲۱ کال کې د خپلې هوایي دفاع پیژندنې زون کې د ۹۶۹ چینایي یرغلونو سره مخ شو. [سام یاه/ای اېف پي]

د تایوان دوه اېف-۱۶ جنګي الوتکې د جنورۍ په ۵مه په چیایي کې د خپلې اډې د پاسه الوتنه کوي. تایوان په ۲۰۲۱ کال کې د خپلې هوایي دفاع پیژندنې زون کې د ۹۶۹ چینایي یرغلونو سره مخ شو. [سام یاه/ای اېف پي]

بیجینګ -- د چین صدر شي جین پینګ د جمعې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۵مه) په اوکراین کې د روسیې جګړه د "یو یرغل" په توګه په نه يادولو سره د روسیې صدر ولادیمیر پوتین ته پټ ملاتړ برابر کړو.

له پوتین سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې "د اوکراین په ختیځ کې وضعیت په چټکۍ سره بدلون موندلی دی" او د خپل نږدې اتحادي، روسیې، د کړنو له غندلو څخه یې ډډه وکړه.

روسي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ په اوکراین باندې په پراخه کچه یرغل پیل کړو، هوايي بریدونه یې پیل کړل او دغه هېواد ته یې پوځیان ولېږل، ورورسته له هغې چې پوتین د پوځي عملیاتو د پیلولو څخه د منع کولو لپاره د څو هفتو سفارتي هڅې ناکامه شوې.

د دې هفتې په پیل کې، د پوتین د یو اړخیزې پریکړې وروسته چې د اوکراین دوہ بیلتون غوښتونکې سیمې یې د خپلواکه سيمو په توګه اعلان کړې، چینایي چارواکو په ناوړه توګه بیا ټینګار وکړو چې تایوان د چین برخه ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونینګ د چهارشنبې په ورځ په یو خبري کانفرانس کې وویل، "تایوان تل د چین د خاورې یوه نه بیلیدونکې برخه ده. دا د نه ردولو وړ تاریخي او قانوني حقیقت دی."

دا او د چینایي چارواکو نورې څرګندونې وروسته له هغې وشوې کله چې څارونکو د تایوان او اوکراین ترمنځ پرتله کولو ته اشاره وکړه.

د دغه خودمختاره ټاپو صدرې وویل چې بیجینګ د تایوانانو مورال ته د زیان رسولو لپاره د روسیې د تیري ثبوت کاروي.

جمهوري تایوان د اوکراین وضعیت نږدې څاري ځکه چې دا د چینایي یرغل د دوامداره ګواښ لاندې ژوند کوي، پداسې حال کې چې بیجینګ په دغه ټاپو باندې د حاکمیت ادعا کوي او ژمنه يې کړې چې یوه ورځ به یې ونیسي -- که اړتیا وي په زور سره.

د تایوان صدرې سایې انګ وین د چهارشنبې په ورځ وویل چې "بهرني ځواکونه" هڅه کوي چې "په اوکراین کې وضعیت خراب کړي او د تایوان په ټولنه کې مورال اغیزمن کړي" او له حکومت څخه یې وغوښتل چې "د نفسیاتي جګړې په وړاندې ډېر محتاط پاتې شي".

بیجینګ په ۲۰۱۶ کال کې په تایوان باندې له هغه وخت راهيسې پوځي، سفارتي او اقتصادي فشارونه زیات کړي دي کله چې هغې په ۲۰۱۶ کال کې واک ترلاسه کړو، ځکه چې دا هغه دریځ ردوي چې وايي ټاپو د چین خاوره ده. هغه په ۲۰۲۰ کا کې بیا وټاکل شوه.

د تایوان د دفاع وزارت تېر کال وویل چې چین د "جګړې پرته" د ټاپو د نیولو په هدف د غلطو معلوماتو کمپاین پیل کړی و.

سایې د چهارشنبې په ورځ ملي امنیت او پوځي ادارو ته هم وویل چې محتاط پاتې شي او د تایوان په شاوخوا کې د پوځي فعالیتونو څارنه ګړندۍ کړي.

د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ربع کې د تایوان د هوایي دفاع پیژندنې زون ته د چینایي جنګي الوتکو لخوا داخلېدل په ډراماتیک ډول زيات شوې دي

د ای اېف پي لخوا د ترتیب شوي ډېټابیس له مخې، تېر کال، تایوان د يرغل کولو ۹۶۹ هڅې ثبت کړې -- چې دا په ۲۰۲۰ کال کې د ترسره شويو ۳۸۰ نږدې دوه چنده وو.

'نړۍ د استبداد لپاره خوندي ده'

د یو ګډ ګواښ لخوا په غوسه کېدو سره -- هغه هېوادونه چې په خپلو پولو کې د لویدیځ په څېر جمهوريتونه لري -- پوتین او د چین شي جین پینګ د دې مياشتې په پيل کې ژمنه وکړه چې د نړېوال سیاسي او پوځي نظم په "نوي عصر" کې به یوځای ودریږي..

دواړو قدرتونو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه، او د بهرنۍ تګلارې پر ګڼو اهدافو یې موافقه وکړه، چې پکې د ناټو نور نه غځول او دا چې تایوان "د چین یوه نه بېلېدونکې برخه ده" شامل دي.

چینایي چارواکو هم په مکرر ډول د اوکراین په اړه د کړکیچ لپاره په لویدیځ باندې په تور پورې کولو کې د روسیې ملاتړ کړی دی او دا یې د "سړې جګړې ذهنیت" په تور تورن کړو، پداسې حال کې چې د ماسکو امنیتي اندیښنې یې "مناسب" وبللې.

پوتين او شي جين پينګ له غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، "د دواړو هېوادونو ملګرتیا هیڅ حد نلري." "د همکارۍ هیڅ 'منع شوي' ساحې شتون نلري."

چینایي پوځ د ډېر جارحانه چلند نه کار اخلياو د نورو خپلواکو هېوادونو په خاوره کې بريدونه ترسره کوي -- چې دا یو داسې رجحان دی چې د ګاونډيو هېوادونو، څارونکو او د نړیوالې ټولنې د اړوندو غړيو لپاره يوه اندیښنه ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500