امنیت

روسي پوځیان په ویره کې وتښتیدل کله چې اوکراین د ځمکې پراخه برخه بېرته ترلاسه کړه

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

دا عکس، چې د سپتمبر په ۱۰مه د خارکیف په سیمه کې په بالاکلیا کې اخیستل شوی، یو ویجاړ شوی روسي پوځي ګاډی ښیي. [جوان بیریټو/ای اېف پي]

دا عکس، چې د سپتمبر په ۱۰مه د خارکیف په سیمه کې په بالاکلیا کې اخیستل شوی، یو ویجاړ شوی روسي پوځي ګاډی ښیي. [جوان بیریټو/ای اېف پي]

کييف، اوکراین -- روسي ځواکونه وروسته له هغه په ویره کې تښتي کله چې اوکرایني ځواکونو د خارکیف په شمالي صوبه کې ناڅاپي برید پېل کړو.

د اوکرایین پوځ د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۲مه) وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د پراخو ځوابي عملیاتو په ترڅ کې تر ۲۰ څخه زیات ځایونه بېرته نیولي دي.

د اوکراین پوځ په خپل ورځني بریفنګ کې وویل، "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د اوکراین وسله والو ځواکونو له شلو څخه زیاتو مېشت ځایونو څخه دښمن شړلی دی" او "په هغوی باندې بشپړ کنټرول ترلاسه کوي".

د پوځ په بيان کې ویل شوي، "د دوی په شا تګ کې، روسي ځواکونه په چټکۍ سره خپل ځايونه پریږدي او تښتي."

په دې عکس کې، چې د سپتمبر په ۱۰مه خپور شوی، اوکرایني پوځیان د خارکیف په صوبه کې د یو ښارګوټي له ازادولو وروسته د اوکراین له جهنډې سره سیلفي اخلي. [د اوکراین جنرل سټاف/ټویټر]

په دې عکس کې، چې د سپتمبر په ۱۰مه خپور شوی، اوکرایني پوځیان د خارکیف په صوبه کې د یو ښارګوټي له ازادولو وروسته د اوکراین له جهنډې سره سیلفي اخلي. [د اوکراین جنرل سټاف/ټویټر]

یو ویجاړ شوی روسي ټينک د سپتمبر په ۱۰مه د خارکیف صوبې په بالاکلیا کې ښودل شوی دی. اوکرایني ځواکونو په هغه ورځ وویل چې دوی د اوکرایین په ختیځ کې کوپینسک ته ننوتلي او په ځوابي چټک برید کې یې د لوژستیکي مهم مرکز څخه روسي ځواکونه ایستلي دي. [جوان بیریټو/ای اېف پي]

یو ویجاړ شوی روسي ټينک د سپتمبر په ۱۰مه د خارکیف صوبې په بالاکلیا کې ښودل شوی دی. اوکرایني ځواکونو په هغه ورځ وویل چې دوی د اوکرایین په ختیځ کې کوپینسک ته ننوتلي او په ځوابي چټک برید کې یې د لوژستیکي مهم مرکز څخه روسي ځواکونه ایستلي دي. [جوان بیریټو/ای اېف پي]

د ټولې هفتې په جريان کې، اوکراین په سویل او ختیځ کې د روسیې په وړاندې د پراخو بریالیتوبونو ادعا وکړه، چې پکې ایزوم، کوپیانسک او بالاکلیا شامل دي.

د واشنګټن پوسټ له مخې، د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ د یکشنبې په ورځ وویل، اوکراین په تېرو پنځو ورځو کې ډېره خاوره بېرته ونيوله " تر هغه چې روسي ځواکونو د اپرېل له میاشتې راهیسې په خپلو ټولو عملیاتو کې نیولې وه".

د اوکرایین ځوابي برید پدې میاشت کې د دواړو خواو لخوا د میاشتو لږ پرمختګ وروسته حیرانونکي ځمکنۍ لاسته راوړنې ترلاسه کړې.

د اوکرایین جنرل والیري زلوزني د یکشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په یو بیان کې وویل، "د سپتمبر له پېل راهیسې، له ۳۰۰۰ مربع کیلومترو څخه ډېره ځمکه د اوکراین په کنټرول کې بېرته راغلې ده."

واشنګټن پوسټ د یکشنبې په ورځ راپور ورکړو، روسي پوځیانو په ویره کې خپلې وسلې وغورځولې او وتښتېدل. د خارکیف صوبې په زالیزنیچن کې "روسیان د جمعې په ورځ په غلا شويو بایسکلونو باندې د ځايي خلکو په جامه کې هر څنګه چې ممکنه وه وتښتيدل."

د زالیزنیچین اوسیدونکي اولینا ماتویینکو واشنګټن پوسټ ته وویل، "دوی يوازې په ځمکه ټوپکونه وغورځول."

روسیه، چې د جګړې په ډګر کې د خپل دښمن په وړاندې د ودرېدو توان نلري، د اوکراین د بجلۍ پلانټونو ویجاړولو ته مخه وکړه.

د یکشنبې په شپه، د اوکراین په ختیځ کې سیمې د بجلۍ د پراخه بندېدو سره وروسته له هغې مخ شوه کله چې بريدونه وشول او د بهرنیو چارو وزارت ویاند اولیګ نیکولینکو ياد بريدونه "په ختیځ اوکراین کې د روسیې د پراخو زیانونو او شا تګ وروسته د نا امیدۍ عمل" په توګه بيان کړو.

د اوکرایین صدر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ په خپله ورځنۍ وینا کې وویل، "په خارکیف او دونیتسک سیمو کې په بشپړه توګه بجلي بنده وه او په زاپوریزیا، دنیپروپیتروسک او سومي سیمو کې بجلي په جزوي توګه بنده وه".

په ډېرو ځایونو کې بجلي په چټکۍ سره بحال شوه.

په روسیه کې غوسه

پداسې حال کې چې ​دا د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین،​چې د انتخاب دا جګړه یې پېل کړې وه، لپاره ښه خبره نه وه، د هغه په هېواد کې د جګړې پلوه "نفوذ لرونکو اشخاصو" په اوکراین کې د سپکاوي انځورونو او ویډیوګانو په واسطه په غوسې سره خپل غبرګون وښودلو.

د جګړې پلويانو د پوتین غندنه وکړه ځکه چې هغه د شنبې په ورځ د فیریس ویل پرانيسته وکړه پداسې حال کې چې روسي پوځیان په اوکراین کې د خپل ژوند لپاره د تېښتې په حال کې دي.

د نیویارک ټایمز په وینا، یو روسي بلاګر د شنبې په ورځ ولیکل، "تاسو د ملیارده روبلو له پېښې څخه خوند اخلئ." "ستاسو مسله څه ده؟"

د ټايمز ورځپاڼې په وينا، یو بل د جګړې پلوه بلاګر یوري پوډولیاکا د جمعې په ورځ په ټيليګرام کې خبرداری ورکړو، که د روسیې پوځ په اوکراین کې د خپلې ماتې نرمولو ته دوام ورکړي، نو روسیان به "د دفاع وزارت او په ټولیزه توګه ډېر ژر په حکومت باندې باور له لاسه ورکړي".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500