ديپلوماسي

د بریکس غیریقیني حالت پاکستان ته له لویدیځ سره د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره يوه موقعه ورکوي

د زرک خان لخوا

د چین صدر شي جین پینګ (له ګس اړخ څخه په لومړي قطار کې دوېم) او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف (په لومړي قطار کې ښي اړخ ته لرې) د اګست په ۲۴مه د سویلي افریقې په جوهانسبرګ کې د بريکس ۲۰۲۳ کال د سرمشریزې په جریان کې په غونډه کې ګډون کوي. [مارکو لانګاري/پول/ای اېف پي]

د چین صدر شي جین پینګ (له ګس اړخ څخه په لومړي قطار کې دوېم) او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف (په لومړي قطار کې ښي اړخ ته لرې) د اګست په ۲۴مه د سویلي افریقې په جوهانسبرګ کې د بريکس ۲۰۲۳ کال د سرمشریزې په جریان کې په غونډه کې ګډون کوي. [مارکو لانګاري/پول/ای اېف پي]

اسلام آباد -- د پاکستان د بهرنیو چارو د پالیسۍ شنونکي او اقتصاد پوهان اسلام آباد ته مشوره ورکوي چې د بريکس په نوم پیژندل شوي اقتصادي بلاک سره د اړیکو څخه ډډه وکړي، چې تېره هفته یې اعلان وکړو چې دا به د جنورۍ په لومړۍ نېټه پراختيا پېل کړي.

پرځای یې دوی باید ​د متحده ایالاتو سره د اړیکو پیاوړي کولو ته دوام ورکوي​، او په امنیت، سوداګرۍ او ټیکنالوژۍ همکارۍ تمرکز کوي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ (د اګست په ۲۴مه) په جوهانسبرګ کې د غونډې په پای کې، بريکس -- برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا -- اعلان وکړو چې دوی ارجنټاین، مصر، ایتوپیا، ایران، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو (يو ای اي) ته بلنه ورکړې چې په دغه بلاک کې شامل شي.

له ۲۰ څخه زیاتو هېوادونو په رسمي ډول د شاملیدو غوښتنه کړې او په نړېوال سویل کې د غیر لویدیځ هېوادونو څخه شاوخوا ورته شمېر لیوالتیا څرګنده کړې ده.

یو چارواکي د تېرې چهارشنبې په ورځ ایکسپریس ټریبیون ته وویل، پاکستان په بريکس کې د ګډون لپاره څه رسمي غوښتنه نه ده کړې.

دغه چارواکي دا هم وویل چې دا ډېر وختي دی چې د دې ډلې د راتلونکي په اړه څه ووایو، ځکه چې بریکس پخپله لا تر اوسه د پراختیا په پلان باندې توافق نه دی رامنځته کړی.

دغه چارواکي زیاته کړه، "تر دې دمه، زه ویلی شم چې د پاکستان له لوري په دې هکله هېڅ څه خبره نه ده شوې."

د ياد اعلان څخه وروسته، مصر، ایتوپیا، ایران او متحده عرب اماراتو په کلکه د دغه ډلې سره د کار کولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی.

خو د ارجنټاین غړیتوب په شک کې دی ځکه چې د اکتوبر په راتلونکي ټاکنو کې د صدارت لپاره د هېواد د اپوزیسیون دوو لویو کاندیدانو وویل چې دوی به هېواد ته د دغه بلاک سره د یوځای کېدو اجازه ورنکړي.

او د سعودي عرب ځواب روښانه نه و، پداسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان وویل چې ریاض د بلنې په اړه "د توضیحاتو په تمه دی او" مناسبه پریکړه به وکړي."

د نړۍ شاوخوا ۵۰ مشرانو په غونډه کې برخه اخیستې وه. د روسیې صدر ولادیمیر پوتین ​​په اوکراین کې د جنګي جرمونو​​ په تور د نړېوالې جنایي محکمې د نیولو د حکم له امله په شخصي توګه ګډون ونه کړو.

جیوپولیټیک تاوتريخوالی

پاکستاني شنونکو اسلام آباد ته لارښوونه کوي چې د بريکس سره د ښکېلتیا مخه ونیسي ځکه چې دا د لویدیځ ضد اجنډې څرګندونه کوي.

کاشف حسین، چې په کراچۍ کې د بروکرج شرکت څیړونکی دی او سرمايه کارانو ته مشوره ورکوي، وویل، "د بريکس د غړیتوب څخه ډډه کول پاکستان ته فرصت ورکوي چې د متحده ایالاتو او چین او روسیې اتحاد... ترمنځ د اوسني جیو پولیټیکل تاوتریخوالی په ښه توګه مدیریت کړي."

هغه وویل، "د پاکستان ​خراب اقتصادي وضعیت ​ته په پام سره او اروپايي اتحادیې او متحده ایالاتو دواړو ته د پام وړ صادراتو ته په پام سره، د لویدیځ په مشرۍ د اتحادونو سره یوځای کېدل د اسلام آباد لپاره ګټور ثابت کېدې شي."

حسین وویل چې د بلاک د سیاست متحرکات پاکستان ته فرصت وړاندې کوي چې د سوداګرۍ، امنیت او ټیکنالوژۍ په برخه کې د متحده ایالاتو سره د زیاتې همکارۍ لپاره مرسته وکړي.

د پاکستان سټیټ بېنک په وینا، په ۲۰۲۲-۲۳ کال کې، د پاکستان صادرات د اروپايي اتحادیې ۲۷ هېوادونو ته د ۸.۱ ملیارد ډالرو څخه ډېر شول، چې کلیدي هېوادونه پکې آلمان، هالېنډ، هسپانیه، ایټالیا او بلجیم دي.

په ورته موده کې، متحده ایالاتو ته د پاکستان صادرات ۵.۹ ملیارده آمريکايي ډالره دی، پداسې حال کې چې چین ته ټولټال صادرات تقريباً ۲ ملیارده آمريکايي ډالره دي.

د پاکستان ملګری

متحده ایالات د اوږدې مودې په اړیکو کې د کړکيچ سربېره، د پاکستان لپاره یو ریښتینی ملګری ثابت شوی دی.

د جون په میاشت کې، د پاکستان د بهرنیو اسعارو زیرمې داسې کچې ته راټیټې شوې چې په مشکل سره يې د یوې میاشتې وارداتو لګښت پوره کولی شو، لکه څنګه چې رویټرز په هغه وخت کې راپور ورکړی و.

پداسې حال کې چې پاکستان ډیفالټ کېدو ته نږدی و، چین نه -- بلکې لویدیځ -- هغه وژغورو.

د پېسو نړېوال صندوق (آی اېم اېف) د جون په ۳۰ مه پاکستان ته د ۳ ملیارده ډالرو قرض پروګرام سره قرض ورکړو، چې د جنوبي اسیا دغه هېواد ته يې د اړتیا وړ مرسته چمتو کړه.

ډان ورځپاڼې د جولای په ۳مه د سفارتي سرچینو په حواله راپور ورکړو چې متحده ایالاتو د آی اېم اېف نه د قرض پیکج په ترلاسه کولو کې د پاکستان سره د مرستې په برخه کې د پردې تر شا مهم رول لوبولی دی.

په اسلام آباد کې یو اقتصاد پوه چې د پاکستان د مالیې وزارت سره کار کوي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د واشنګټن څخه مننه، اسلام آباد لږ تر لږه د نهو میاشتو لپاره په لنډمهاله توګه د آی اېم اېف څخه مهمه مرسته ترلاسه کړه."

هغه وويل، "خو د چين د قرضونو نه د خلاصي ترلاسه کولو پرته، پاکستان نشي کولی خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي."

پاکستان یو له هغو مخ پر ودې هېوادونو څخه دی چې د چینایي قرض ورکونکو ډېر قرضدار دی. دا هېوادونه له اقتصادي ننګونو سره هم مخ دي او چین ته د خپلو قرضو د نه ورکولو له مخ په زیاتیدونکي خطر سره مخ دي.

د فبرورۍ په میاشت کې د منځني ختیځ انسټیټیوټ يوې تجزيې وموندل چې د پاکستان د بهرنۍ قرضې شاوخوا ٪۳۰ د چین څخه اخيستل شوې ده، چې پکې د دولتي سوداګریزو بېنکونو څخه قرضه شامله ده.

کتونکي د پاکستان د خرابېدونکي قرضو او مالي مسلو لامل ​قرضې او هغه تړونونه ​ګڼي چې په تېره عشره کې د بیجینګ د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک)، چې​ د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بې آر آی) یوه برخه ده​، لاندې لاسلېک شوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500