اقتصاد

چارواکي وايي چې د چین قرضې د پاکستان د اقتصادي بحران تر شا لوی عامل دی

د زرک خان له خوا

د یو مذهبي ګوند غړي د جنورۍ په ۲۱مه په کراچۍ کې د افراطیت پر ضد احتجاج کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د یو مذهبي ګوند غړي د جنورۍ په ۲۱مه په کراچۍ کې د افراطیت پر ضد احتجاج کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

حکومتي چارواکي او اقتصاد پوهان وايي، د اسلام آباد او بیجینګ ترمنځ قرضې او مالي تړونونه د ​پاکستان د روان اقتصادي بحران ​تر شا یو لوی عامل دی.

رویټرز تېره جمعه (د فبرورۍ په ۱۰مه) راپور ورکړو چې پاکستان، چې د نغدو پېسو له کمي سره مخ دی، فنډونو ته سخته اړتیا لري ځکه چې د هېواد د بهرنیو اسعارو زیرمې "په ۱۰ کلونو کې ترټولو ټیټې کچې ته رسیدلي او یوازې د درېو هفتو وارداتو لپاره کافي دي."

د پاکستان دولتي بېنک، چې د هېواد مرکزي بېنک دی، وویل چې د زيرمو کچه د بهرنیو قرضو، خصوصاً چین ته، د بېرته ورکولو له امله راښکته شوه.

له لسو ورځو خبرو اترو وروسته، د پېسو نړېوال صندوق (آی اېم اېف) یو پلاوی د جمعې په ورځ له اسلام اباد څخه روان شو، وروسته له دې چې له اسلام آباد سره دې هوکړې ته ونه رسېدو چې له مخې به یې ۱.۱ میلیارده ډالره مهمې پېسې ورکولې.

په کراچۍ کې پیرودونکي د فبرورۍ په ۱۳مه خپلو موټرسایکلونو او موټرو ته د تېل اچولو لپاره په قطار کې ولاړ دي. په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې، چې په پايله کې د کارکوونکو اتحاديو او فعالانو احتجاجونه کړي دي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په کراچۍ کې پیرودونکي د فبرورۍ په ۱۳مه خپلو موټرسایکلونو او موټرو ته د تېل اچولو لپاره په قطار کې ولاړ دي. په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې، چې په پايله کې د کارکوونکو اتحاديو او فعالانو احتجاجونه کړي دي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په هرصورت، د آی اېم اېف او اسلام آباد ترمنځ مجازي خبرې د دوشنبې په ورځ بیا پېل شوې.

د سپتمبر په میاشت کې د آی اېم اېف په راپور کې ویل شوي چې پاکستان د خپل بهرني قرض ٪۳۰ برخه د چین څخه اخېستې ده، چې په کې دولتي تجارتي بېنکونه هم شامل دي.

دي پرنټ د جنورۍ په ۶ مه راپور ورکړو، "دا قرضه د پاکستان د آی اېم اېف د قرضې څخه درې چنده زیاته ده او د نړېوال بېنک او د آسیا پرمختیایي بېنک د قرضې څخه ډېره ده."

پاکستان لکه د نورو هېوادونو په څېر چې له چین سره یې معاملې کړې دي، د چین د "د قرض جال سفارتکارۍ" قرباني شوی دی ځکه چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک)، چې د چين د يو کمربند او يوې لارې نوښت (بي آر آی)، ​چې د یو کمربند یو سړک (اوبور) په نوم هم یادیږي، يوه پاکستانۍ برخه ده،​ په دوامداره توګه يې اسلام آباد له مخ په زياتيدونکي قرض سره مخ کړی دی.

سید شبر زیدي، چې د پاکستان د مالیاتو د راټولولو ادارې، چې د عوایدو فدرالي بورډ دی، پخوانی چيرمين دی، وویل چې له چین څخه اخېستل شوې لويه قرضه په پاکستان کې د خراب اقتصادي وضعیت يو لوی لامل دی.

زیدي تېره هفته په کراچۍ کې یو پروګرام ته د خبرو پر مهال وویل، "یو دلیل چې آی اېم اېف د فنډونو په خلاصولو کې زړه نازړه دی دا دی چې د پېسو اداره پوهیږي چې پاکستان به دا پېسې په هېواد کې د چین د بجلۍ پلانټونو ته د قرض بېرته ورکولو لپاره استعمال کړي."

زیدي دې حقيقت ته اشاره وکړه چې متحده ایالات د آی اېم اېف ترټولو لوی مالي مرسته کونکی دی او ويې وويل، "د راتلونکو بهرنیو قرضو ډېره برخه چین ته ورکړل کيږي، او آی اېم اېف نه غواړي چې پاکستان د متحده ایالاتو څخه پېسې ترلاسه کړي او چین ته يې د قرض بېرته ورکولو په توګه په پاکستان کې د بجلۍ د تولید لپاره وکاروي."

زیدي وویل، د پاکستان پراخې اقتصادي ګټې له لویدیځ سره دي، نه له چین سره.

زیدي په سي پېک هم نیوکه وکړه او دا یې يو "خيال" وبللو.

د جنورۍ په ۲۱مه د ګلوبل ویلیج سپیس سره په یوه جلا مرکه کې، زیدي وويل چې د سي پېک ټوله سرمايه کاري ۶۲ ملیارده ډالرو ته رسېدلي ده.

هغه وویل، د دې پېسو څخه، ۱۱ ملیارده ډالره د دولتونو ترمنځ سرمايه کاري ده او ۵۱ ملیارده ډالره د سوداګريو ترمنځ ده.

هېڅ ملګری نلري

نور له پاکستان سره د چین د تلپاتې ملګرتیا ادعاوې ردوي.

د پاکستان د مالیې وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "بیجینګ، چې ادعا کوي چې د هر موسم ملګری دی" هېڅ هڅه يې نه ده کړې چې د پاکستان سره مرسته وکړي چې خپل ځان د خراب اقتصادي وضعیت څخه راوباسي.

"د دې پرځای، دغه هیواد د قرض د بېرته ورکولو لپاره په [موږ] په دوامداره توګه فشار راوړی."

دغه چارواکي وویل، "په اقتصادي بحران کې د پاکستان سره د مرستې پرځای، چینایي شرکتونه چې د سي پېک لاندې کار کوي ګواښ کوي که چېرې پېسې ورنه کړل شي نو د بجلۍ په پلانټونو کې به کار ودروي."

د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ په اړه د پاکستان احساسات په وروستیو کلونو کې د څو ملیارده ډالرو زیربنایي پروژو لپاره د بیجینګ سره د اسلام آباد د معاملې په ترڅ کې خراب شوي دي.

دغه تړونونو په ځایي اوسیدونکو کې د چینایي نفوذ، د چين د شرکتونو د کار کولو کړنو او نورو مسلو په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.

د چاپیریال مطالعاتو د سي پېک سره تړلي د بجلۍ پلانټونه​ د لوی هوا ککړونکي سرچینې​ په توګه اعلان کړي چې دا به په هېواد کې د ژوند اټکل کم کړي.

په ګوادر کې، چېرې چې د ژورو اوبو د بندر پروژه د بي آر آی يوه لويه پروژه ده، ​​په پرله پسې ډول احتجاجونو غوښتنه کړې چې په امنیتي پوستونو کې د ځایي خلکو ځورونه او د ځایي او چینایي کښتیو لخوا په ژور سمندر کې په غیرقانوني توګه د کب نیول پای ته ورسوي​​.

په بلوچستان کې د خلکو له رضایت پرته د چین سرمايه کاري په صوبه کې په مجموعي توګه امنیتي وضعیت خراب کړی او دا اندېښنې یې زیاتې کړې دي​​چې متحده وسله والې ډلې به په سیمه کې تاوتریخوالی زیات کړي​​.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500