اقتصاد

ایا چین د نړېوالې قرضې د بحران د مخنیوي لپاره کافي مرسته کوي؟

د پاکستان فارورډ لخوا

خبريالان د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د ازبکستان په سمرقند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان (اېس سي او) د سرمشريزې غونډې لپاره د چين د صدر شي جين پينګ د رارسېدو په اړه ژوندۍ خپرونه ګوري. [الکسانډر نیمینوف/ای اېف پي]

خبريالان د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د ازبکستان په سمرقند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان (اېس سي او) د سرمشريزې غونډې لپاره د چين د صدر شي جين پينګ د رارسېدو په اړه ژوندۍ خپرونه ګوري. [الکسانډر نیمینوف/ای اېف پي]

واشنګټن -- د امریکا د خزانې یو جګپوړي چارواکي په دې هفته کې وویل، ​​د نړۍ ترټولو لوی رسمي قرض ورکوونکي په توګه​​، چین مسوولیت لري چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې له امله د نړېوال قرض د نوي بحران مخه ونیسي.

برینټ نیمن چې د متحده ایالاتو د خزانې د وزیر جینټ ییلین مشاور دی، د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۰مه) په واشنګټن ډي سي کې د نړېوال اقتصاد لپاره په پیټرسن انسټیټیوټ کې وویل، پرمختللي او راپورته کیدونکي بازارونه د مخکې نه د کال په پېل کې د ستونزو سره مخ وو، وروسته له هغې کله چې د کووېډ-۱۹ د وبا وروسته د دوی په مجموعي محصولاتو کې ۲ فيصده کمی راغی.

د خزانې وزارت د یوې اعلامیې له مخې، هغه وویل، "حکومتونو، په مناسبه توګه، قرضې واخېستې او د صدمې او د ناروغۍ سره په مبارزه باندې يې خرچ کړې." "د دوی د قرض کچه د کووېډ نه مخکې د جي ډي پي له ۵۴ فيصده څخه د تېر کال په پای کې ۶۴ فيصده څخه پورته شوه."

نیمن وویل، "او بیا، د لوی زیان په دې وخت کې، روسیې د اوکراین په وړاندې خپله وحشیانه او غیر عادلانه جګړه پېل کړه." "جګړه د دې لامل شوې چې د خوراکي توکو او انرژۍ بیې لوړې شوې او په ټوله نړۍ کې مهنګايي زياته شوه."

هغه وویل، دا حالات به بې له شکه په څو هېوادونو کې د "قرض د کړکیچ" لامل شي.

هغه د سریلانکا مثال ورکړو، چې ​​د چین د قرضو له کبله د لوی سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دی او زیربنایي پروژې يې په ټپه ولاړې دي.​

شنونکي خبرداری ورکوي، ​په سریلانکا کې زده شوي درسونه​ د چینایي قرض اخیستونکو او د چینایي زیربنایي پروژو ترلاسه کونکو لپاره د احتیاط کیسه وړاندې کوي -- په ځانګړي توګه هغه هېوادونه چې د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی)، د یو کمربند، یو سړک (اوبور) په نوم هم یادیږي، سره تړاو لري.

نیمن وویل، سره له دې چې په نړۍ کې ترټولو لوی دوه اړخیزه رسمي قرض ورکوونکی دی، چین خو يا له ځنډ څخه کار اخيستې يا پدې کې ناکامه شوی چې په څو ملي هڅو کې برخه واخلي ترڅو ​​د قرض بارونه کم کړي.​

هغه ټینګار وکړو، "د قرض ورکوونکي په توګه د چین پراخه مقام پدې معنی ده چې ګډون یې اړین دی."

هغه وویل، "یوه وروستۍ څېړنه اټکل کوي چې اوس شاوخوا ۴۴ هېوادونه چینایي قرض ورکونکو ته د خپلې جي ډي پي له ۱۰ فيصده څخه ډېر قرض ورکوي."

د چینایي رسمي قرضو ټول ټال اټکلونه -- ​​پداسې حال کې چې د شفافيت د نشتوالي له امله ناڅرګنده دي​ -- له ۵۰۰ ملیارده ډالرو څخه تر ۱ ټریلیونه ډالرو پورې دی.

"د دې قرضو په اړه په عمل کولو کې پاتې راتلل کولی شي دا معنی ولري چې د قرضو بېرته ورکول او کمه سرمايه کاري او په ټیټ او په متوسط عاید لرونکو هېوادونو کې ټیټه وده د کلونو روانو ستونزو لامل شي."

نیمن پر بیجینګ غږ وکړو چې د مرستې رسولو په نړېوالو هڅو کې د ګډون لپاره "لوی ځنډ" پای ته ورسوي.

د پیسو نړېوال صندوق (IMF) او نړېوال بېنک ورته غوښتنې کړې دي، خو تر دې دمه هېڅ کاميابي نده ترلاسه شوی.

پټ قرضونه

کله چې د نیمن د څرګندونو په اړه وپوښتل شول، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین ​​دا تور رد کړو​​.

د رویټرز په وینا، هغه وویل، "په وروستیو کلونو کې، د مخ پر ودې هېوادونو زیاتیدونکي قرضې په عمده توګه د لویدیځ سوداګریزو قرض ورکوونکو او څو اړخیزو ادارو څخه راغلي دي، او د پرمختللو هېوادونو اوږدمهاله قرض تادیات په عمده توګه لویدیځ سوداګریزو قرض ورکوونکو او څو اړخیزو ادارو ته لیږدول شوي."

په تېر نومبر کې د نړېوال اقتصاد په ژورنال کې د خپاره شوي راپور له مخې، چین په ۲۰۱۷ کال کې د نړۍ تر ټولو لوی رسمي قرض ورکوونکی شو، چې نړېوال بېنک او آی اېم اېف یې په قرض ورکولو کې شاته پريښودل.

څېړونکو د لوی اقتصادي ثبات لپاره د دې "پټو قرضو" اهمیت روښانه کړو.

دوی وويل، "د چین حکومت د خپل رسمي نړېوال قرض ورکولو په اړه راپور نه ورکوي او د بهرنۍ پاتې قرضو د ادعاګانو په اړه هېڅ معلومات نه خپروي." دوی زیاته کړه چې "پرمختللو هېوادونو ته د چین د رسمي قرضو ۵۰ فيصده برخه په پراخه کچه په کارول شويو رسمي ارقامو کې نده ښکاره شوی."

د نړېوال بېنک په وینا، هغه هېوادونه چې د چین څخه يې ډېر قرض اخيستی دی په عمده توګه په افریقا کې موقعیت لري خو په مرکزي آسیا، سویل ختیځ آسیا او آرام سمندر کې هم شتون لري.

شنونکي د ګډون کونکو هېوادونو لپاره چین ته د قرض ورکولو ​د لویې سرچینې په توګه​ بي آر آی ته اشاره کوي.

د فوربز او سټېټسټا د اګست میاشتې د راپور له مخې، له ۹۷ ګډون کونکو هیوادونو له جملې څخه چې په ۲۰۲۰ کال کې یې ډېټا موجوده وه، د چین زیاتره مقروض هغه هیوادونه و، کوم چې په BRI کې شامل و.

د بېلګې په توګه ​پاکستان له چین څخه ۷۷.۳ میلیارده ډالره​، ورپسې انګولا (۳۶.۳ میلیارده ډالره)، ایتوپیا (۷.۹ میلیارده ډالره)، کینیا (۷.۴ میلیارده ډالره) او سریلانکا ۶.۸ میلیارده ډالره قرضه اخيستې ده.

جیبوتي -- چې د بي آر آی یو لوی مرکز ​او په بهر کې د چین د څو پوځي اډو مرکز دی​ -- د ناخالص ملي عاید سلنې په توګه له چین څخه د بهرني قرض ترټولو لوی بار لري، چې ۴۳ فيصده دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500