اسلام آباد -- د متحده ایالاتو چارواکو پاکستان ته سفرونه او له پاکستاني چارواکو سره تماسونه ګړندي کړي، چې د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ د تودو اړېکو يوه نښه ده.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۲۵مه) د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بهوټو زرداري سره په یوه تلیفوني اړیکه کې د پاکستان د اقتصادي بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ څرګند کړو او "د افغانستان په ګډون سیمه ایزې اندېښنې یې شریکې کړې".
د بلينکن د تلفيون نه وروسته، د امریکې د مرکزي قوماندې (سېنټکو) مشر جنرل مایکل "ایرک" کوریلا پاکستان ته د یکشنبې څخه تر سه شنبې پورې سفر وکړو.
سېنټکوم په یوه مطبوعاتي اعلاميه کې وویل، کوریلا د یکشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له ستر مشر جنرل سید عاصم منیر او نورو جګپوړو پوځي مشرانو سره په مختلفو مسلو خبرې وکړې.
![د متحده ایالاتو سفیر ډونلډ بلوم د جولای په ۱۳مه د خېبر پښتونخوا د پولیسو افسرانو سره په نوښار ضلعه کې د ۱۷.۲ ملیونه ډالرو په ارزښت د ګډ پولیس روزنیز مرکز پرانسته کوي. [په اسلام آباد کې د امریکې سفارت خانه]](/cnmi_pf/images/2023/07/28/43210-photo_2_us-pakistan_cooperation-585_329.jpg)
د متحده ایالاتو سفیر ډونلډ بلوم د جولای په ۱۳مه د خېبر پښتونخوا د پولیسو افسرانو سره په نوښار ضلعه کې د ۱۷.۲ ملیونه ډالرو په ارزښت د ګډ پولیس روزنیز مرکز پرانسته کوي. [په اسلام آباد کې د امریکې سفارت خانه]
چارواکو "د پاکستان د وسله والو ځواکونو او د متحده آيالاتو د سېنټکوم تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا خبرې وکړې، چې تمرکز يې په ځانګړې توګه د ترهګرۍ سره په مبارزې، د پوځي صدماتو د جګړې د تلفاتو په پاملرنې، په امنیتي همکارۍ، د بحران سره په مرستې، او د بشري مرستو په فرصتونو و."
د دوشنبې په ورځ، کوریلا د پاکستان د ترهګرۍ ضد ملي مرکز او د پاکستان د پوځ سنائپر سکول څخه لیدنه وکړه او هلته یې د لوړ پوړو پوځي چارواکو سره په مختلفو موضوعاتو خبرې وکړې، چې پکې د "پاکستان او د متحده ايالاتو سېنټکوم ګډ د ترهګرۍ ضد روزنې فرصتونه، او د پاکستاني پوځ د روزنې د مدیریت بهیر شامل و".
په عېن حال کې د جنوبي اسيا لپاره د امريکې د ملي امنيت شورا سينئر ډايريکټر ريئر ايډميرل ايلين لوباچر د جولای په ۲۰مه په اسلام آباد کې د بلاول سره د دوه اړخيزه ګټو په چارو خبرې اترې وکړې.
د بهرنیو چارو وزیر په هغه ورځ په یو ټویټ کې وویل، بلاول او لاوباچر "د پاکستان او امریکې ترمنح د اړیکو د لا ژورولو او د سیمه ییزې سولې او ثبات لپاره د سوداګرۍ، اقتصاد او انرژۍ په برخه کې د همکارۍ پراخولو ژمنه بیا تکرار کړه."
سیمه ایز ثبات ته وده ورکول
هغه تړونونه چې موخه يې د ترهګرۍ پر وړاندې په برخه کې د پاکستان د قانون پلي کونکو ادارو ته وده ورکول دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې نور هم روښانه کوي.
په اسلام آباد کې د متحده ایالاتو سفارت خانې وویل، په پاکستان کې د متحده ایالاتو د سفیر ډونالډ بلوم د جولای په ۱۳مه په نوشهره ضلعه کې د ۱۷.۲ ملیونه ډالرو په ارزښت د پولیسو ګډ روزنیز مرکز پرانسته وکړه او د خېبر پښتونخوا (کی پي) پولیسو ته یې د ژوند ژغورونکي تجهیزاتو د چمتو کولو لپاره د ۳ میلیونه ډالرو يو بل تړون لاسلیک کړو.
دغه مرکز، چې د سفارت خانې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې او د قانون پلي کولو د چارو د نړېوالې ادارې (INL) له خوا په تېرو ۱۲ کلونو کې جوړ شوی او یوازې د امریکې د حکومت لخوا تمویل شوی، په یو وخت کې ۱۷۰۰ پولیس افسران روزلی شي.
دغه سفارت خانې د ۷۵ ودانیو د جوړولو تمویل وکړو چې پکې د زده کړې ودانۍ، یوه روغتیایي څانګه، د نارینو او ښځو لپاره هاسټلونه او د ګڼ مقاصدو تالار شامل دی.
سفارت خانې وویل، د یو بل تړون له مخې، سفارت خانې او INL به د خېبر پښتونخوا پولیسو ته بکتربند ګاډي، بلټ پروف واسکټونه او هیلمټونه ورکړي.
فیضان حسین، چې په پیښور کې د نړېوالو اړیکو یو سکالر دی، وویل، "د واشنګټن وروستۍ ښکېلتا ښیي چې متحده ایالات په پاکستان کې د ټي ټي پي [تحریک طالبان پاکستان] او نورو اورپکو ډلو له امله د خراب شوي امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي."
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، پاکستان په ۲۰۱۴ کال کې د متحده ایالاتو د مالي او تخنیکي ملاتړ له کبله په ضرب عضب عملياتو کې د ټي ټي پي او د نورو ډلو پروړاندې، چې د القاعدې سره تړاو لري، د پام وړ بریالیتوب ترلاسه کړو.
هغه وویل، "له یو کال څخه په کمه موده کې پاکستان ته د جنرل کوریلا درېم سفر دا په ګوته کوي چې متحده ایالاتو د ترهګرۍ په وړاندې په روانه جګړه کې د مرستې لپاره د پاکستان اړتیا پیژندلې ده."
سربېره پردې، په جون کې، INL د خېبرپښتونخوا حکومت ته دوه ګاډي عطيه کړل.
سفارت خانې په یو بیان کې وویل، دوی به "د خېبرپښتونخوا د هڅو ملاتړ وکړي چې د خشخاشو د کمولو لپاره د مخدره توکو خلاف معاینات ترسره کړي."
دا ډول مرستې خورا مهمې دي.
په پېښور کې د پولیسو یو لوړپوړي افسر وویل، د خېبرپښتونخواه پولیس د ټي ټي پي او نورو اورپکو ډلو سره د مبارزې لپاره په بشپړه توګه ژمن دي.
دغه افسر د نوم نه ښودلو په شرط وویل، که څه هم، لږې سرچینې، په ځانګړې توګه د ژوند ژغورونکي تجهیزاتو نشتوالی، د دوی په هڅو کې يو خنډ دی، چې په اغيزمنه توګه د قانون د پلي کولو مخه يې نيولې ده او د افسرانو د مرګونو لامل شوی.